ځوانان په افغاني ټولنه کې شکایت لري چې غږ یې نه اورېدل کېږي، بي بي سي همدې تشې ته په پام سره وپتېیله چې د فکر لارې بحثونه پيل کړي (پسرلی)

کابل ( معروف) بي بي سي په افغانستان کې دننه او دباندې له ځوانانو سره د بحثونو ځانګړې لړۍ پيل کړې چې د ژوند په بیلا بیلو برخو کې د هغوی نظر اخلي.

دا تلویزیوني بحثونه په لندن او کابل کې ثبتیږي. په افغانستان کې د شمشاد تلویزیون له لارې د هرې میلادي میاشتې په لومړنۍ جمعه د ماښام په شپږ بجې او ۳۰ دقيقې خپريږي. په دې پروګرامونه کې تر ډیره له هغوځوانانو سره پر بیلا بیلو موضوعاتو خبرې کېږي چې د دوی له مسلک او کار سره تړاو لري. صدیقه، چې له لرې ځآیه  په دغه خپرونه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلې، وايي: (( په دې خپرونه کې کولای شم، چې پرته له هر ډول سانسوره خپل نظر ووایم.))  نوموړې وايي، ځوانانو په رسنیو کې لږ وخت ورکول کیږي، نو ځکه ځوانان کولای شي، خپلې ستونزې په دغه ډول خپرونو کې په ډاګه کړي.

عبدالرحمان منګل، چې د فکرلارې د خپرونې یو بل ګډنوال دی، وايي په ډیرو رسنیو کې یواځې د پاخه عمر خلکو ته وخت ورکول کیږي نو ځکه د ده په باور دغه ډول خپرونې له نورو تو پیر لري او تر ډیره ځوانان پکې د خپل خوښې وړ ستونزې ویلای شي.  د دې خپرونې چلوونکی ایمل پسرلی وايي، دوی هم تر ډیره هڅه کوي، چې په دغه خپرونه کې ځوانانو ته ډیرهونډه ورکړي.

(( ځوانان په افغاني ټولنه کې شکایت لري چې غږ یې نه اورېدل کېږي، دوی وايي د ټولو وګړو مطلق اکثریت جوړوي خو دودویزه ټولنه او ان  سیاسي مشرتابه ورته پام نه دی کړي. بي بي سي همدې تشې ته په پام سره وپتېیله چې د فکر لارې بحثونه پيل کړي. ))

ښاغلی پسرلی وايي، د فکر لارې بحثونه لویدیځ مېشتي او په افغانستان کې دننه ځوانان غږوي، دغه راز د خواله په رسنیو، فیسبوک او ټیوټر کې هم د ځوانانو نظر را اخلي او غواړي چې د دوی نظر او فکر منعکسه کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *