څو اوونۍ مخکې مو په پوهنتون کې یو افغان محصل د یوې جزئې پیښې له پېښیدو وروسته د څو تنه پاکستانې محصلینو له لورې په چاقوانو له وهلو وروسته سخت ټپې شو ، له ټپي کیدو وروسته خپل یو تن ټولګیوال تر روغتونه ورسوه ، رنځپوهانو پریکړه وکړه چې د یاد محصل یوه ګرده چې د سختو ټپونو په پایله کې زیانمنه شوې وه باید وویستل شي .
دوه اوونۍ په روغتون کې تر درملنې لاندي وو . د پوهنتون چارواکو د ټپې افغان محصل د پام وړ پاملرنه ونه کړه ، سر به مو څه درخوږوم د افغان محصلینو د اتحادیې رئیس د خپلو منډو او هلو ځلو په ترڅ کې په اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت ور ټک ټک کړ ، د ښاغلې سفیر جانان موسی زی سره یې یاده موضوع شریکه کړه تر څو د سفارت له لارې دې ستونزې ته د حل لار ومومي .
ښاغلې سفیر ومنله او د پوهنتون له رئیس سره یې اړیکه ونیوله ،د پوهنتون رئیس د سفیر صیب سره د ملاقات لپاره وخت وټاکه ، د وخت په را رسیدو د پوهنتون رئیس سفیر ته ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل : زه بوخت یم کار راپیښ شوی نشم کولاي چې سره وګورو له مخکې پلان شوې ملاقات یې لغوه کړ ، د سفارت له لارې هم د پوهنتون چارواکو د افغان محصلینو غږ وا نه ورید. بلکې د ښاغلې سفیر سره په کړې ژمنه یې هم پښې کیښودي ، ډیپلوماتیک ، اخلاقې او انسانې ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل پداسې حال کې چې د نورو هیوادونو د سفارت له عادي کارکوونکو سره د پوهنتون رئیس په ساعتونو ملاقاتونه کوي .
دا خو له هېواده بهر د افغانانو سره د ناوړه چلند یوه کوچنۍ بیلګه ده ، هېواد مو له داسې ستونزو او حالاتو سره لاس او ګریوان دي چې هر سړی او هر هېواد په سرو سترګو په خلاص مټ په خوږ ټاتوبي کې لاسوهنې کوي ، زمونږ د هېواد سره هر ډول نادودي روانې دي په دې نادودو کې بهرنې او داخلې کړۍ او عناصر ککړ دي د بیلګې پر ډول لاندي یې یو څو په ګوته شوي دي:
د ورې میاشتې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د ټاکنو د پایلو له اعلان مخکې د بهرنیو هېوادونو ورځياڼو او تلویزونونو د یو مشخص نوماند په ګټه پریمانه تبلیغات وکړل مخکې لدې چې د ټاکنوکمیسیون د ټاکنو رسمې پایلي اعلان کړي یوې بهرنۍ ورځپاڼې ډاکټر عبدالله د افغانستان ولسمشر اعلان کړ، او زیانه کړې یې وه چې ډاکټر عبدالله پنځه شپیته سلنه رایې خپلې کړي ، کوم چې د یو باندینې هېواد له لورې د افغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنه ده.
له بل لورې پدې وروستیو کې د ایران د اخوندې رژیم له لورې یو ځل بیا د بې ګناه افغانانو د اعدام لړۍ پیل شویده ، دا اخوندې رژیم تقریبا هره ورځ افغانانو ته یو شمیر تابوتونه ډالۍ کوي . تازه راپورونه وایې چې سپاه پاسداران ایران عام افغانان د سوریې جګړې ته استخداموي تر څو د بشارالاسد په ننګه د شام د جنګیالیو په ضد وجنګیږي . زمونږ بې کفایته چارواکو لا تر دا مهاله پرې غوږ هم نه دی ګرولي .
ځمکنۍ بشپړتیا مو خوندي نه ده هره ورځ مو د هېواد پولي د یرغل لاندې راځي ، نورو ګاونډیو هیوادونو لا پخوا یرغلونه پیل کړي ول ، په دې وروستیو کې هغه غلام هیوادونه چې د افغانانو د بې شمیره قربانیو په بدل کې یې خپلواکې او ازادې واخیسته نن د هماغه غیرتي هیواد په حریم یرغلونه کوي ژوندۍ بېلګه یې د ترکمنستان د سرحدي ځواکونو یرغل دي چې د راپورونو له مخې پنځوس کیلومتره دننه د افغانستان خاوره کې یې پوله جوړه کړي ، د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو سره یاده ستونزه شریکه کړيده ، د بادغیس والی احمد الله علیزي هم یاده پېښه تایید کړی او ویلې یې دی چې د باندینیو چارو وزارت یې له ستونزی خبر کړې دي .
له بل لورې د جوزجان د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکې خبر ورکوي چې د ګاوندې هېواد سرحدي ځواکونه یې رمې او مالونه غلا کوي او یا یې هم ترې په زور وړي ، د مالونو څرځایونه یې هم قبضه کړي او دوی نه پرېږدي چې مالونه یې وڅري .
د جمهورې ریاست څوکۍ ته د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د تجزیې غوښتونکې دی ژوندۍ بېلګه یې د انګلستان د سنا مجلس د رئیس څخه یې وروستۍ غوښتنه وه چې تری یې غوښتی وو افغانستان باید وویشل شي ، دا هغه خاین دی چې موده وړاندی یې ویلي وو د ایران ګټې ورته د افغانستان له ګټو اولیت او ارجحیت لري .
د جهاد ټیکدار او د شمالی ټلوالې تر ټولو ستر لنډغر د بلخ والی عطا محمد هره ورځ د ټاکنو خپلواک او د شکایتونو د اورېدو کمیسیونونو ته ګوتڅنډنې کوي ، کارکوونکې یې تهدیدوي ،ان د ولسمشر امر نه منی او ځانته پاچاهې یې جوړه کړي. په ډاګیزه توګه د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنې کوي د یو مشخص نوماند په ګټه کمپاین کوی د هغه په ګټه پریمانه درغلۍ کوي. پردی پال عطا په بلخ کې یو ځانته سلطنت جوړ کړې چیرته چې نه د جمهوررییس او نه هم د نورو لوړ پوړو دولتې چارواکو اوامر منل کیږي او نه یې فرمانونه پلي کیږي ، یو شمیر څلور لاري ، سړکونه او چوکونه یې د ایرانې ډیپلوماتانو په کثیفو نومونو نومولي دي.
دغه لنډغر په تازه څرګندونو کې ویلي که د ټاکنو کمیسیون د خلکو رایو ته احترام ونه کړی او شفافیت رامنځ ته نه کړی (چې اشاره یې د عبدالله حتمې کامیابیدو ته وه) نو خپل ولایت به د مرکزې دولت له ولکې نه وباسي .
د نا اهله او پردي پالو چارواکو له برکته افغانستان خپل نړیوال مقام او ارزښت له لاسه ورکړی دی ، د نشه یې توکو په تولید ، ادارې فساد ، بدې حکومتدارۍ کې په لومړې قطار کې ځای لری.
افغانانو ! یو طلایې چانس په مخکې لرئ که غواړئ چې ځان او ګران هیواد له روانو بحرانونو وباسئ او په نړیواله کچه بایلل شوی خپل ځای او مقام وګټئ ، او غواړئ چې د نړۍ د نورو قومونو او ملتونو په څیر پرمختللی هیواد او مساویانه حقوق ولرئ نو په دوهم پړاو ټاکنو کې داسې نوماند ته رایه ورکړئ چې د افغانستان ګټو ته وفادار او په هېواد میین شخصیت وی ، داسې کس ته چې کلونه کلونه ادارې او کارې تجربه لری ، هغه نوماند وټاکئ چې نورو هېوادو ته پالیسی او تګلارې جوړوي ، څوک چې په دی هنر پوهیږي چې څرنګه یو ناکام دولت له سره ورغوی ، او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړ کړی ، یو منظم او منسجم میکانیزم له لارې وکولای شي دې ټولو نادودو ته د پای ټګی کیږدي د یو نوی افغانستان بنسټ کیږدی او د سیالانو سیال مو کړي ، چې دا زرین چانس له لاسه ورنکړئ کنې داسې حالاتو سره به مخ شئ چې د نویېمې لسیزې یادونه به مو هېر شي