ژباړه: حمیدالله حمیدي
بښنه ذهني ارامتیا ته د رسېدو تر ټولو اسانه او ښه لاره ده. موږ په دې دلیل چې چا ښکنځلي یو او یا یې زموږ په اړه بدې خبرې کړې او زیان یې را رسولی، په زړه کې ورسره حسادت او کینه ساتو. ګیلې او مانې کوو؛ فلاني کس داسې راسره وکړل، بستاني کس داسې… خو پایله یې موږ ته یوازې او یوازې بې خوبي، د معدې زخم او د وینې فشار زیاتوالی دی او بس. توهین او یا ښکنځل ښايي یو ځل ترسره شي خو موږ یې په یادولو سره بیا بیا د ځان لپاره تکراروو چې تاسو باید ډېر زر دغه عادت پرېږدئ. ژوند تر دې ډېر لنډ دی چې تاسو په کې د نورو د بازۍ الې وګرځئ. بښنه وکړئ او هېر یې کړئ، یوازې بښنه کولای شي ذهني ارامتیا در په برخه کړي.
له نورو څخه د ستاینې تمه مه کوئ
نړۍ له ګڼو ځان غوښتونکو کسانو ډګه ده؛ په بې ساري ډول به په کې کوم کس پیدا شي چې بې له کومې تمې ستاسو ستاینه وکړي. هغه ښايي نن ستاسو ستاینه وکړي؛ ځکه تاسو په قدرت کې یاست، همدا چې خپل موقف مو له لاسه ورکړ، ستاسو بریا هېروي او په دې پسې ګرځي چې څنګه وکولای شي په تاسو کې منفي ټکي پیدا کړي او په ویلو سره یې تاسو ته ذهني نا ارامي درکړي.