د نړۍ ملکونه د تاریخ له ترخو حقیقتونو څخه څه زده کوي او عبرت اخلي.ملتونه د تاریخ د هغه وختونوتکرارنه غواړی چې هېواد يې د ستونزو سره مخامخ کړی ،دوی له دولت سره يو ځای په دې هڅه کې وي چې باثباته او آرامه ټولنه ولري.افغان سیاستمداران د خپل تاریخ ترخې او ناوړه پېښې تکرارول غواړي او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره یوبل سپکوي .خلک هم په سیاسي ډلو پورې ځانونه تړي ،د یوه ریښتیني افغان په صفت نه د خپل ځان او نه هم د خپل هېواد په مقابل کې د کوم ځانګړي مسولیت احساس کوی . دا یوه اونۍ له ټلویزیوني شبکو او خبري منابعو له لارې د ځینو سیاستمدارانو داسې خبرې اورم چې په اورېدو يې د دې هېواد هر دردېدلی انسان شاید و ځورېږي.د لته یی څو نمونې د یادولو وړ بولم:
څو ورځې مخکې د ټرمپ له خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو ختمېدل توده موضوع وه چې د افغانستان دولت هم په دې برخه کې له طالبانوسره د سولې د پروسې د دوام لپاره خپل شرطونه په ډاګه کړل .د افغانستان دولت له طالبانو وغوښتل چې ځانمرګو بريدونو او د ملکي خلکو وژنې ته د پای ټکی کېږدي.داشرط د ټولو افغانانو غوښتنه ، او په افغانستان کې د امن د راوستلو لپاره یو مهم ګام دی. د افغانستان د حکومت دغه پرېکړه د ډیرو هغه سیاستمدارانو له خوا وغندل شوه چې د سولې د پروسې په پیل کې له دولت سره همغږي نه وو. دوی پر دولت نیوکې وکړې چې دسولې پروسه باید و نه درول شي .دا د افغانستان هغه سیاسی څېرې دي چې تر پرونه له طالب سره سولي ته ژمن نه وو او له حکومت سره يې هم د سولی په پروسه کی همغږي نه لرله،خلک یی د طالب اودولت په خلاف راپارول.کله چې دولت له طالب سره د دوی د دوه مخی له امله د سولې پروسه شا ته واچوله همدغه څېرې بېرته له خپلو خبرو واوښتې ،په دولت یې نيوکې وکړې او په حقیقت کې د خلکو د هغې مهمې غوښتنې په خلاف ودرېدل چې هغه د ملکي وګړو وژنه او په ليرو پرتو سیمو کې د جګړو ختمېدل دي.
دوهمه نمونه -د افغانستان د یوه سیاسي ګوند مشر او راتلونکو ټاکنو ته کاندید ګلبدين حکمتیار د شمشاد ټلویزيون له لاری د مېرمن نغمې د پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا به دده په حکومت کې د سندرو ویلو حق ولري وویل چې ته به د جنګ په لومړي خط کې وې او جنګیږې به. د حکمتیار دغه خبرې ته خلکو ډیره ژوره پاملرنه ونه کړه او د هغو اهميت يې دا وګاڼه چې مېرمن نغمې له حکمتیار څخه پوښتنه وکړه. یو مهم ټکی د حکمتیار په دې ځواب کې دا و چی هغه او دده په څېر نور تر اوسه لا دهم دجنګ په فکر کې دي ،هغه جنګ چې په اویايمو کلونوکې يې د کابل ښار په کنډواله بدل کړ او په زرګونو بېګناه خلک يې پکې ووژل.د جګړې خبرې لا اوس هم د دوی په فکرو او کړو کې شته،قدرت ته د رسېدو لپاره هر ناروا عمل د دوی په نظر روا دی .خلک د ووژل شي،ښارونه د ړنګ شي،خلک د بې عزته شي،د خلکو په ناموس د تېری وشي خو چې دوی قدرت ته ورسېږي او يا په قدرت کې پاتې شي.په تالار کې یو رېښتينی افغان پیدا نه شو چې ورته ووایی : ولی بیا د جنګ او جګړې خبری کوی،ولی بیا دا ملت د نورو تباهیو په لور بیايی.دا خبره ډېره ښکته او پورته شوه چې مېرمن نغمی له حکمتیار نه پوښتنه وکړه خو په دې مو ډېر سر و نه خوږاوه چې حکمتیار څه ځواب ورکړ او ددې ځواب څخهيې هدف څه و؟
دریمه موضوع د آریانا د ټلویزيون له خوا د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو د دوو کاندیدانو تر منځ د مناظرې خبره وه چې د افغانستان اوسني رئيس جمهور ډاکټر محمد اشرف غني پکې ګډون ونه کړ .د ده سیال عبدالله عبدالله په دې مناظره کې چې دده په خبره په مصاحبه بدله شوه پرته له دې چې د غني په اوسنی حکومت نیوکې وکړي بل کوم څه د خلکو لپاره نه درلودل او نه یی هم دا تصمیم و چې په دې مناظره کې کوم پلان وړاندې او له خلکو سره شریک کړي.په مناظره کې د ډاکټر محمد اشرف غنی نه کډون خلکو ته ډېرې پوښتنې پیدا کړې.وروسته له دوو ورځو پته ولګېده چې د آریانو ټلوېزیون او ډاکتر عبدالله عبدالله د ټيم هدف له دې مناظرې بل څه و.د دوی هدف دا و چې ډاکټر اشرف غنی ته سپکې سپورې ووايي او ان داچې په بوټانو يې وولي.دلته هدف د خلکو سره د خپلې کړنلارې شريکول نه بلکه د ناوړه او غیر اخلاقي کړنو سرته رسول وو.دلته د یوه جګړه مار سره د نړی د یوه متفکر مناظره هدف نه و،دلته جګړه مار ته د هغه د جګړه ماری د ښکاره کولو موقع ورکول او خلکو او نړۍ ته دا رږښانه کیدل و چی زموږ سیاستمداران د قدرت لپاره څومره ټيټېدلی شي.داهم په پلان کې و چې له ډاکتر غني څخه د قرآن کريم د آیاتونو پوښتنې هم وشي.خوزه بیا وايم چې دا پوښتنې بايد له عبدالله عبدالله څخه وشي چې ده د قران کريم په آیاتونو څومره عمل کړی دی ؟د ده کړه وړه خو له پخوا څخه تراوسه پورې يوه ښه مسلمان ته نه دي ورته.د قران کريم د آیاتونو ښه ویل سړی ښه مسلمان نه کوي بلکه ښه مسلمان به هغه وي چې په نوموړو آیاتونو عمل وکړي.د دین د نامه څخه د ناوړه ګټې اخيستلو پایلې څو لسيزې پخوا تجربه شوې دي ،تکرار به يې بيا هم دا هېواد د پرمختګ له کاروان څخه راوګرزوي.
د افغانستان خلک اوس باید په دی پوه شوي وي چې زموږ ډیری سیاسي څېرې لا هم د دوی غوښتنو ته ژمن نه دي او په دې هېواد کې د سولې ،ثبات او آرامي ملاتړ نه دي.دوی دتاريخ دهغو برخو تکرار ته لېوال دي چې هېواد يې د تباهي لوري ته ورټېل وهلی دی.دلته تراوسه هم انسانان وژل کیږي،د انسانانو د له منځه وړلو او تباهي پلانونه جوړیږی. دلته سیاستمدار خپلې لوبې کوي،قدرت ته رسېدل غواړي،زورځواکی غوړي،د پرمختګ په خلاف درېږي،ملی شتمنی لوټوي،د تعلیم او پوهنې په لاره کی خنډونه جوړوي،انسانی فکرونه ګواښي،وحشت ته لمن وهي،د یوې خاورې او یوې مور بچیان د ژبې او قوم په نوم سره بیلوي او د یو او بل په خلاف یی لمسوی. دا اوس په خلکو پورې اړه لري چې دې ډول دروغجنو سياستوالو ته څه ډول ځواب ورکوي.