بګاود ګیتا (Bhagavad Gita) یا د خدای سرود، د هند، او په حقیقت کي د بشر، د ادبي تاریخ د تر ټولو ستر ادبي شهکار مهابهارت، چي له میلاد څخه پنځه سوه کاله مخکي منځته راغلی دی، یوه وړه برخه ده. مهابهارت، چي د ایلیاد او ادیسې، چي د اروپا تر ټولو ستر او لوی منظوم متن دی،  لس چنده اوږد نظم او له څه دپاسه یو میلیون او اته سوه زره کلمو څخه جوړ دی، او یوه برخه یې په هند کي د آرین نژاد د شاهي کورنۍ د دوو رقیبو ډلو، چي د دوو وروڼو اولادونه دي، د یوه عظیم جنګ داستان دی. بګاود ګیتا د همدغه عظیم جنګ په میدان کي پیل کیږي او د مهابهارت له دیرویشتم څخه تر څلوېښتم فصل پوري په برکي نیسي. په دې جنګ کي یوې خواته کوراوا یا د کورو ډله ده چي سل وروڼه دي او قهرمان یې بیشما نومیږي. بلي خواته د پانډو یا پنډاوا ډله ده چي پنځه وروڼه دي او قهرمان یې بیما نومیږي او د دوی له ورور ارجونا سره، چي د نړۍ تر ټولو ښه غشي ویشتونکی دی، کریشنا د جنګي ګاډۍ د چلوونکي په رول کي ملګری دی. کریشنا په خپل نوبت، د هندوانو د یوه لوی خدای ویشنو روح په ځان کي لري او ګواکي دا جنګ د هغه له لوري رهبري کیږي. د جنګ میدان کوروشیترا، چي ځیني څېړونکي وايي همدغه پاني پټ وو، ټاکل سوی او په دواړو خواوو کي  په لس هاوو زره جنګیالي، سلاکاران، ښوونکي او مشران برخه لري.

بګاود ګیتا له پیل څخه د ارجونا د سولي په انساني پیغامونو او خواستونو پیل کیږي او په پای کي د تصوف د فلسفې دونه ژور افکار په ځان کي لري چي سړی دا نه سي منلای چي دې افکارو به پر اسلامي تصوف، په تېره بیا د هند پر اسلامي تصوف باندي اغېزه نه وي کړې. عجیبه نه ده چي د مغول شاه جهان مشر زوی داراشکوه، چي پخپله یې صوفیانه افکار درلودل او پخپله یې صوفیانه شعرونه لیکلي دي، د هندو مذهب د نورو کتابونو ترڅنګ، دا کتاب په فارسي ژبه ترجمه کړ. بګاود ګیتا، په اته لسو فصلونو کي په نظم ترتیب سوی او یو لوی کتاب دی چي ما یې یوازي ځیني برخي د ترجمې لپاره انتخاب کړې دي.

د بګاود ګیتا متن، د جنګ په میدان کي هغه وخت پیل کیږي چي دواړو خواوو ته دښمن پوځونه هر ګړی حملې ته تیاری کوي. او کله چي ارجونا د جنګ په میدان کي، په خپل مقابل کي، خپل د کاکا زامن، خپل دوستان، ښوونکي او خپلوان ویني نو نه غواړي چي وجنګیږي او کریشنا ته مخ ور اړوي:

« پر ما ګرانه کریشنا، د جنګ په دې میدان کي زما خپلوان دي او کله چي زه هغوی وینم نو د وجود غړي مي وریږدي او خوله مي وچه وچه کیږی»

« زه نور دلته پاته کېدلای نه سم. زما څخه خپل ځان هېر دی او ماغزه مي سرګردانه دي. زه دلته یوازي بدمرغي وینم، اې د شیطانانو وژونکې کریشنا»

« زه په دې نه پوهېږم چي په دې جنګ کي به د خپلو خپلوانو له قتلولو څخه څه ښېګڼه ترلاسه کړم. زه د دې جنګ لپاره نه زړه کولای سم او نه یې په نتیجه کي بری، پاچهي او خوشالۍ غواړم»

« او کریشنا! کله چي ټول هغه کسان چي زه د هغوی لپاره د خوښیو آرزو کوم، دلته زما سره وجنګیږي نو د خوښۍ او ژوند معنا به څه وي؟ او کریشنا کله چي زما ښوونکي، پلرونه، زامن، نیکونه، ماماګان، خسر، لمسیان، اخښیان او نور خپلوان زما سره جنګ ته تیار وي او غواړي چي په دې جنګ کي خپل مالونه او سرونه قرباني کړي نو زه باید ولي د هغوی د قتلولو آرزو ولرم حتی که زه دوی مړه نه کړم او په عوض کي دوی ما مړ کړي؟ اې د ټولو ژوندیو هستیو ساتونکې! یوازي دا دنیا خو پرېږده، حتی که د دریو نړیو پاچهي را بخښې زه د هغوی سره جنګ ته تیار نه یم. زه به د ډراتارشترا د زامنو د وژلو څخه څه خوښي تر لاسه کړم؟»

« که موږ دغه متجاوزین قتل کړو، د نړۍ مخ به ګناهونه ونیسي. نو دا لازمه نه ده چي موږ د ډراتارشترا زامن او خپل دوستان ووژنو. اې د خوشبختۍ د الهې مېړه کریشنا! موږ به له دې فتحي څخه څه ترلاسه کړو او کله چي مو خپل دوستان او خپلوان قتل کړي وي نو بیا به د خوښۍ مفهوم څه وي؟»

« که څه هم چي د دې کسانو زړونه حرص لاندي کړي دي او د خپلي کورنۍ د غړو او دوستانو په وژلو کي ری نه وهي نو موږ ولي، چي د خپلي کورنۍ تباهي جنایت راته ښکاري، په دغه ګناه کي ځانونه شریک کړو او خلک قتل کړو»

ارجونا د دوهم فصل په پنځم، شپږم او اووم  سرود کي وايي:

« تر دې چي د لویو کسانو، چي زما ښوونکي دي، د وژلو په بیه ژوند وکړم نو تر دې خو ګدايي ښه ده. دوی که حتی د مادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره ملا تړلې ده بیا هم لوی انسانان دي. که دوی قتل سي نو هر څه چي موږ په لاس راوړو هغه به په وینو رنګ وي»

« موږ په دې هم نه پوهېږو چي بری بهتر دی او که د دوی په لاس فتح کېدل ښه دي. که موږ د ډرترارشترا زامن قتل کړو موږ ته به په ژوند کي څه راپاته سي. خو دوی دا دی د جنګ په میدان کي راته ولاړ دي»

« زما څخه لاره ورکه ده زه نه پوهېږم چي څه وکړم. ما د خپلي کمزوری له له امله ټول عقل او حواس له لاسه ورکړي دي. زه اوس ستا څخه غوښتنه کوم، راته ووایه چي اوس زما لپاره تر ټولو ښه لاره کومه یوه ده. زه ستا مرید یم او خپل روح مي تاته درتسلیم کړی دی. لطفا هدایت راته وکړه»

لوی ذات ورته وویل« ته د پوهانو په څېر خبري کوې، مګر په داسي څه دي زړه غمګین دی چي د خپګان ارزښت نه لري. څوک چي هوښیاران دي هغوی نه پر ژوندو او نه پر مړو افسوس کوي»

« داسي زمانه هیڅ وخت نه وه چي زه موجود نه وم، نه ته، نه دا ټول پاچاهان موجود ول او نه به په آینده کي زموږ څخه یو هم نېستي سي»

« مجسم روح، پرله پسې په وجود کي، له هلکتوب څخه، تر ځوانۍ پوري او تر زړېدلو پوري ګرځي. دغه ډول روح، د مرګ په وخت کي، بل وجود ته انتقالیږي. څوک چي هوښیار وي هغه له دغه تغییر څخه نه بیریږي»

« هغه  وجود چي د نه تباه کېدونکي او دایمي روح لپاره جوړ سوی دی هغه حتما تباه کیږي او عمر یې پخپله  پای ته رسیږي. ځکه نو زه تاته وایم چي وجنګېږه»

« د روح لپاره، هیڅ وخت، نه زېږېدل سته او نه مرګ ورته راځي. روح نه پیدا سوی دی، نه اوس پیداکیږي او نه به وروسته پیدا سي. روح هیڅ وخت نه دی زېږېدلی. هغه همېشه او تل دی. هغه هر وخت دایمي او ابدي دی. کله چي وجود قتل سي نو روح نه قتل کیږي»

« لکه یو څوک چي نوي جامې اغوندي او زړې باسي. روح هم زوړ او بې ضرورته بدن پرېږدي او نوی مادي وجود انتخابوي»

« څوک چي وزیږي هغه حتما مري او پسله مرګه حتما بیرته ژوندی کیږي. ځکه نو ته باید له هغي وظیفې څخه چي تاته درسپارل سوې ده مخ وانه ړوې. ته باید افسوس او ویر ونه کړې»

« ته باید، د یوه کشاتریا په حیث، خپله وظیفه وپېژنې، ته باید په دې پوه سې چي ستا لپاره د مذهبي اصولو په خاطر تر جنګېدلو بهتره وظیفه نسته. نو ته باید په دې کي هیڅ ری ونه وهې او هیڅ ډول ځنډ ونه کړې»

« که ته د خپلي مذهبي وظیفې او مسوولیت په خاطر ونه جنګېږې نو ته به په وظیفه کي د غفلت په ګناه ونیول سې او د یوه جنګیالي په حیث به دي شهرت خراب سي»

« لوی جنرالان به ، چي ستا د نامه او شهرت درناوی کوي، داسي ګومان وکړي چي تا له ويري د جنګ میدان پرېښود او بیا به نو تا په سپکه یادوي»

 « اې ارجونا! ته به یا د جنګ په میدان کي وژل کېږې او اسماني ژوند به دي په برخه سي او یا به فتح کوې او د مځکي پاچهي به د درسیږي. نو پورته سه او جنګ ته تیاری وکړه »

« ته حق لرې چي خپله وظیفه سرته ورسوې؛ مګر د خپل عمل د ثمر اخیستلو حق نه لرې. هیڅ وخت فکر ونه کړې چي پېښه ستا د عمل نتیجه ده او هیڅ وخت په درسپارل سوې وظیفه کي زړه نا زړه نه سې»

 د شپږم فصل په لومړي متن کي ارجونا ته وايي« هغه څوک چي د خپل عبادت او کار د ثمر په غم کي نه وي او هغه څوک چي خدمت خپله وظیفه او وجیبه بولي او د ژوند له نعمتونو څخه لاس پرسر سوی وي هغه حقیقي ذاکر دی نه هغه څوک چي هیڅ اور نه لګوي او هیڅ عبادت نه کوي»

« ته باید وپوهېږې چي د دنیا ترک وهلو ته یوګا یا له سترذات سره یو ځای کېدلو ته ویل کیږي. ځکه چي تر څو یو څوک د دنیا له ټولو نعمتونو څخه لاس پرسر نه سي هغه ریښتونی جوګي کېدلای نه سي»

« یو څوک چي نفس وپژېني هغه یوګي یا صوفي بلل کیږي. دغه راز یو څوک له مادي نړۍ څخه بهر اوسیږي او پر ځان باندي بشپړ کنټرول لري. هغه ډبري، شګې او طلا ته په یوه نظر ګوري»

 لارډ کریشنا د همدغه شپږم فصل په لسم متن کي وايي« یو عارف باید هر وخت خپل وجود، مغز او خودي له خپل ستر خالق سره مشغول وساتي. هغه باید په جلا او ګوښه ځای کي واوسیږي او هر وخت خپل ماغزه کنټرول کړي. هغه باید له ټولو خواهشاتو او د شته منیو د څښتن کېدلو له آرزو څخه بېغمه وي»

لارډ کریشنا له  شلم څخه تر دیرویشتم متن پوري، ارجوناته وايي« د کمال په مرحله کي چي جذبه یا سمادي بلله کیږي، سړی باید، د یوګا په کولو سره، خپل ذهن، په بشپړه توګه، له مادي فعالیتونو څخه را وګرځوي. د سړي کمال یا سمادي هغه وخت معلومیږي چي خپل نفس په پاک او خالص ذهن کي ولیدلای سي او په خپل دننه کي د خوښۍ احساس وکړي. کله چي څوک دغه مقام ته ورسیږي نو هیڅ وخت له حق څخه نه جلا کیږي.او کله چي دې ځای ته ورسیږي نو فکر نه کوي چي تر دې به هم لویه لاسته راوړنه موجوده وي. کله چي یو سړی دغه مقام ته ورسیږي بیا چي هر څونه خوارۍ او زحمتونه ورباندي راسي اراده یې تغییر نه کوي. دا نو له ټولو هغو بدمرغیو څخه  چي له مادي نړۍ سره د تماس او پیوند څخه منځته راځي ریښتونې ازادي ده»

کریشنا په  څلېرویشتم متن کي وايي « یو څوک باید تل زما په ذکر یوګا  مشغول وي اږو دغه لاره یې په بشپړه ایمانداري نیولې اوتعقیب کړې وي او له دې لاري څخه پر بله مخ وانه ړوي. هغه څوک چي، پرته له هیڅ استثنی، د دنیا له ټولو خواهشاتو او آرزوګانو څخه تېر سي او د خپل مغز او ذهن په واسطه خپل ټول حواس له هري خوا را وګرځوي »

په اووه ویشتم متن کي وايی « هغه  جوګي چي ذهن یې یوازي زما سره مشغول وي هغه حقیقتاً د عالم بالا د خوښیو تر ټولو لوړ کمال ته رسیږي. هغه تر جسماني غوښتنو لوړ وي. هغه پوهیږي چي په ځان کي یې د سترذات صفتونه پیدا کړي دي او ځکه نو د مخکنیو عملونو په مقابل کي له هر ډول عکس العمل ښکاره کولو څخه خلاص وي»

« حقیقي جوګي ما په ټولو موجوداتو کي ویني او دغه راز ټول موجودات په ما کي ویني. په حقیقت کي، هغه څوک چي خپل نفس یې پېژندلی وي ما په هر ځای کي د سترذات په څېر ویني»

« هغه څوک چي ما په هر ځای کي ویني او هر څه په ما کي ویني هغه ما هیڅکله نه ورک کوي او نه یې زه هیڅکله ورک کوم»

هغه جوګي چي د ستر روح په عبادت مشغول وي هغه پوهیږي چي زه او سترروح یو وجود یو. هغه جوګي تل او په هر حالت کي په ما کي اوسي»

په شپږدېرشم متن کي وايي « داسي څوک چي ذهن یې یوازي زما خواته متمرکز کړی نه وي، د هغه لپاره د نفس پېژندل ګران کار دی. مګر هغه څوک چي خپل ذهن او ماغزه یې کنټرول کړي وي او په مناسبو طریقو تلاښ او کوښښ کوي، هغوی حتما مطلب ته رسیږي»

په اووه دېرشم متن کي ارجونا پوښتنه کوي « او کریشنا! د هغه ناکام سالک سرنوشت به څه وي چي، په لومړي سر کي، په ایمانداری، د نفس پېژندني لاره واخلي مګر وروسته یې ذهن په دنیايي غوښتنو د مصورفیت له امله له خپلي لاري منحرف سي او ځکه نو ستا د پېژندني په لاره کي پاته راسي؟ »

« اې غښتلې کریشنا! آیا دغه راز یو څوک ، چي د سلوک په لاره کي یې دنیايی غوښتني له لاري واړوي نو هغه له روحاني او دنیايی ښېګڼو څخه نه بې برخي کیږي؟ او د وریځي د یوې ټوټې په څېر د اسمان په لویه لمن کي نه ورکیږي چي وروسته یې نو په هیڅ سیمه کي د وجود درک نه وي؟»

« ستر ذات په جواب کي ورته وویل اې د پریتا زویه! هغه سالک چي یو ځل زما پر لااره روان سي او زما په ذکر لګیا سي هغه نه په دې دنیا او نه په روحاني دنیا کي تباه کیږي. څوک چي یو ځل نېکۍ ته مخه کړي، پر هغه باندي شر غلبه نه کوي»

« هغه جوګي یا سالک چي کلونه کلونه د پرهېزګارانو په منځ کي ژوند وکړي هغه ( پسله مرګه) بیرته  د نېکانو په کورنۍ کي دینا ته راځي او یا په یوه شته منه کورنۍ کي زیږي»

خدای د خپلو سالکانو خواریو او زحمتکښیو ته ګوري او، که په نوي ژوند کي وغواړي او یا ونه غواړي، په دوهم ژوند کي یې  د هغوی د پخواني ژوند په ادامه  د جوګیانو او سالکانو لاري ته سموي. یو سالک چي یو ځل پر لاره برابر سو بیا به نو د تل لپاره د زهد له اصولو څخه انحراف نه کوي»

« او کله چي یو جوګي یا سالک په  اخلاص سره په خپله لاره کي د نور پرمختګ لپاره هلي ځلي پیل کړي نو هغه له ټولو چټلیو څخه پاکیږي او له څو ځله مړیني او بیا زېږېدلو څخه وروسته بالاخره خپل کمال ته رسیږي او خپل هغه اعلی هدف ته چي خپل ژوند یې ورته وقف کړی وو رسیږي»

او د همدغه شپږم فصل په اووه څلوېښتم متن کي لارډ کریشنا ارجونا ته وايي«  او په ټولو جوګیانو کي هغه یو چي پر ما باندي ټینګه عقیده لري او تل په ما کي اوسي او تل له ځان سره زما په باب فکر کوي؛ هغه په یوګا کي زما سره تر نورو ټولو وصل وي او هغه تر نورو ټولو لوړ دی»

لارډ کریشنا د اووم فصل په شپږم متن کي وايی چي ټول مخلوقات زما د ذات د مادي او معنوي وجود په دوو اړخونو کي شامل دي. د مادي او معنوي نړۍ ټول موجودات په دې پوهیږي چي زه د هستۍ د پیل او ختم سرچینه یم »

« اې د شته منیو فتح کونکې! تر ستر حقیقت نسته. هر څه زما په وجود پوري داسي تړلي دي لکه مرغلري په لاړ کي»

 په اتم متن کي وايي « اې ارجونا زه د اوبو خوند یم، زه د لمر اوسپوږمۍ نور یم، زه په ویدي منترونو کي د ( اوم) توری یم. زه په هوا کي آواز یم او د انسان توان او طاقت یم »

« زه د مځکي ذاتي او اصلي عطر یم. زه د اور تودوخه یم. زه د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند یم او زه د ټولو مرتاضانو توبه یم »

په دوولسم متن کي وايي « پوه سه چي د وجود ټول حالتونه، که ښه والی دی، که هیجانات دي، که ناپوهي ده ټول زما د ارادې ښکارندوی دي. زه هر چېرته یم مګر زه مستقل یم. زه د مادي طبیعت له تغییراتو سره تړلی نه یم او په مقابل کي هغوی ټول په ما کي دي»

په پنځه ویشتم متن کي وايي « احمقانو او بې عقلانو ته هیڅکله ځان نه ښیم. زه له هغوی څخه ځان په خپله قوه پټوم. او ځکه نو دوی نه پوهیږي چي زه له هیچا زېږېدلی نه یم او له خطا څخه مصوون یم»

« اې ارجونا! زه د سترخالق په حیث، په هر څه چي په پخوا کي پېښ سوی دي خبر یم. څه چي اوس پيښيږي او څه چي له دې وروسته به پيښيږي ماته را معلوم دي. زه دغه راز په ټولو ژوندیو موجوداتو پوهېږم مګر ما هیڅوک نه پېژني»

د اتم فصل په نهم متن کي وايي « سړی باید د هغه سترذات ذکر وکړي، چي په هر څه خبر دی، هغه چي تر ټولو قدیم دی، هغه چي ټول کاینات یې په کنټرول کي دي، که څه واړه دي او که څه تر ټولو شیانو واړه دي. هغه چي د هر څه ساتندوی دی او هغه چي د مادي درک او پوهېدلو تر قدرت وتلی دی او هر وخت موجود دی. هغه چي د لمر په څېر روښانه دی او تر دې مادي جهان لوړ دی »

د نهم فصل په پنځم متن کي وايي « او سره له هغه چي ټول مخلوقات زما په وجود کي نه دي. مګر زما ذاتي او سِری قوت وګوره چي سره له هغه چي ټول موجودات ساتمه او سره له هغه چي په هر ځای کي موجود یم؛ زه د دې کایناتو برخه نه یم ځکه چي زه پخپله د دې کایناتو خالق یم»

په اووه لسم متن کي وايي « زه د کایناتو پلار او مور یم، حامي یم او لوي پاچا یم. زه د معرفت هدف او غایه یم. زه پاکوونکی او د (اوم) توری  یم. زه دغه راز ریګویدا، سماویدا او یجور ویدا یم»

« زه هدف یم، زه ساتونکی او حامي یم، زه څښتن یم، شاهد یم، پناه ګاه یم او تر ټولو عزیز ملګری یم. زه هم خالق او هم له منځه وړونکی او تباه کونکی یم. زه د هر څه بنسټ یم، د آرام ځای او دایمي زڼی او اصل یم »

« اې ارجونا! زه د تودوخي سرچینه یم او دا زه یم چي باران هم راګرځوم او هم یې اوروم. زه بقا یم او زه دغه راز د مرګ مظهر هم یم. روح او ماده دواړه په ما کي اوسي »

د لسم فصل په دوهم متن کي وايی « نه نیمه خدایان او نه پوهان او حکیمان زما په مبداء او قدرت خبر دي ځکه چي زه هم د نیمه خدایانو او هم د حکیمانو خالق یم»

په دریم متن کي وايي « هغه چي ما پېژني چي له هیچا زېږېدلی نه یم، چي خلقت ته مي ابتدا نسته او د ټولو جهانونو ستر بادار یم. هغه به داسي انسان وي چي هیڅکله نه تېروزي او له ټولو ګناهونو به پاک وي »

په څلورم او پنځم متن کي وايي « هوښیاري، علم، له شک او ګومان او له  انحراف څخه آزادي، عفو، ریښتینتوب، د خواهشاتو کنټرول، د مغز کنټرول، خوښي او خواشیني، زېږېدل، مړینه، وېره، عدم تشدد او سوله، مساوات، رضاییت، ریاضت، صدقې او خیراتونه، ښه شهرت او بدنامي، او د ژوندیو موجوداتو دا ټول راز راز کیفیتونه ما او یوازي ما پیدا کړي دي»

په شپږم متن کي وايي « اووه لوی حکیمان او له هغو څخه مخکي څلور لوی حکیمان او د بشر پلرونه ( مانو) ما پیدا کړي دي او زما د ذهن او دماغ محصول دي او په بېلو بېلو سیارو کي ټول ژوند کونکي له ما څخه نشأت کوي»

« هغه څوک چي زما په  قوت او سِری او صوفیانه قدرت ریښتونې  عقیده ولري او زما په خالص عبادت او خدمت لګیا وي نو په دې کي هیڅ شک نه لري»

« زه د ټولو معنوي او مادي جهانونو سرچینه یم. ټول شیان له ما څخه راځي. هغه هوښیار کسان چي په دې حقیقت په بشپړه توګه پوه وي هغوی زما په خدمت لګیا وي او د زړه له اخلاصه زما عبادت کوي»

ارجونا وویل« ته تر ټولو لوی خدای یې. ته د آرام وروستنی ځای او پناه ګاه یې. ته تر ټولو خالص او مطلق حقیقت یې. ته دایمي یې، د عقل تر جهان بهر یې، اصلي ذات یې، له هیچا زېږېدلی نه یې او تر ټولو ستر یې. ټول لوی حکیمان او پوهان لکه نارادا، اسیتا، ډیوالا او ویاسا ستا په باره کي دا حقیقت مني او اوس دغه حقیقت دی چي ته یې ماته اعلانوې»

نولسم متن وايي« بلې زه به د خپل قدرت او عظمت په باب یوازي هغه څه درته بیان کړم چي ډېر مهم او څرګند دي. اې ارجونا! زما قدرت او قوت بې سرحده دی»

په شلم متن کي وايي « اې ارجونا! زه ستر روح یم او د ټولو ژوندیو موجوداتو په زړونو کي اوسم. زه د ټولو موجوداتو پیل، مابین او انجام یم »

ارجونا، د لارډ کریشنا څخه د خپلو سوالونو په ترڅ کي، وغوښتل چي خپل ځان په اصلي بڼه ورته وښيي. لارډ کریشنا د ده غوښتنه ومنله او دایې ورته وویل چي نه ته او نه بل څوک ما په عادي سترګو لیدلای سي. زه به تاته خدايي سترګي درکړم او ته به زما له اسرارو ډک قدرت وویني. ستر ذات، له دې خبري سره، خپله اصلي بڼه ارجونا ته وښودله. د یوولسم فصل یوولسم متن وایي:

« ارجونا په هغه جسم کي چي دنیا یې ټوله ونیوله، نا محدود شمېر خولې، نامحدودي سترګي، بې اندازې عجیب او غریب تصویرونه ولیدل. د سترذات شکل په ډېرو زیاتو اسماني زېوراتو رنګین سوی وو او بې شمېره خدايي وسلې ورسره وې. اسماني کمربندونه او جامې یې اغوستي وې  او له بدن څخه یې بې شمېره خدايي عطر پورته کېدل. ټول عجیب وو، ځلېدی او بې انتهی وو»

« که په سل هاوو زره لمرونه، په یوه ځل په اسمان کي، راپورته سوي وای رڼا او ځلا به یې ښايي د ستر ذات ځلا ته نه پاتېدلای»

« ارجونا ولړزېدی او له وېري او دهشت څخه یې د وجود وېښتان شخ سول. ارجونا خپل د تعظیم سر ورته کښته کړ. لاسونه یې پر سینه کښېښودل او د ستر ذات په ستایلو یې پیل وکړ»

« اې د کایناتو څښتنه او پر ټوله کایناتو غوړېدلې! زه ستا په وجود کي بې شمېره لاسونه، بې شمېره خولې او سترګي وینم چي هري خواته غځېدلي او تللي دي او اندازه یې نه لګیږي. زه په تا کي نه آخر، نه مابین او نه پیل وینم»

« ته لومړنی ستر او عمده هدف یې. ته د ټولو کایناتو وروستنۍ ارامګاه یې. ته د ختمېدلو او ستړتیا نه یې او ته تر ټولو قدیم یې. ته د دایمي مذهب ساتونکی یې. ته هغه سترخدای یې او دغه زما عقیده ده»

« ته نه پیل، نه مابین او نه آخر لري. ستا عظمت ناپایه دی. ته بې شمېره لاسونه لرې او لمر او سپوږمۍ ستا سترګي دي. زه وینم چي له خولې دي سره اورونه را وزي. او په خپلو شغلو سره دا ټول کاینات سوځولای سې »

« که څه هم چي ته یو یې؛ خو په اسمان، سیاراتو او د هغوی ترمنځ سیمه کي غځېدلی یې. اې سترذاته! کله چي په سیاراتو او نړۍ کي ستا دغه شکل څرګند سي نو پر ټولو به له حیرته زلزله پرېوزي»

« اې پر ټولو کایناتو غوړېدلې ویشنو! زه چي ستا دې ځلېدونکو شکلونو ته ګورم چي تر اسمانه رسیږي، ستا بې شمېره خولو او ځلېدونکو سترګو ته ګورم، له وهمه مي ټول وجود او ماغزه له کنټرول وزي. زه نور خپل  ځان او ماغزه کنټرولولای نه سم»

د یوولسم فصل دودېرشم متن وايي: « ستر ذات ارجونا ته وویل زه د جهانونو لوی تباه کونکی یم او راغلی یم چي ټول انسانان تباه کړم. یوازي تاسي پنډاوا پرېږدم. په دواړو خواوو کي ټول ولاړ عسکر وژنم»

« نو ولاړ سه! جنګ ته تیاری ونیسه او بری وګټه. خپل دښمنان فتح کړه او د یوې سمسوري پاچهی مزه واخله. دا کسان ما د وخته وژلي دي او ته اې ساواساچي! په دې جنګ کي فقط یوه وسیله یې»

« ډرونا، بیشما، جایاډراتا، کرنا او نور ستر جنګیالي ما له وخته تباه کړي دي. بس وخوځېږه او قتل یې کړه او هیڅ ری مه وهه. بس هسي وجنګېږه او ته به خپل غلیمان په جنګ کي مات کړې»

وروسته له هغه چي ارجونا د ستر ذات د قدرت او عظمت ستاینه کوي نو د همدې فصل په نهه دېرشم متن کي کریشنا ته وايي « ته هوا یې، ته د ټولو کایناتو تر ټولو ستر کنټرولونکی یې. ته اوبه یې، ته سپوږمۍ یې، ته برهما یې، ته لومړنی ژوندی موجود یې او ته د ټولو تر ټولو ستر پلار یې. زه ځکه تاته زر ځله د تسلیم سرټیټوم او بیا او بیا سردرته ټیټوم»

د همدغه فصل په اته څلوېښتم متن کي ستر ذات ارجونا ته وايي« اې د کورو د جنګیالیو بهترینه! زه په خپل دغه شکل تر اوسه پوري چا نه وم لیدلی. ځکه چي نه د ویدا په لوستلو، نه په قربانیو، نه په صدقو او خیراتونو، نه په نېکو عملونو او نه په سختو ریاضتونو او توبو ایستلو ما څوک په مادي نړۍ کي په خپل شکل لیدلای سي»

په پنځه پنځوسم متن کي وايي « پر ما ګرانه ارجونا! هغه څوک چي د زړه له اخلاصه زما خدمت کوي او د هر خدمت او بندګۍ په بدل کي یې پاداش او انعام په نظر کي نیولی نه وي. هغه څوک چي زه یې د خپل ټول ژوند هدف ګرځولی یم او د ټولو ژوندیو شیانو دوست او ملګری وي هغه یقیناً چي ماته راځي »

د دوولسم فصل په شپږم او اووم متن کي وايي « هغه کسان چي زما بندګي کوي او ټول کارونه یې زما لپاره پرې ایښي وي او ټول ژوند یې ماته داسي وقف کړی وي چي هیڅ خواته انحراف نه کوي. ټول عمر زما په ذکر لګیا وي او ټوله توجه یې زما خواته اړولې وي. اې د پریتا زویه! زه هغوی د مرګ او زېږېدلو له لوی سمندر څخه ژغورم»

« فقط ټوله توجه دي زما خواته واړوه. ټول فکر او ذکر دي د ستر ذات خواته متوجه کړه او ټول عقل دي ماته وقف کړه. ته به هر وخت بېله شکه په ما کي ژوند کوې»

په شپاړسم متن کي وايي« هغوی چي د عادي ژوند هره شېبه یې ماته ځانونه وقف کړي وي، پاک خلک وي، ماهر وي په درد او غم کي ری ونه وهي او د عبادت په بدل کي د انغام په فکر کي نه وي هغه ماته ډېر ګران دي»

« څوک چي نه خوښي او نه غم کوي. څوک چي نه په څه خواشیني کیږي او نه یې په زړه کي تمه او غوښتني وي او څوک چي زما لپاره مبارک او نامبارک شیان ټول ترک وهي دغه کسان ته ماته ډېر ګران دي»

د دیارلسم فصل شپاړسم متن وايي« ستر حقیت د ټولو ژوندیو موجوداتو، د متحرکو او ساکنو موجوداتو دباندي او دننه هستیږي. ځکه چي د هغه وجود دونه ظریف دی چي په سترګو نه لیده کیږي او په عقل یې درک کول اسانه کار نه دی. هغه له موجوداتو څخه ډېر لیري دی او په همدغه حال کي ټولو ته ډېر ورنیژدې دی»

اته لسم متن وايي« هغه د ټولو نوراني شیانو نور دی. هغه د مادي نړۍ له تاریکی ها خواته دی او نا پیدا دی. هغه معرفت دی، د معرفت منبع ده او د معرفت هدف دی. هغه د ټولو په زړونو کي ځای لري»

پنځه ویشتم متن وايي« ځیني کسان عالي روح یا سترذات د ذکر له لاري په خپلو ځانونو کي پیدا کوي، ځیني یې د علم او معرفت له لاري پیدا کوي او ځیني یې د هغو عبادتونو د لاري پیدا کوي چي په زړونو کي یې د پاداش او بدل آرزو نه وي»

د پنځه لسم فصل په پنځم متن کي وايي« هغه کسان چي د دنیا د اعتبار او شهرت په غم کي نه وي، خپله سمه لاره ورته معلومه وي او د بدانو له صحبته یې ځان ژغورلی وي. هغوی چي ابدیت پېژني او له مادي او شهواني غوښتنو سره یې پرېکړون کړی وي. هغه چي د خوښیو او غمونو په وخت کي لاره ورکه نه کړي. هغوی چي پوهیږي چي څرنګه سترذات ته ځانونه تسلیم کړي، هغوی دایمي پاچهی ته ورتللای سي»

« زما ستر کور نه په لمر او نه په سپوږمۍ روښانه دی. نه اور او نه برېښنا ته ضرورت لري. هغوی چي دې کور ته ځانونه ورسوي بیرته مادي نړۍ ته نه ګرځي»

د اووه لسم فصل پنځم متن وايي« هغوی چي داسي سخت ریاضتونه کوي او داسي توبې باسي چي په مقدسو متونو کي نه دي راغلي او توصیه سوي او ریاضتونه د خپل شخصي غرور او خودخواهی لپاره کوي او هر وخت د شهرت او دولت غم ورسره وي. دا احمقان دي؛ هم خپل ځانته شکنجې ورکوي او هم په خپل وجود کي دننه عالي روح په عذابوي. دوی ته باید دېوان او شیطانان وویل سي»

څوارلسم متن وايي« د وجود ریاضت د ستر ذات عبادت، د برهمنانو، روحانیونو، د مور او پلار خدمت، پاکي، سادګي، تجرد او په سوله کي ژوند دی»

د اته لسم فصل پنځه پنځوسم متن وايي« یو سړی ما لکه څرنګه چی یم، د خالق د ستر ذات په صفت یوازي د طاعت او عبادت له لاري پېژندلای سي. او کله چي یو څوک ما د دغه راز طاعت او عبادت له لاري په بشپړه توګه وپېژني نو هغه کولای سي چي د خدای پاچهی ته ور ننوزي»

« یو څوک چي په اخلاص زما عبادت کوي، که څه هم چي د دنیا په نور کاروبار به لګیا وي خو زما تر حفاظت لاندي، زما په مرسته هغه ځای ته رسیږي چي هلته مرګ نسته او ژوند دایمي دی»

شپږشپېتم متن وايي « ټول مذهبونه پرېږده او فقط ماته ځان تسلیم کړه. زه به دي له تولو ګناهونو څخه خلاص کړم. مه وېرېږه»

« دا پټ علم باید هیڅ وخت هغو کسانو ته بیان نه کړې چي ریاضت نه کوي، طاعت او بندګي نه کوي او یا په بدو او منحرفو چارو لګیا وي او نه به یې هغو کسانو ته بیانوې چي زما سره ضدیت او کینه لري»

اته اویا یم او وروستی متن وايي« هر چیري چي د ټولو صوفیانو بادار کریشنا دی، او چیري چي د نړۍ تر ټولو غښتلی غشي ویشتونکی ارجونا وي نو هلته به یقینا قوت او پرېماني وي، بری به وي، فوق العاده قوت او نېکی به وي. دا زما عقیده ده»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *