په کندهار کې زما یو ملګری و، د ښار په یوه ښه مارکیټ کې یې دوه دوکانونه لرل، یو یې خپله بل یې پلار چلاوه.

کشر ورور یې ډېر تکړه و، ښوونځي ته تلی او له دوی سره یې د دوکاندارۍ په چارو کې هم ښه مرسته کوله.

یو ورځ دوکان ته ورغلم، د ښوونځي وخت و، کشر ورور یې په دوکان کې ناست و، ما پوښتنه وکړه چې ولې ښوونځي ته نه یې تللی، هلک وویل چې نور مې ښوونځی پرېښود، پلار مې ویل نور بس دی.

زه حیران شوم، د پلار دوکان ته یې ورغلم او ورته ومې ویل چې حاجي صاحب زوی ته دې ولې اجازه ورکړې چې ښوونځی پرېږدي؟

حاجي صاحب راته کړه چې نور بس دی، زوی مې د دوکان بیلونه لیکلای شي، په کتابچه کې د خلکو د پورونو حساب نیولای شي نور یې څه کوي؟

ما ورته وویل چې خیر دی، د دې کارونو لپاره یو میرزا ونیسه او زوی دې پرېږده چې زده کړې وکړي، شکر دی هیڅ اقتصادي ستونزه نه لرئ، په کور کې یو تعلیم یافته هم ښه وي.

حاجي صاحب ته زما خبرو خوند نه ورکاوه، نور مې بحث ورسره ونه کړ، ډېره موده وشوه چې نه مې ملګری، لیدلی او نه یې کشر ورور.

هغه بله ورځ له ملګرو سره د تفریح لپاره پغمان ته تللی وم، په یو ښکلي او ساړه ځای کې ناست و، چې یو ځوان هلک راغی، له موږ څخه یې پوښتنه وکړه چې بوټونه راته پالیش کړي، ملګري مې خپل بوټونه د رنګولو او پالیش لپاره ورکړل، زه د ځوان په لیدو خپه شوم، او فکر مې کاوه چې دا ځوان ته به څومره سخته وي چې په لس افغانۍ د خلکو هر ډول خیرن بوټونه پالیشوي.

زما ملګري له ځوان څخه پوښتنه وکړه چې د ورځې به څو ګټې؟ هغه ورته کړه چې د جمعې په ورځ له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو.

دا ځوان صفت الله نومیږي چې اصلاً د پروان دی، او اوس د کابل په چهلستون کې، په یوه کرايي کور کې اوسیږي.

صفت الله سره مې خبرې پیل کړې، حیران یې کړم، د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی، پلار یې ضعیف دی کار نه شي کولای، د ژوند د نورو چارو لپاره یې مشر ورور کار کوي چې ښوونځی یې خلاص کړی دی.

صفت الله د ښوونځي د لګښتونو لپاره په لارو کوڅو کې د خلکو بوټونه او څپلۍ پالیشوي، د جمعې په ورځ پغمان ته راځي او په ټوله ورځ کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو ګټي.

د ښوونځي د کتابچو او قلمونو د اخیستلو لپاره د خلکو د بوټونو له پاکولو خوشحال دی.

دی وايي چې په دې کار هیڅ ډول د شرم احساس نه کوي او ویاړي چې کار کوي او پیسې ګټي.

صفت الله د یوې ښې او نېکمرغې راتلونکې خوبونه وي، وايي د ښوونځي تر خلاصولو وروسته کانکور ته امادګي نیسم، له حقوقو سره مینه لرم، که په کانکور کې ورته بریالی نه شوم، ځم د پولیسو په لیکو کې درېږم او د ګران هیواد خدمت کوم.

ما ته د ځوان صفت الله خبرو خوند راکاوه، لږ مخکې مې زړه ورته خپه شوی و، خو اوس ورته خوشحال وم، د هغه په سترګو کې مې ډاډ، ویاړ او هیلې ولیدې.

ما هم د ویاړ احساس کاوه چې له یو داسې غښتلي او پیاوړي ځوان سره مې یو څو شیبې تېرې شوې، خو یو بل څه تر ډېره نا ارامه کړی وم.

په کندهار کې زما د شتمن ملګري کشر ورور را یاد شو، چې د ژوند له هر ډول اسانتیاوو سره سره یې بیا هم ښوونځی په نیمه کې پرېښود.

 ما فکر کاوه چې څوک نېکمرغه دی، زما د ورور ملګری که صفت الله؟

ځان هم راته ملامت ښکاره شو، نژدې درې کاله کیږي چې لیسانس مې اخیستی، بېلا بېل چانسونه په لاس راغلل چې ماسټري پیل کړم، خو ما فکر کاوه چې زما مسئولیتونه او ستونزې دومره زیاتې دي چې نورې زده کړې نه شم کولای.

اوس پوهیږم چې دا مې پلمې کړې دي، د صفت الله خبرې مې په فکر کې ګرځي راګرځي، زما ستونزې د صفت الله په وړاندې هیڅ دي، په حقیقت کې زه د هغه غوندې غښتلی او پیاوړی نه یم.

نن مې له سهاره د صفت الله په اړه فکر کاوه، داسې ښکاري چې په ما کې یې بدلون راوستی، ماسپښین مې له څو کسانو څخه د ماسټري د بېلا بېلو پروګرامونو په اړه پوښتنه وکړه، او ډېر لینکونه مې ولټول، که د خدای پاک خوښه وه، ډېر ژر به یې پیل کړم.

د صفت الله ډېر منندوی یم، لوی درس یې راکړ، د زغم، جرئت او غښتلتوب درس، پر ځان او راتلونکې د باور درس.

کېدای شي تاسو هم یو څه ترې زده کړئ!

0 thoughts on “بوټ پالیش والا اتل/ حکمت سروش”
  1. رشتيا هم اتل دي چي فرض علم حاصلوى، خداي دي د تولو پشتنو نر او شزي د تعليم خاوندان كري،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *