هادي حیران –

په ۲۰۱۵م کال کې ما د دوو ادبپالو دوستانو سره پرېکړه وکړه چې پښتو کې لنډې کیسې ته د ودې ورکولو لپاره یوه مسابقه اعلان کړو. پرېکړه دا وه چې د کوم لیکوال لنډه کیسه ګټونکې شي هغه ته به ۶۰۰ ډالر جایزه ورکول کېږي. اعلان په www.hadihairan.net او د فیسبوک او ټویټر له لارې شوی و.

دې مسابقې ته یو شمېر پښتو لیکوالانو خپلې نوې او ناچاپ لنډې کیسې رالېږلې وې چې لومړی انګلیسي ته وژباړل شوې او بیا دواړو ژبو (پښتو او انګلیسي) کې په ډېر دقت وارزول شوې. دې کار، د هر نوي کار په څېر یو څه طوالت هم وکړ، خو بالاخر د ښاغلي اسیر کنډیباغي لنډه کیسه “بچه دارې شنډې” ګټونکې شوه او د ۱۳۹۵ په لومړۍ ورځ کال خبر ورکړل شو.

مونږ غواړو چې دې سلسلې ته ادامه ورکړو تر څو نوي او زاړه لیکوالان معیاري ادب تخلیقولو ته وهڅول شي او په دې میدان کې د سیالۍ کولتور ته وده ورکړل شي. هر څوک کولی شي چې د ټول کال په اوږدو کې خپلې نوې، ناچاپ کیسې دې مسابقې ته راواستوي. په هر نوروز به یوې لنډې کیسې ته جایزه ورکول کېږي. مسابقې نه د www.hadihairan.net او https://www.facebook.com/hadi.hairan له لارې ځان باخبر ساتلی شئ. ددې مسابقې لومړنۍ جایزه وړونکې لنډه کیسه لاندې لوستلی شئ.

بچه دارې شنډې

لیکوال: اسیر کنډیباغی

له دوه میاشتو راسې سینګاپور کې یو کورس وایم. رسنۍ نه تعقیبوم او وطن ته له زنګ وهلو ډډه کوم؛ په دې لنډه موده کې مې د ارام او سکون څه نشه يي غوندې خوند اخیستی چې د غم، درد او بدبختیو له خبرونو ډارېږم. خو پرون مې زنګ وواهه. مور مې سملاسي د غم خبر راکړ، ویل د جمال او کمال مړي یې له ترکیې راوړي دي. ویل تنکي تنکي د ګل په څېر ځوانان له پېژندلو وتلي وو. “کوم جمال او کمال؟” ویل د سالار قوماندان د شنډې ښځې ځامن. څو نورو کلیوالو سره اروپا ته په لاره وو، ترکیه کې یې کښتۍ ډوبه شوې که قاچاقبرو وژلي، خبره سمه نه وه معلومه. د څو تنو مړي لا ورک وو. مور مې د ترکیې “کافر” ډېر وکنځل. ما ویل وه ساده مورې، د مسلمان له لاسه په مسلمان ده. کافر خو یې نازوي ځکه ورروان دي. مور ساده ګۍ مې بیا هم په دې ګومان وه چې ترکیه کې به کافر وي ځکه یې تنکي هلکان په دومره بې رحمۍ وژلي. ما ویل په خپل وطن کې مسلمان له مسلمان سره څه کا چې ته یې د ترکیې په غم کې یې. د ګل په څېر تنکي تنکي ځوانان چې د مسلمان په بمونو سکاره کېږي هغه څنګه؟

وروسته مې یو بل ټکي ته فکر شو. مور مې ویل “د سالار قوماندان د شنډې ښځې ځامن.” په دغې ښځې مې زړه درد وکړ. ځامن یې لرل خو د کلي خلکو ورته شنډه ویله. ولې؟ هغه کله چې د قوماندان سالار ښځه وه اولاد یې نه و. سالار درې ځل واده کړی و. لومړۍ ښځه یې “شنډه” وه او په دغې “ګناه” یې په وهلو ټکولو وژلې وه. بیا یې بله ښځه وکړه، هغه هم شنډه وختله. هغه یې د وهلو په ځای په زیارتونو وګرځوله، تعویذونه یې ورله وکړل، ډاکټرانو له یې بوتله، خو اولاد یې ونشو. ټولو به ورته ویل چې الله شنډه کړې بل څوک یې نشي مور کولی.

