Butterscotch
یو ډول سخته شیریني یا خواږه دي چې له نصواري بورې، کوچو یا د جوارو له شربت سره په اوبو کې له وېشېدو جوړیږي. ځینې خلک فکر کوي چې د دې خوږو د جوړېدو سرچینه له سکاټلنډ څخه پیل شوې او ځکه ورته بټر سکاچ نوم اخلي. په انګرېزۍ کې سکاچ سکاټلنډي ته وایي. ډېر خلک بتر سکاچ او کره مېل (caramel) نومونه د یو بل د مترادفې کلیمې په توګه کاروي خو د دواړو ترمنځ توپیر په بټر سکاچ کې د شیدو نشتوالی ده.
کلک بټر سکاچ نیمه روڼ وي. د بټر سکاچ چپس د چاکلیټ چپس ته ورته والی لري او په هغو خوږو خوړو کې کاریږي چې له غرمنۍ یا ماښامنۍ وروسته خوړل کیږي لکه فیریني او داسې نور. نصواري بوره او کوچ پ�� پوډینګ (puddings)، ایسینګ (icings)، فجېس میټایي (fudges) او هر ډول ساس کې اساسي جز ده.