تاند- د نایجریا سخت دریځې ډلې بوکوحرام نن /یکشنبه/ د ګاونډي هیواد کامرون د صدراعظم د مرستیال پر کور برید کړی او د هغه مېرمن یې تښتولې ده.
د کامرون چارواکي وايي چې د بوکوحرام ډلې په وروستیو اوونیو کې د کامرون پر پولو بریدونه زیات کړي او په دې لړ کې یې د دغه هیواد د مرستیال صدراعظم پر کور حمله کړې چې په ترڅ کې یې لږترلږه درې تنه وژل شوي دي.
د کامرون یوه چارواکي عیسي تخیروما رویټرز خبري اژانس ته وویل:«دا تاییدوم چې په کولوفته (Kolofata) ښار کې د مرستیال صدراعظم امادو علي (Amadou Ali) پر کور د بوکوحرام د وسله والو له لوري وحشیانه یرغل شوی دی. دوی له بده مرغه د ده ښځه تښتولې. دوی د سیمې د دیني مشر سیني بوکار لامیني پر استوګنځي هم برید کړی او نوموړی یې تښتولی دی. په دې پېښه کې لږترلږه درې تنه وژل شوي دي.»
په سیمه کې د کامرون د پوځ عمومي قومندان رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې مرستیال صدراعظم، چې د حملې په مهال په خپل کور کې و، د امنیتي ځواکونو له لوري څنګلوري ښار ته بېول شوی دی.
د دغه قومندان په وینا مرستیال صدراعظم د دې لپاره کور ته تللی و چې روژه د خپلې کورنۍ له غړیو سره تېره کړي.
قومندان ډګروال فیلیکس نای فورمیکونګ رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په کولوفته ښار کې حالات لا هم ترینګلي دي:«دا اوس چې له تاسو سره خبرې کوم، د بوکوحرام عناصر لا هم په کولوفته ښار کې زموږ له عسکرو سره په جګړه کې ښکېل دي.»
د کامرون چارواکي وايي چې نننۍ حمله د جمعې له ورځې راهیسي د کامرون په خاوره کې د بوکوحرام درېمه حمله ده. په تېرو نښتو کې د کامرون لږترلږه ۴ عسکر وژل شوي دي.
بوکوحرام په خپل هیواد نایجریا کې هم په لسګونو ښځې او نجونې تښتولي دي او وايي چې نجونې باید درس ونه وايي بلکې مېړونه وکړي.
عکس: د کامرون مرستیال صدراعظم