په وروستیو کې په ننګرهار کې یوه زورواک یوه نجلۍ په دې خاطر چې ګواکي باکره نه ده د خپل پلار کور ته ولېږله او د هغې خور یې په زور راوسته.

د یوه لوستونکي پوښتنې ته د ډاکتر سباوون په ځواب کې د باکره توب موضوع تشریح شوې ده.

———————————–

سلامونه او نیکی هیلی ډاکټر صاحب صباوون او د تاند ټولو کار کوونکو ته وایم

زما نوم جان دی او له هرات څخه درته ایمیل کوم زما د ډاکټر صاحب سباوؤن نه یو دوه پوښتنی دی ګرانه ډاکټر صاحب زما د واده یو څو شپی کیږی او د مقاربت په وخت کی وینه را نغله چی د جینی بکارت ثابت شی بیا ما تا چا وویل چی که چیری د هلک د تناسلې آلی قطر کم یعنی نری وی او یه هم ښځه ښه صحت مند او چاغ اندام ولری نو کیدای شی چی وینه را نه شی آیه دا رښتیا دی او یا د مقاربت نه پس پرده جو‌‌‌ړه پاتی کیدای شی. بله پوښتنه دا چی د انزال کیدو نه پس که د یو څو دقیقو لپاره تناسلی آله په داخل کی پاتی شی د دی لپاره چی اوبه بیرتا را و نه وځی څه نقصان خو با نه کوی. ډاکټر صاحب که دا پوښتنی مو را ته زر جواب کړی ډیره مننه به مو وی زه ډیر په تشویش کی یم هڅی نه چی کوم غلط قدم رانه پورته شی.

ستاسو د جواب په تما او هیله

جان د هرات څخه

ځواب قدرمنه جانه وروره له دویمې پوښتنې به درته ځواب درکړم له انزاله وروسته که د تناسلي اله په مهبل کې پاتې شي هیڅ فرق نه کوي خو یوازې د اوبو د پاتې کیدا لپاره که تناسلي اله هلته پریږدې څه خاصه ګټه نه لري اوبه که لږ بهر ته رواځي هم نو تاوان نه لري د سپرم دالقاح لپاره په میلیونونو سپرمونو کې یوازې یو پکار دی او که کومه بله ستونزه نه وي دغه یو سپرم ځان هګۍ ته رسولی شي .

د بکارت په هکله به په تفصیل درته درته ولیکم هیله ده پوښتنه دې ځواب شي :

د بکارت پرده چې په لاتیني ژبه کې ېې Hymen بولي د یونانیانو او د پخوانیورومیانو په فرهنګ کې د واده په نامه د یوې الهې له نومه اخیستل شوی دی خو زموږ په فرهنګ کې د یوې پیغلې د باکره پاتې کیدا نښه ده. زه دلته نه غواړم د دې مسلې فرهنګي او مذهبي اړخونه بیان کړم خو د قدرمن ورور پوښتنه په دې ډول ده چې باید په یو ډول هغه هم ځواب شي په ټوله نړۍ او ګڼو تمدنونو کې دې ته مسلې د عفت او پاکۍ په سترګه ګوري او د ټول عمر اعتبار او حیثیت ورسره تړلی وي.

د بکارت پرده د رګونو درلودونکې پرده ده چې د مهبل یا وجینا له خولې لږ دننه خواته پرته ده په دې ډول چې مهبل ته د نارینه دتناسلي آلې یا بل هر شي په ننوتو سره شلیږي او که روغه وي د یوې پيغلې د باکره والي نښه ګڼل کیږي خو دغه خبره باید هیره نه کړو چې د دې چارې تشخیص یوازې ډاکټر په جنیټیکې معاینې سره کولای شي .

د بکارت پرده یوه بشپړه پرده نه ده بلکې په منځ کې یو سوری لري چې د میاشتني عادت وینه له هغه ځایه بهر ته ووځي دلته دغه خبره هم باید وکړو چې کله د دې پردې له شکیدلو پرته هم ممکنه ده یوه نجلۍ حامله شي او هغه په دې ډول چې که مني د مهبل په خولې کې تویې شي او سپرم له دې چې حرکت لري نو ممکنه ده ځان رحم او هلته موجودې هګۍ ته ورسوي په دې ډول به دغه پیغله له دې پرته چې بکارت ته ېې کوم تاوان رسیدلی وي حامله شي .

د بکارت پرده څو ډولونه لري چې که ېې دلته ډولونه بیان کړو ښه به وي او ښايي د ډیرو پوښتنو ځواب هم ورته پيدا شي:

۱ ـ له سوري پرته د بکارت پرده .

۲ـ مثلثي ډوله بکارت .

۳ـ حلقوي یا د کړۍ په شان دبکارت پرده .

۴ـ هلالي ډول .

۵ـ د غلبیل په شان سورۍ سورۍ بکارت .

۶ـ  دوه ټوټې بکارت او یا د دوژبو په شان بکارت .

۷ـ غاښ درلودونکي بکارت .

۸ـ یا دا چې په ځینو نجونو کې په طبیعي ډول اصلا بکارت موجود نه وي.

۹ـ ډیره کلکه او مذبوته بکارت پرده چې  د نارینه دالت په دخول سره ممکنه ده ونه شلیږي او ډیره ځله باید د یو ډاکټر په وسیله وشلیږي.

ځینې وخت ممکنه ده بکارت بیخې سوری ونه لري دغه ستونزه ښايي ترپیغلتوب پورې هیڅ نښه ونه لري خو له هغه وروسته چې نجلۍ پيلغه شي نو له میاشتي عادته وروسته موجوده وینه او ترشحات له رحمه دوتلو لار نه شي پیدا کولی نو په دې ډول  په رحم کې دوینې او د نوورو ترشحاتو دټولیدا له امله درد او ستونزه پيدا کیږي چې په دې حالت کې باید دبکارت پرده په داسې ډول سورۍ شي ډیر ځله دغه عملیات په ظرافت سره ترسره کیږي اوهڅه کیږيچې بکارت ته کوم تاوان ونه رسیږي او دمیاشتي مریضۍ دوینې لپاره هم یوه لاره پيدا شي .

په پنځوس او شپیته فیصده نجونو کې دبکارت ډول مثلثي دی خو دکړۍ او حلقې په شان بکارت ډیرځله ستونزې پيدا کوي حلقوي بکارت دوه ډوله وی یو ډول ېې د کشک په شان ربړي یا ارتجاعي خاصیت لري او بل ډول ېې ربړي خاصیت نه لري هغه چې ربړي خاصیت نه لري په لومړني دخول سره شلیږي البته دغه ډول ډیر سخت درد لري او ممکنه ده خونریزي ېې هم څو ورځې دوام وکړي البته نور ډولونه ېې هم شته چې نجلۍ ترې زیات درد نه احساسوي خو هغه حلقوي ډول چې د ربړ په شان وي ممکنه ده په لومړني دخول سره ونه شلیږي او د میړه لپاره ښايي دا تصور پيدا شي چې میرمن ېې باکره نه ده په داسې حال کې چې ښايي بکارت ېې حلقوي ربړي ډول ولري نو دا احتمال هم شته چې ددغه ورور دمیرمنې بکارت هم همدا ډول وي .

زموږ په ټولنه کې ډیرې داسې خبرې کیږي چې له طبي پلوه ښایي سمې نه وي د مثال په توګه ویل کیږي چې د بکارت د شکولو لپاره باید سخت دخول ترسره شي اویا دا چې باید له سخت درد سره یو ځای وي ځینې وخت د همدغو غلطو رواجونو له امله خاوند داسې په سختۍ سره دخول ترسره کوي چې د میرمنې په تناسلي برخه کې ممکنه ده زخم او نورې ستونزې پيدا کړي او په دې ډول ښايي له لومړنۍ شپې ناسمې خاطرې هم په ذهن کې پاتې شي .

له دې چې دغه پرده دوینې رګونه لري نو دشلیدو په وخت ېې وینه بهیږي دغه رګونه ډیر نازک وي خو په ځینو میرمنو کې دغه رګونه ډیر کم وي له دې کبله کله چې دخول ترسره کیږي ممکنه ده وینه احساس نه شي نو په دې ډول ویلی شو که په لومړنۍ جماع سره وینه ونه لیدل شوه په دې معني نه ده چې میرمن مو باکره نه ده ښايي داسې بکارت ولري چې رګونه ېې کم او په دې ډول ېې وینه هم کمه وي.

له دې چې زموږ په ټولنه کې دې مسلې ته ډیر اهمیت ورکول کیږی نو غوره ده قدرمنې خویندې هم متوجه وي ځکه چې ډیر ځله په ډیر لږ بې احتیاطۍ سره ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوي دمثال په توګه دمهبل بې ځایه کشول ، ځان په خپله ارضا کول ،دځینو ډاکټرانو له لوري ناسمه معاینه ممکنه ده پردې ته تاوان ورسوي او په دې ډول یوه باعفته پیغله له یوې بدنامۍ سره مخامخ کړي نو میندې او پلرونه باید په دې برخه کې خپلو لوڼو ته لازمې لارښونې وکړي .

البته ځینې میندې اوپلرونه له حده زیات دخپلو لوڼو په هکله اندیښمن وي او هغوي ډیر جسمي فعالیت ته نه پریږدي مثلا ځینې کسان تصور کوي چې له لوړځايه ټوپ وهل ممکنه ده بکارت ته تاوان ورسوي او یا دیوه درانه شي پورته کول هم ممکنه ده ستونزه پيدا کړي خو دغه فعالیتونه هیڅ ستونزه نه پيدا کوي البته په ځینو مسلو کې چې مستقیما له پردې سره تماس ممکنه دي ښايي پردې ته تاوان ورسیږي .

په ټول کې ویلی شو چې دبکارت دپردې په هکله قطعي تشخیص یوازې د ډاکټر کار دی او ډیر ځله ممکنه ده میړونه او په خپله میرمنې له تیروتنې سره مخامخ او په دې ډول خپل ژوند تریخ کړي البته اعتماد او باور هغه شی چې د دواړو لورو ترمنځ باید موجود وي او دغه چاره له بکارته هم اړین دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *