د ولسمشر میرمن بي بي ګل غني وایي، افغانان د ثبات هیله من دي خو په هره بیه سوله هم نه غواړي.
نوموړې د یکشنبې په ورځ کابل کې د سولې اړوند یوې غونډې ته وویل، د اوسني نظام ساتنه، اساسي قانون او د ښځو حقونه د افغانانو لپاره سرې کرښې دي مګر هغه سوله چې دایمي ثبات ورسره ملګری نه وي او د جګړې بل پیل ته لار خلاصوي، افغانان یې نه غواړي.
بي بي ګل غني یادې غونډې ته چې یو شمېر ځوانانو رابللې وه، زیاته کړې چې د افغانستان نوی نسل او ځوانان هیڅکله نه غواړي افغانستان بیرته خپل تریخ ماضي ته ورستون شي.
بي بي ګل غني سوله د بشر لپاره یوه حیاتي اړتیا وبلله خو زیاته یې کړه اساسي قانون د اوسني نظام د بقا او د خلکو د حقونو د خوندیتوب یوازنۍ مرجع او د افغانانو سره کرښه ده.
تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او اجراییه رییس هم خپلو جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې سوله باید طالبانو ته د نظام د تسلیم په معنا نه وي نه هم پر اساسي قانون او نورو اتلس کلنو ارزښتونو معامله اوسي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ویل شوي وو چې خلیلزاد طالبانو سره خبرو کې د مؤلت حکومت موضوع مطرح کړې ده، خو طالب مشرانو بیا خبرو کې بار ـ بار ویلي چې دوی د اوسني نظام پر ځای د دوی په وینا اسلامي نظام غواړي.
طالب مشرانو عباس ستانکزي او امیر خان متقي څه موده وړاندې ویلي وو د اوسني نظام بنسټونه بهرنیو اشغالګرو ایښي او د دوی په راتګ سره به دا هر څه له منځه ولاړ شي.