لیکوال

ماشوم له بوډا خوابدئ وو او په هيڅ توګه نه په خله كېدئ . بوډا د ماشوم د خوشحالولو دپاره ډېرى هڅى وكړې ، خو نه سو بريالئ . وئې تخنوئ ، په زوره ئې جېبونه له خلكانو ور ډك كړل ، په سرو وېښتانو او ښكلى مخ ئې څو څو ځله ښكل كړئ ، خو په واړه كښى هيڅ بدلون نه راغئ ، مخ ئې سور وو او خپل ضد ئې نه ختموئ .

دا څه ، چورئ خو خورا خشمېدلئ هم وو او سپين ږيرى ته ئې په خپلو غټو سترګو داسى بد بد كتل لكه وچى به ئې خورى . د ماشوم سترګى د انار دانو په شان تكى سرې ولاړى وې ، دې شى بوډا نور ووېروئ چى دا خو ئې ژړلى هم ډېر دى .

 د ماشوم دغه نوى ګنه بوډا دمخه نه وه ليدلى ، ځكه نو اول حېران سو ، خو ولى چى هغه مشر وو ، عمر ورباندى تېر سوئ وو ، له دغه سوبه يودم پوه سو چى وړكئ خو دا هر څه له ډېرى مينى كوى ، خو سپين ږيرئ دغى خبرى پر له پسې حېرانوئ هم چى هغه كومه خطا ده چى له ده سوى ده ، اوس ئې ماشوم نه ورښووى او داسى په غضب دئ .

د اووه كالو ماشوم له ډېره وخته د هغه په انتظار وو چى كله به ئې وينى او خپله خوابدى به څرګندوى .   وړکي په رښتيا چى ماشوم وو ، ځكه نو هغه بد وختونه ځنى هېر وو چى كله ئې مور وپلار مړه سول او بد نيتى اكا كورته راوست چي په زړه کښي ورباندي خوابدي وو چى صبا به دئ هم په جائداد را ګډ وى ، هغه به هلك راوستئ هم نه وو ، خو دنيا ورباندى خندل ، ولى چى د ماشوم بې دغه يو اكا بل څوك نه وو .

دلته به تيندارى هم خورا بد ورسره كول او بيا يوه ورځ چى ئې د نغرى په تشكير ډېر بد ووهئ ، غلبلې ئې ورباندى وكړې او له كوره ئې دباندى را وشړئ ، نو هغه په ويرانې كښى ولاړ د يو زاړه توت تر ونى لاندى ژړل چى ناڅاپه د توت د ډډ تر شا دغه مشر راښكاره سو چى سپينه ږيره ، سپينى څوڼى ، ورين تندئ او سپينى جامې ئې وې .

 د بوډا له ژونده ډكى سترګى وې ، كه څه هم عمر ورباندى تېر سوئ وو ، خو خورا تازه وو ، د ځوانانو په شان توان من وو او له ژونده ډك نورانى خندانه مخ ئې هر څوك متاثروئ .  هلك اول خو له ناولد ووېرېدئ ولى چى اوس د هغه و زړه دا ور تېره وه چى په نړۍ كښى هر څوك وهل ټکول كوى او ظالم وي ، خو بيا چى ئې د هغه وسيله وليده ، نو د خپل مور و پلار مينه ناك مخونه ور په ياد سول او له زړه ئې وېره ووته .

 اوس بوډا هلك ښكل كړئ ، خلكانې ئې وركړې او خورا مينه ئې په دا ډول ورسره وكړه ، خاص لكه مور وپلار چى ئې له خپل اولاد سره كوى . د سپين ږيرى په دې روېې كښى ماشوم يو عجبه سكون وموندئ ، بيا هغه په مات سر له سپين ږيرى نه بېلېدئ ، خو هغه پوه كړئ چى كورته ولاړ سه ، بل به نو چېرى ځې ، خو لېوان به دى وخورى ، ګوره څومره يخ باد چلېږي ،چغالان هم راتلي دي .

 ماشوم چى كورته راغئ او ناترسى تيندارى ئې له خلكانو ډك جېب وليد نو بيرته ئې څپلاخى ور سمى كړې ، خلكانې ئې ځنى واخيستې او په خپلو بچيانو كښى ئې ووېښلې . اوس د زنانى په زړه كښى يودم راغلل چى دباندى ورووزى او وګورى چى ماشوم چا نازولئ دئ ، خو بيا ئې وئيل چى څوك زړه سواند به ورباندى پيښ سوئ وى .

  بله ورځ چى ټوله شپه بارانونه سوى وو ، ټوله شپه د تناو دربي وو ، د تورو وريځو له سوبه توره دوربه وه ، شين يخ وو ، د ډېرو كورونو د نغريو له دودكشانو دودونه راوتل او خلګ په خپلو كورونو كښى بند وو ، نو تيندارى امر وكړئ چى له مامتې ترخى راوړه ، خو د ماشوم غوځى به څه وى ،خورا وړه ، ځكه نو په لږ ترخو زنانه يو وار سره او شنه وسوه . اول خو ئې هلك په څاپېړو تك سور پرله واړوئ او بيا ئې له غوږونو ونيوئ ، سم ئې له كوره دباندى راوايستئ او دروازه ئې له دننه پسى كونډۍ كړه چى اوس نو ځه چى پر هرى خوا دى مخ سو .

نن د ماشوم حال زيات خراب وو ، خورا بد ورسره سوى وو ، هغه خو ډېر نازولئ وو ، د موروپلار يواځنئ اولاد وو او د شاه زاده په شان وو . په خپل كور كښى ئې داسى وهل ټكول او زياتوب كله هم نه وو ليدلى ، ځكه نو ډېر بد ئې ژړل . بل تېرئ دا هم وو چى هغه په يو نرى قميض كښى وو ، لڅ ځيګر او لڅى پښې ئې وې چى ساړه تكى سرى ور اړولى وې  ، په رښتيا يخ لېونئ كړئ وو او زنى ئې وې چى ډېرى بدى كپېدې او ټكهارئ ئې نه درېدئ.

 نن يو ځل بيا د توت تر درخته لاندى بوډا ورباندى پيښ سو او خورا مينه ئې ورسره وكړه . د ماشوم چى ژړا ختمه سوه ، نو خندانه بوډا له خپلى بغل جولې خورا ښكلى جامې راوايستې ، يوه ډېره پنډه ګنجۍ ، ښکلي سپك تاوده ګوټونه او يوه داسى ګرمه خولۍ چى ټول نوى وو او دا ډول ئې په ولاړه ولاړه ور په تن كړل چى د يخ دښمنان ښكاره كېدل ، بيا ئې جلا داسى پنډ كوټ هم ور په غاړه كړئ لكه خاص ددغه هلك دپاره چى جوړ سوئ وى .

 په داسى حال كښى مشر پر له پسې خندل ، مينه ئې هم ورسره كوله او يوه يوه رېوړۍ به ئې هم د واړه په خوله كښى وركوله . دا شان ئې جېبونه له رنګارنګ خوږو ور ډك كړل او ورته وئې وئيل چى اوس ځه كورته .

“د كور دروازه خو بنده ده بيا ګرسره کونډۍ ده ، بل تينداره به مى بيا ووهئ ، اول ئې لا بدن تك شين را اړولئ دئ . ” ماشوم له وېرى ووئيل .

“هيڅ به هم نه وى ، هر څه به خير وى ، نه به درګاه بنده وى او نه به دى د تره كوردارى وهى ، بس كورته ځه چى روئ يخ دئ ، ناروغه به دى كړى ، سكاروئ به دى ووهى .” سپين ږيرى تسلى وركړه .

اوس ماشوم په واهمكى زړه كورته راروان سو . دا مهال په كوڅه كښى يو څوك هم نه وو او خالى ولاړه وه . هغه چى كله د كور دباندى ودرېدئ چى له خټو جوړ سوئ وو او ور ئې پورى وهئ ، نو كه څه هم دروازه له دننه په رښتيا كونډۍ وه ، خو كړپ ئې سو ، زنځير ئې لاندى ايله سو او ور په درزي سره خلاص سو ، دى شى ماشوم حېران كړئ چي دومره زور خو کله هم په ما کښي نه وو ،دا څه وسول ، خو هغه په كور ننوتئ.

بچئ دا مهال مسلسله وار خطا وو چى تينداره به مى ووهئ ، ځكه نو له سرايه د خونو په خوا په واهمكى زړه روان سو .  ماشوم چى خونى ته ورننوتئ  او اكا او تيندارى چى سره له خپلو بچيانو تاوده سټوپ ته ناست وو ، دئ د شاه زادګانو غوندى په نوؤ جامو كښى وليد ، نو حېرانه پاته سول . بدمخى تيندارى ئې دغسى په مېړه خله خلاصه كړه چى ته وګوره چى دا څوك دئ چى هلك داسى نازوى ، پرون ئې خلكانې وركړې او نن جامې ، كه په لاس درغئ ، نو ښه ئې په وينو سور كړه .

 اكا چى له ماشومه پوښتنه وكړه ، نو هغه نور وار خطا سو . اوس چى له تيندارى سره سم اكا هم سترګى ورباندى سرې كړې ، نو هلك كپ واخيست او دا ډول ئې هم بوډا او هم زوړ توت وروښووئ ، ولى چى بله لار نه وه .

 اكا حېرانه سو چى دداسى كړه وړه سړئ خو ما كله هم دمخه په كلى كښى نه وو ليدلئ ، څوك كېدئ سى . دا ډول په يخى سيلۍ كښى مېړه او مائنه دواړه له كوره دباندى راووتل . دا وخت د ګاوند يو څو سړيو له غره خپل خره په لرګيو او ترخو رابار كړى وو . هغو چى پوښتنه وكړه او حال ئې معلوم كړئ ، نو هغوئ هم په ناولد حېران سول . دا رنګه په دغو نارو او شروشور د شاوخوا كورونو زنانى هم راووتې . اوس چى ټول په منډه د زاړه توت په خوا راغلل ، نو بوډا هلته نه وو .

دا مهال يخ وو او باد خورا نارى جوړى كړى وې لکه ظلمونه چي کېږي او په چيغو وي ، ځكه نو دغه بهير بيرته د كورونو په خوا رامنډه كړه . ګاونديانو لا  ماشوم نه وو ليدلئ ، هغو چى په نوو او ښكلو جامو كښى وليد ، نو حېرانه پاته سول . يو ساعت ټول هلته وو ، خو بيا ئې وئيل چى نن خو ځول دئ او ګزاره نه ورسره كېږى ، بله ورځ به د بوډا پوښتنه او حال كوو او دا ډول ټول كورونو ته ولاړل .

رښتيا خبره دا وه چى د ماشوم په نوو جامو بدبخته تينداره خورا سوځل كېده او زړه ئې غوښت چى يو وار ئې بيا ښه ودرزوى . په داسى حال كښى چى ئې په هلك په خشم لاس پورته كړئ ، نو دغسى ئې چيغى له خلې ووتلې ، ولى چى يو بد دړد وو چى په لاس كښى ئې راولاړ سو . ښځه دغسى په نارو او بغارو سوه .

په داسى حال كښى ئې مېړه حېران سو چى څه وكړى ، هلك ئې دغسى له لاسه ونيوئ ، مخامخ ئې په يوې ويرانى او يخى خونى كښى بند كړئ  او د كوردارى په دارودرمل سو چى دړد لېونۍ کړي وه .

 كله چى شپه سوه ، نو يخ زيات سو . اوس په تودو جامو كښى هم د چورى يخ كېدئ . دا ډول ئې لوږه هم راپورته سوه او په ژړا سو ، خو بيا حېران پاته سو . دا څه ، ناڅاپه د خونى توره دربيله په رڼا كښى بدله سوه .

 اوس بوډا دده ومخته ولاړ وو . بيا د ماشوم حېرانتيا هغه وخت نوره هم زياته سوه چى كله ئې په خونه كښى د تاوده سټوپ دربئ واورېد ، دا څه ، دا مهال خو په سپېرې خونه كښى خورا ښكلى او ګران بيه سره پسته هراتى غالۍ هم هواره وه . بل مخامخ يو سور پلنګ پروت وو چى خورا توده بستره ورباندى هواره وه .

ماشوم چى سپين ږيرئ وليد ، نو يودم په ژړا سو ، خو هغه مينه ناكه سړى و زړه ته نږدې كړئ او دلاساينه ئې وركړه . اوس چى د هلك څه زړه را ټول سو او له بوډا جلا سو ، نو حېران پاته سو ، ولى چى مخامخ يو زورور دسترخوان هوار وو او هغه ډول خواړه ورباندى پراته وو چى مور به له نازه ورپخول او دده به خوښ وو .

دا څه لوښى ئې هم د سرو زرو وو . هلك وږئ وو ، دغسى په دوډۍ لګيا سو او تر پوزى ئې ځان موړ كړئ . ماشوم ډوډۍ څه وخوړه چى دغسى خوب واخيست او ځائ پر ځائ ئې سترګى ولګېدې . اوس بوډا په ډېره مينه په غوځى كښى واخيست ، په پلنګ ئې پرې ايست او بستره ئې ورباندى سمه كړه .