قوماندان سالار بیا درېمه ښځه وکړه. هغه هم “شنډه” وه. تر دغه وخته یې د اولاد ارمان په غیرت بدل شوی و. د وطن خلک خو تاسو ته معلوم دي. هر څوک په هر چا کې کار لري. ماما یې ورته ویل: “وارث دې باید پیدا شي، په درویشتمه ښځه دې ولې نه وي. که درې شنډې دي، شل نورې به شنډې نه وي.” تربور یې ورته ویل: “میرات شوې، بدبخته.” ملا صیب ورته ویل: “د اسلام مقدس دین درته څلور روا کړي.” ډاکټر صیب ورته کله له هندوستانه، کله له پاکستانه او کله له نورو هیوادونو دوایانې راغوښتلې چې دواړو ښځو ته یې د معدې تکلیفونه پیدا کړي وو.

دا د هغو وختونو کیسه ده چې مونږ به “ړ” د کیبورډ د درې بټنو په وهلو ټایپوله او په انټرنېټي پاڼو یا بل کمپیوټر کې به بیا هم ترې څلورګوټې خانه جوړېدله. د قوماندان سالار ښځې د “شنډو ګنانګارو” په نامه یادېدلې او په هر کور کې د خبرو موضوع وې. رقم رقم کیسې به جوړېدلې چې له یوې خولې به بلې ته په تېزۍ رسېدلې او چې له هغې به بلې ته تللې نو له مخکې به ډېرې اوږدې وې. کرار کرار د کلي کوڅې د ټولو ناکامیو ګناه د قوماندان سالار د ښځو غاړې ته تلله. هره بدبختي چې به راغله، ډېرو به ویل: “چیرته چې په یو کور کې درې شنډې وي، هلته به نور کارونه څه جوړ شي.” د ګناه یوه برخه د قوماندان سالار هغې ښځې ته هم رسېدله کومه چې کلونه مخکې مړه وه. غریبه دې نړۍ نه په تللو هم د شنډتوب له پېغوره نه خلاصېدله.

قوماندان سالار بیا د څلورمې ښځې پرېکړه وکړه. ملا صیب ورسره د یوې درنې صدقې په بدل کې د استخارې نیولو ژمنه کړې وه. ویل یوه میاشت استخاره کوم او ضمانت درکوم چې کومه ښځه دې وکړه کال په کال به ځوي راوړي. قوماندان سالار لپاره دا اوس د عزت او غیرت خبره جوړه شوې وه چې کال په کال یې ځوي وشي؛ ملا صیب د صدقې تر څنګ د پېغمبر د امت د زیاتولو د ثواب په تمه هم و.

ایا دا کېدی شي چې داسې خبره وي او خبرې نه وي؟ نشي کېدلی. قوماندان سالار څلورمې ښځې ته چمتووالی نیولی و، دواړه “شنډې” ښځې یې د نوې بنې په لټون وې، ملا صیب استخارې نیولې او مونږ له مشره تر کشره، له ملکه تر هلکه، له زړې ابۍ تر واده کېدونکې جلۍ، ټول د نظر خاوندان جوړ شوي وو، له هیڅ ډول نظر ورکولو مو ډډه نه کوله. د هر چا تلوسه وه چې کومه جلۍ یا ښځه به د قوماندان سالار څلورمه ښځه جوړېږي. تمامې ناواده پېغلې د هغه د څلورمې ښځې جوړېدو نه په ډار کې وې، لمونځونه به یې کول او روژې به یې نیولې چې خدای یې له دې عذابه وژغوري. ډېرې په دې فکر وې چې که شنډې نه وي خو د شنډو کور ته په ورتګ به شنډې شي. او بل دا چې کومه ښځه غواړي چې د دوو شنډو زوړ خاوند ته په نکاح شي؟

خو پرېکړه د ناواده پېغلو په لاس کې نه وه، پرېکړه یې د پلرونو، ورونو یا کاکاګانو ماماګانو په لاس کې وه او د هغوی غم قوماندان سالار کړی و. هغه ورته په تېرو خپلو او پردو جهادونو کې ترلاسه کړې او غصب کړې ډېرې ځمکې خرڅې کړې وې او پوهېدو چې د هر چا په لور یې لاس کېښود دومره پیسو ته نشي ټینګېدلای. لا به یې دا هم په جار ویل چې سر وي خولۍ ډېرې. د کلي ګاونډ خلکو په بې صبرۍ انتظار کاوه چې څه به کېږي. خو هغه وشول چې د هیچا تمه نه وه. یوه ورځ ناڅاپي خبر راغی چې قوماندان سالار په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی. زه هغو ورځو کې پېښور کې وم، یوه ورځپاڼه کې مې دا لنډ خبر ولوست: “پخوانی جهادي قوماندان سالار په یوه بمي چاودنه کې مړ شو. جهادي قوماندانانو او علماء دین د هغه جهادي خدمتونه ستایلي او ویلي یې دي چې جنت الفردوس ته لاړ.”

نور چې هر څنګه و خو غریب د بچو په ارمان جنت الفردوس ته لاړ. فاتحې ته مې له پېښوره ځان ورورساوه. ملا صیب په فاتحه کې اوږد تقریر وکړ، د قوماندان سالار جهاد او خدمتونه یې یاد کړل او وې ویل چې اوس به د اویا حُورو په منځ کې ناست وي. غلي شان مې ورته وویل چې ښه به یې د بچو ارمان ووځي، اویا حُورو کې چې نیمې شنډې وي او نیمې هر کال بچي راوړي نو د کال پنځه دېرش بچي شول. که یو څو پکې غبرګوني راوړي بیا خو به له شماره ووځي. دا خبره مې نه وه لکه د تندر ګوزار و، خپل سر مې په خطر کې واچاوه. ټول رابرګ شول، ملا صیب وویل: “احمقه، حُورې بچي نه راوړي. حُورو نه به خوندونه اخلې.” ما ویل قوماندان سالار د بچو له غمه مړ و، ته په خوندونو پسې ګرځې. ریښتیا وايي چې هر څوک په هغه څه پسې ګرځي چې نه یې لري. د ملا صیب خپله یو لښکر بچي دي چې تر پاکستان او عربستانه په مدرسو خواره دي، هغه د قوماندان سالار په درد څه پوهېده. موړ د اوږي په حال څه خبر!

کال یو نیم کال وروسته د قوماندان سالار دواړه “شنډې” ښځې د هغه کشر ورور ځان ته په نکاح کړې. هغه له خپلې ښځې بچي لرل نو د بچو ارمان یې نه و، ولې د مشر ورور “عزت” یې له کوره ایستل نه غوښتل نو خپله یې ورسره واده وکړ. بیا یو ډېر د تعجب کار وشو. بل کال د قوماندان سالار دواړو “شنډو” ښځو بچي راوړل. او له هغې وروسته هر کال د دواړو یو بل ته نږدې بچي کېدل، لکه سیالي چې یې وي.

په دې منځ کې ډېر کلونه تېر شول؛ اوس ټولو ته معلومه شوې چې د قوماندان سالار ښځې شنډې نه وې، هغه خپله شنډ و. دواړو ښځو یې ښه ډېر بچي لرل، دومره ډېر چې جمال او کمال پکې د اروپا د خوني لارو نصیب هم شول. اوس په وطن کې ډېر خلک لیپټاپونه لري او زما په څېر د موسسو “فعالان” دادی لنډې کیسې په موبایل کې لیکي. خو د قوماندان سالار ښځې اوس هم “شنډې ګنانګارې” یادېږي، او ملا صیب چې کومې “شنډې” ښځې له دعا تعویذ کوي نو په ډاډه زړه ورته وايي چې د قوماندان سالار د شنډو ښځو بچه دار کېدل د هغه د دعا او تعویذ “معجزه” وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *