تاند- بوینګ کمپنۍ د لومړي ځل لپاره بې پېلوټه جنګي الوتکه جوړه کړه او د استرالیا په نړیوال نندارتون کې یې وښوده.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بې پېلوټه الوتکه یا د یو شمېر افغانانو په اصطلاح بونګۍ (Boeing Airpower Teaming System) نومېږي او لومړنۍ نمونه یې د استرالیا د حکومت په همکارۍ جوړه شوې ده.

دا الوتکې له عادي جنګي الوتکو سره د مرستې لپاره جوړې شوي او د دغو الوتکو ظرفیت زیاتوي.

دا بونګۍ له نورو بې پېلوټه الوتکو سره توپیر لري او تر ډېره یوې داسې عادي جنګي الوتکې ته ورته ده چې د پېلوټ لپاره کابین نه لري.

ویل شوي چې دا الوتکه به په ۲۰۲۰ م کال چمتو شي.

دا الوتکه نژدې ۱۲ متره اوږدوالی لري.

تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې په دې الوتکه کې به کومه وسله ځای پر ځای کېږي خو داسې ښکاري چې اتومات کار کوي او د جاسوسۍ، څارنې او کشف لپاره سینسرونه لري.

همداراز دا الوتکه په مصنوعي ذهانت سمبال ده چې د هغه په وسیله په اتومات او خوندي ډول عملیات کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *