ویروس، باکتریا، توکسین یا زهریات، فنګس چې انتاني ناروغۍ یا زهري مواد تولیدوي، بیولوژیکي وسلې بلل کیږي. بیولوژیکي وسلې، اپیدیمي (هره هغه ساري او غیر ساري ناروغي چې د انسان روغتیا ګواښي) او مرګونه رامینځته کوي، خو د یوې سیمې د ودانیو د زیان لامل نه ګرځي.
د بیولوژیکي وسلو دا ډولونه د تروریزم لپاره کارول کیږې: لکه ـ باکتریا، انتراکس، هغه مایکرو ارګانیزم چې د یوې بلې حجرې په مینځ کې تکثر کوي لکه: محرقه، ویروس چې کچه یې له باکتریا څخه سل ځله کوچنۍ ده. فنګس چې د غله دانو دې له مینځه وړلو لپاره کاریږي. همدارنګه هغه زهر چې د حشراتو لکه مارانو او لړمانو څخه ترلاسه کیږي.
بیولوژیکي وسلې په ارزانه بیه جوړیږي او له هوا نه د مایع ذراتو په بڼه په یوه سیمه کې پاشل کیدای شي.
د ځان خوندیتوب د ساتلو یواځینۍ لاره یې دا ده چی: ماسک واغوستل شي او تنفسي سیستم ته د ذراتو او باکتریاوو د ننوتو مخنیوی وشې. کله چې بیولوژیکي وسلې پر ډي ان ای اغېره وکړي، انسان شنډوي. زیاتره وخت د اپیدیمي او مرګ لامل کیږي.
عام وګړي د بیولوژیکي وسلو له اغېزو، د عامه پوهاوي او واکیسن له لارې ژغورل کیدای شي. د بېلګې په توګه: د چیچیک اپیدیمي (ناروغۍ) د مخنیوي لپاره باید، د یوه هېواد په کچه پوره واکسین موجود وي.
دا پوهاوی د ۲۰۱۱ کال یا ۱۱/۹ تر پېښې وروسته دود شو. هغه وخت ګومان کیده چې د انتراکس مکروب خپور شوی.
بیولوژیکي وسلې د ناروغیو له خپرولو پرته، وېره او ترهه هم خپروي چې، ډيری وخت د عصبي ناروغیو لامل ګرځي. په بیولوژیکي وسلو یو ککړ کس کیدای شي چې: په یوه وخت کې له څو ناروغیو سره مخ شي. یا د یوې سیمې ډېر شمیر خلک په اپیدیمي اخته شې.
بیولوژیکي وسلې، په لومړۍ نړیواله جګړه کې، جرمني د دښمن د آسونو دې له مینځه وړلو لپاره وکارولې.
فرانسې په 1920 کال کې د بیولوژیکي وسلو پروګرام رامینځته کړ. همدارنګه نورو هېوادونو لکه: روسیې، جاپان، کاناډا او برتانیا هم دا کار وکړ. جاپان یواځینی هېواد و چی:بیولوژیکي وسلې یې په دوهمه نړیواله جګړه کې په چین کې وکارولې.
د 1972 په اپریل کې (د جینیوا تړون 1925) پر بنسټ د بیولوژیکي وسلو پر تولید او کارولو بندیز ولګیده.
القاعده هڅه کړي وه چې: د سپتمبر په یولسم 2011 کې دغه وسلې وکاروي خو ویي نکړای شول. په دی اړه، سي آی ای د ډاکتر ایمن الظواهري په کمپیوټر کې مالومات موندلي وو. ده لیکلي وو چې:
بیولوژیکي وسلې په ارزانه او اسانه توګه جوړیدلی شي او مونږ کولای شو چې: جوړې یې کړو. همدارنګه ګومان کیږي چې د القاعده په شمول نورو تروریستي شبکو لکه پي کې کې، حماس، تامیل او په کشمیر کې وسلوالو ډلو له دغسې وسلو کار اخیستی وي.
د بیولوژیکي وسلو قانوني محدویتونه دا دي چې: په کال 1989کې پر دغو وسلو بندیز د تروریزم ضد قانون کې د یوې مادې په توګه ځای کړل شو.
دبیولوژیکي وسلو جوړول په خورا اسانۍ ترسره کیږي او لګښت یې هم کم دی. آن ویل کیږي چې د مکروبونو جوړول د مستو د تومنه کولو غوندې دی. په ټوله نړۍ کې 1200ډوله بیولوژیکي وسلې موجودې دي. په بیولوژیکي وسلو کې یو هم انتراکس دی چې نږدې نوي سلنه د مرګ سبب کیږي. چیچیک یا سمال پاکس هم یو ساري مکروب دی چې: دېرش سلنه مرګونه یې د واکسین په ذریعه کنترول کیدای شي.
د بیولوژیکي او کیمیاوي وسلو توپير په تېره مقاله کې موندلی شئ.
The year is not 2011.it is a mistake the year above must be 2001 . Thanks
Negeen