بل سحار سرې  غالۍ ، تاوده سټوپ ، ګران بيه پلنګ او د سرو زرور غابو يو قيامت جوړ كړئ . اوس ئې هغه تينداره زياته وار خطا سوه چى ټوله شپه ئې په دړدونو او ويښه تېره كړى وه چى په دغه هلك خو څه ناولده مخلوق مين سوئ دئ ، وئ ما خو بد ورسره كول ، څه راباندى ونه كړى .

 دې نندارې اكا هم وار خطا كړئ او هلك ته ئې په ډېر وهم كتل چى دغه بيا څه بلا دئ . اوس ئې د اكا مغزو نور خو كار نه وكړئ ، دغسى ئې دباندى منډه كړه او ټول ګاوند ئې خبر كړئ . د سترګو په رپ كښى بيا ټول لكه جوج ما جوج راغلل .

ګاونډيانو چى كله د هلك خونه وليده ، نو حېران پاته سول ، هم سړى ، هم زنانى ، د ټولو خلې وازى سوې . اوس قيصه بل ډول سوه ، ټول ګاوند و زنانى ته په خشم سو چى ته ولى له ماشوم سره بد كوې ، ځان دى هم په مصيبت اخته كړئ او هلك دى هم وزوروئ ، دا خو دى يوازى لاس درد واخيست ، كه تر دې هم زيات بد در پيښ سوى وو ، نو بدبختى څه به دى كول .

  مكارى تيندارى ئې دم دستى اوښكى توئ كړې چى وئ زه خو ئې د خپل اولاد په شان بولم ، زما دى ځان په خله سى ، كه به مى بله خبره په زړه كښى وى ، ما خو سختى يوازى ددې دپاره ورسره كوله چى سمه تربيه ئې وكړم او ښه انسان ځنى جوړ كړم .

هغې چى خپل سړى ته وكتل ، نو بې زړه خاوند ئې ووئيل چى دا سم واى ، دلي چي بدو سرو سترګو به يې تل وېروي. پائ خبره په دې ودرېده چى په هلك يو پېرئ مين سوئ دئ . په داسى حال كښى چا ناره كړه چى زر كوډګر راوغواړئ ، خو فېصله وسوه چى نه ، نن شپه لا ودرېږئ ، موږ به په خپله د دروازې له چونونو ورته ګورو چى دا اوس څرنګه بوډا دئ .

 كه څه هم ټول له بوډا وېرېدل ، خو د هغه كړه وړه چى ماشوم ورښوولى وو ، په ټولو كښى تجسس پيدا كړئ چى يو وار خو ئې په خپله ووينو چى دئ څرنګه ښائسته دئ او صفا جامې يې دي .  دا رنګه ئې ماښام هلك په خونه كښې بيرته يكړ ايله كړئ او ټولو شپه يې ورته سره كړه ، لږ لږ ساعت وروسته به ورتلل ، د كيړكۍ او دروازې د سورويانو به ئې ورته كتل چى بوډا خو نه راغئ ، څه خاص شئ خو په نظر نه ورتلئ او له وېرى ئې دروازه هم نه سوه پورى وهلئ ، خو تر سحاره ئې په خونه كښى د چا دربئ هم نه واورېد .

بس ټوله شپه په كور كښى داسى رڼا وه او دربئ وو لكه په كور جي پخپله پېرانان را ګډ سوى وى او له ناټالۍ ډک وي.

سحار چى ټولو په واهمكى زړه دروازه خلاصه كړه ، نو حېران پاته سول ، هم سټوپ بدل وو ، هم د سره رنګ غالۍ ، هم سور پلنګ او هم د سرو غابونه ، بلكه په غابونو كښى چى كوم خواړه له ماشومه پاته سوى وو ، هغه لا د پرون په شان نه وو بلكه بدل وو او خونه تر پرونه لا زياته ښايسته وه.

دا ډول دم دستى كوډګر سو چى اوږده تور وېښتان او لويه ببره ږيره ئې وه او تر انسان زيات حيوان معلومېدئ . هغه په خونه كښى ځان بند كړئ او هر ډول ئې خپل تور علم په كار راوست چى معلوم ئې كړى چى دغه كوم پېرئ دئ او دكلى له كوم درانه څاه راغلئ دئ .

  كله چى هغه راووت ، نو خورا وار خطا وو ، مخ ئې تك ژړ وو ، په كپ اخته وو او قسمونه ئې خوړل چى ما آن تمام كړئ ، دا پېرئ نه بلكه يو لوئ طاقت دئ چى زما په وس كښى نه دئ ، څوك دئ ، څرنګه دئ ، له كومه راغلئ دئ ، زما ماغزه او علم هيڅ كار نه كوى .

دا څه د تور جادو باچا دغسى ناڅاپه په حوېلۍ كښى بوڅ واويښتي ، خولې ورباندى راغلې او د مرګ په غوټو اخته سو ، په داسى حال كښى زنانو چيغى كړې او سړى وار خطا سول خو تر دې دمخه چى جادوګر به ساه وركوله ، ماشوم په خندا ورمخته سو او تندئ ئې له خولو ور صفا كړئ .

دا څه ،كودګر جګ بيرته كښېنستئ  ، داسى سو لكه يودم چى ژوند پكښى راسى . اوس هغه هلك ته په څيرو سترګو كتل ،بيا يې دغسى له وېرى چيغه كړه او په داسي دوړه له كوره دباندى ووتئ چي ګرسره يې شاته نه کتل.

اوس هلك باچا سو . ټول كلئ به ورا مات وو . ماشوم چى به هر چاته وكتل او ورته وبه ئې خندل ، د هغه به شلېدلئ كار جوړ سو . دا ډول شاوخوا كلى هم خبر سول چى داسى يو د الله پاك نېك ماشوم پيدا سوئ دئ چى په يوه مسكا ئې د خلګو وران كارونه جوړ سى .

په دغو شپو كښى به هلك په كور كور وو ، اكا او تيندارى به ئې هر ناز اخيست او هغه به دباندى نه راوتئ . پخوا به دغه اكا او تينداره دده دښمنان وو ، خو اوس به ئې سر ورباندى ور كوئ او هر چا ته به ئې دده صفتونه كول .

 په داسى حال كښى د هلك بوډا خورا ډېر يادېدئ ، خو خلګ داسى ورباندى رامات وو چى لار نه ورته جوړېده . پائ يوه ورځ چى ئى ديد لېونئ كړئ ، نو له كوره پټ راووت او د توت و اونى ته ئې ځان راورسوئ ، خو په لاره كښى ئې څه دا ډول نندارې هم تر سترګو سوې چى ماشوم ئې وځوكلوئ او كله چى بوډا د اونى له شا راښكاره سو ، نو هلك هم خوابدئ وو ، هم په خشم او هم په ژړا .

 دا څه ، بوډا وئيل چى ماشوم به دده په ياد كښى لېونئ وى ، خو هغه داسى په قهر وو چى ګرسره ئې خبرى نه ورسره كولې .

“هلكه كه ته په دې خوابدئ ئې چى زه درڅخه ورك وم ، نو دا خو داسى خبره نه ده ، ولى چى په تا به هر وخت خلګ راكوړه وو ،  له كوره دباندى نه راوتې او ماهم وار نه سو درباندى جوړوئ ولى چى د شپې به اكا او تيندارى له ځان سره ويدولې .”

 ” نه دا خبره هم نه ده ” ماشوم په چيغو ووئيل .

  “نو بيا څه دى . ” سپين ږيرى په خندا پوښتنه ځنى وكړه . “او كه دى نه راوښوول ، نو زه به هم درڅخه خوابدئ سم .”

 “رښتيا . “

  “بالكل “

 ” ګوره تابه تل راته وئيل چى زه يوازى ستا يم . “

 “منم ، منم . ” سپين ږيرى وخندل .

“نو بيا ما نن څه وليدل . ” ماشوم بيرته په ژړا سو .

 ” څه دى وليدل ، زما لاليه ” مينه ناكه مشر بيرته پر سر ښكل كړئ .

” زه چى كله دلته راتلم ، نو د وړانده نورو اكا له باغه چى را تېرېدم ، هغه يو دم ناره كړه چى څومره به ښه واى چى زما سترګى واى ، ما به په دې پسرلى كښى ددغه باغ ښكلى ګلان ، زرغونې درختى او ددوئ حسن ليدلئ وائ . په داسى حال كښى يودم ته راښكاره سوې ، د اكا په سترګو دى لاس تېر كړئ چى زه په خپله حسن پرست يم او حسن خوښوم او هغه يودم نارى كړې چى زما نظر بيرته راغئ . زما د هغه په نظر اعتراض نسته ، خو تر دې دمخه تا خورا مينه هم ورسره وكړه چى هغه نه سو درباندى پوه ، بيا مخته په يوې يكړى او خاموشى كوڅې كښى يوې ناروغى بوډۍ نارى كړې چى اوس خو ناجوړۍ درپدره كړم ، ولى مرګه نه راځې ، ته يودم په خندا ورمخته سوې چى څوك كله هم نااميدى نه كوى ، په ژوند كښى كښته پورته راځى او د هغې په سر دى لاس تېر كړئ . د زنانى د مودو ژړ مخ يودم د ګلابو غوندى ښكلئ سو او هغه له خوشحالۍ په نارو سوه چى دا څه زما له بدنه دړدونه ورك سول ، خوږ مى وشلېدل او زه جګه جوړه سومه . زه پوښتنه كوم چى تا ولى په هغې لاس واچوئ چى زما موره ، زما خوره او بسياره مينه دى ورسره وكړه ، خو هغه نه سوه درباندى پوه ، ولى ، ولى ، ولى ، لږ مخته زما غوندى يو ژړاند ماشوم په مخه درغئ ، تا تر ما هم زياته مينه ورسره وكړه ، د هغه اوښكى دى ورپاكى كړې او جېب دى له خلكانو ور ډك كړئ . هغه وئيل چى زما د خلې باجه ماته سوه ، تا يودم له بغل جولې باجا ورا وكښه ، ورته ودى هم وهله چى ښكلى ږغونه زما هم خوښ دى ، په دغه خو تل مرغان ستايم . دې شى ماته زور راكړئ چى ته له بل چا سره هم مينه كوې ، ما خو يوازى ته د ځان ګڼلې ، دا څه تا زما په مينه نور هم شريك كړل او يوازى زما نه سوې ، ولى ، ولى ، ولى ، تا خو به تل وئيل چى زه يوازى له تا سره مينه كوم ، نن دى نور هم را ګډ كړل . ” اوس د ماشوم اوښكى داسى په تېزۍ روانى وې چى ګرسره نه درېدې . په داسى حال كښى ماشوم پر له پسې ژړل او بوډا خندل .

” نو زه اوس څه وكړم . “

 ” بس ته به يوازى زما ئې زما ، د بل چا نه . “

” دغسى به وى . ” بوډا ماشوم په تندى ښكل كړئ .

” زه نن نن خونه بدلوم ، په يوازى خونى كښى اوسم او ته به د شپې زما سره ئې ، لكه پخوا چى به راغلې .”

” بالكل ، دغسى به وى چى څرنګه زما بچئ واى . ” خندانه بوډا ماشوم بيا په تندى ښكل كړئ .

 ” نو راځه . “

 “چېرى . “

 “كورته . “

 ” درځه زما لاليه ، زما سور ګله . “

 ” قول دئ چى بل واره به له بل چا سره مينه نه كوې او تل به زما ئې . “

 ” هم دغسى به وى ، ټول ژوند به خپل جانان نازوم ، زړګئ به نازوم . “

 ” بل څوك به زړه ته نه نږدې كوې . “

 ” دا ظلم به هم نه كوم ، زما لاليه قول دئ . “

 اوس د بوډا په مينه كښى ډوب ماشوم د هغه په ځيګر تينګ ونيښتئ ، خاص لكه هغه چى ئې مور و پلار وى ، بې له هغه بل څوک نه لري او بوډا په غوځى كښى واخيست .

” بس ته به نن ما په غېزه كښى كورته بياېي .” د ماشوم سترګى پټى وې او ضد يې کوي .

” ولى نه ، بابك به خپل زوئ ، په غوځى كښى بيايي . ” دا مهال سپين ږيرئ په رښتيا د ماشوم هر څه معلومېدئ . دا رنګه بوډا خندل او د ماشوم د كور په لور روان سو .

په داسى حال كښى د هلك سترګى پر له پسې پټى وې او بوډا ئې يوازى د ځان ګڼئ وو خو دا ئې نه وليدل چى ناڅاپه هم هغه بوډا په سوو بوډاګانو كښى ووېښل سو چى هم ټول بېل بېل وو ، هم د هغه په شان وو ، ښكلى ښكلى او د سپينى ږيرى ، سپينو څوڼو او سپينو جامو خاوندان چى له هغه جلا د هغو زراو بې وسو ژړاندو ماشومانو په لور روان سول چى لېرى لېري په خپلو ولاتونو کښي يې پر ظلم ژړل او بد ورسره سوي وو .

پاى

مارچ كال دوه زره ديارلس

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *