تاند- څېړونکي وايي، په بوټو کې د کاربون ډای اوکسایډ د جذب د ظرفیت زیاتېدو تر یوه حده د مځکې په اتومسفیر کې د دې ګاز اندازه کمه کړې ده.
په یوه تازه څېړنه کې ساینسپوهانو ویلي چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۴ پوري د مځکې اتومسفیر ته د ډای اوکسایډ ګازونو خپرېدا لږه شوې ځکه چې بوټو دا توان موندلی چې د پخوا کلونو په پرتله زیات دا ډول ګاز جذب کړي.
د دې څېړنې پر اساس بوټي د دې لپاره تر پخوا ګاربون ډای اوکسایډ ګاز زیات جذبوي چې دا ډول ګاز زیات تولیدېږي.
د بي بي سي نیوز د راپور له مخې، په تېرو ۵۰ کلونو کې د مځکې د بوټو (له ونو رانیولې تر وښو پوري) او سمندرونو له لوري د کاربون ډای اوکسایډ ګاز د جذب توان دوه برابره شوی دی.
بوټي او سمندرونه اوس د انسانانو له لوري د دې ډول تولید شویو ګازونو په سلو کې ۴۵ جذبوي.
څېړونکي وايي چې د ۲۱ پېړۍ په لومړیو کې د بوټو او ونو له لوري د کاربون ډای اوکسایډ د جذب په اندازه کې خورا زیات تغییر راغلی دی.