تاند: د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان هیواد غوښتې چې پاکستان دې دلته د میشتو پښتنو له ځپلو لاس واخلي
دغه سازمان وایي پاکستان دې زر تر زره په دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي. د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکي اقدامات باید پای ته ورسوي.
نوموړی همدا راز وایي پاکستان دې د پښتون ژغورني غورځنګ له ځپلو لاس واخلې او ددې ډلې ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې کړي
یاد سازمان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې له ډیرې مودي مخکې ددې غورځنک مخکښ غړي د پاکستان په زندانونو کې شپي او ورځې تیروي او ددې ډلې ډیری غړي د پاکستان د پوځ له لورې ووژل شول
دغه غورځنګ چې له څه مودي مخکې په پاکستان کې د شته پښتنو د حقونو لپاره د منظور پښتین په مشرۍ رامنځته شوو خو ددې غورځنګ پروړاندې دپاکستان ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو لا سخت شوی دی.
پاکستان تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان ددې خبرداري په اړه څه ندې ویلې.