د سرو واینو د ګیلاس نری بیخ یې په ګوتو کې تاواوه راتاواوه. لږ شراب ترې وڅڅیدل. ګارسونه په منډه راغله دستمال یې پر میز تیر کړ.

پر سړي سر وزنګیده، سترګې یې لکه خوبولی ورو پرانیستې او ګارسونې ته یې اشاره وکړه چې نور شراب ورته راوړي. هغه په بیړه روانه شوه. ده له شا پسې وکتل او بیا یې په پټو سترګو ګیلاس پر سر واړاوه.

پر میز د شرابو د ډک ګیلاس د ایښودو له ټک سره سړي ټکان وخوړ. ګارسونې

ورو د سړي له لاسه تش ګیلاس راکش کړ خو سړي د ګارسونې لاس ټینګ ونیو. دې ورته وویل:

– هیله کوم لاس مې پریږده

– ته ته ته…ایوا ته ورته یې…زما ملګرې ته خو…

ګارسونه وموسیده. سړي ورته وویل:

– ایوا لاړه…له له له ما بیله شوه

– چې ته داسې نشه کوې نو د خلکو ژوند درسره سخته دی

– تا زه وبښل وبښل وبښلم

– هو

– چې چې تا وبښل لم ایوا به مې هم وبښ وبښ وبښي

ښځې لاس کش کړ. ده یې لاس ورټنګ کړ، هغې غالمغال وکړ. د بار له شا د رستورانت څښتن راغی. سړی یې له مټه ونیو او پورته یې کړ. ده جیب ته لاس کړ پیسې یې د ګارسونې لور ته واچولې او روان شو. که یې د رستورانت په منځ کې د لرګیو ستن نه وای تکیه کړې پرتلی به و خو بیرته یې مخ راواړاه:

– اې تا وبښل لم اې……هو هو هو ووایه چې ایوا ته ځم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *