تاند- بي بي سي وايي، د افغان ازبیکانو (ازبکانو) لپاره په ازبیکي ژبه تلویزیوني خپرونه پیلوي.

ټاکل شوې ده چې د بي بي سي دا خبري خپرونه یا خبري بولیټن د راتلونکي سپټمبر له څلورمې په اوونۍ کې پنځه ورځې له ارزو تلویزیون څخه خپور شي.

د ارزو تلویزیون، چې د بلخ په زورواک والي پورې تړاو لري، مرکزي دفتر په مزارشریف ښار کې دی.

بي بي سي وايي، د افغان ازبیکانو لپاره به دا خبري سرویس ۱۰ دقیقې وي او د ماښام له ۶ بجو تر ۶ بجو او ۱۰ دقیقو پورې به دوام کوي.

بي بي سي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره لومړنۍ تلویزیوني خپرونې په پښتو ژبه له شمشاد تلویزیون څخه پیل کړي دي.

د بي بي سي فارسي خپرونه، چې د ایرانیانو له لوري چمتو کېږي، د افغانستان په ۱ چاینل کې خپرېږي.

ازبیکي له پښتو او دري وروسته د افغانستان درېمه لویه ژبه ده او اکثره ویونکي یې په شمالي ولایتونو لکه جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، کندوز، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې اوسي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ازبیکي او نورې ژبې د پښتو او دري ترڅنګ په هغو ولایتونو کې رسمي حیثیت لري چې د دغو ژبو ویونکي اوسي.

One thought on “بي بي سي د افغان ازبیکانو لپاره تلویزیوني خپرونه پیلوي”
  1. موږ چا زهرجن كړي يو؟
    ټولې بهرنۍ راډيوګانې٬ تلويزيونونه٬ لكه بي بي سي٬ امريكا غږ٬ ازادۍ راډيو٬ ايران٬ پاكستان٬ چين٬ عربي٬ تركي٬ روسي، انګريزي او د شروپسادي اشراور، لکه د دوستم ،مزاري، رباني، عطا، سیاپ، محسني، کرزي او مجددي رسنۍ او د دوی فېس بوك٬ توېتر او برېښنايي پاڼې افغانانو ته زهر يا سياسي كلتوري او مزهبي پوډر او ترياك (سکمپات) شني او زموږ خلك زهرجن يا سياسي كلتوري او مزهبي بې سده (سکمبس) او ساککو كوي او ستاسو لپاره همدغسې سکمپات خپروي چې هم مو وخت ووژني، هم مو وپاروي او هم مو یا سکمبس او ساککو کړي
    یا مو هم لارورکي
    او
    یا مو سبوګپ، سبوچم، جفف او یرغلګرو ته موریدان کړي
    تر څو دوی خپلې استخباراتي پروژي په ځانګړې توګه نلپل د جفف او سبوګپ په مټو په اسانۍ سره زموږ د ژوند، خاورې، شتمنیو او وينې په بيه او د خپلو هېوادنو د مالياتو او وسلو په مټ پر مخ بوزي۔
    د دې زهر شنونكو ستنو او وايرسو څخه خپل ځان٬ كورنۍ٬ ملګري او خپل نسل وژغورئ۔
    مه ورته غوږ نېسئ٬ مه يې پاڼې خوښئ او مه يې هم خپروئ︕
    خپلو كې سره جرګه كيږو︕
    د افغان ژغورنې په لور︕

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *