تاند، شنبه، د سنبلې ۲مه: د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر کاروان بیګاه ناوخته ځانمرګی موټر بم برید شوی دی.
د پروان د امنیتي ځواکونو د همغږۍ مرکز قومندان الوزی احمدي وايي، له چاودېدونکو توکو ډک موټر بیګاه شپه سرصیاد بازار کې د بهرنیو ځواکونو له موټریز کاروان سره ټکر شوی او چاودلی دی.
د احمدي په خبره له پېښې وروسته نږدې څو دوکانونو اور اخیستی او یو شمېر نور دوکانونه په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د بهرنیو ځواکونو یا ناټو قومندانۍ لا تر اوسه د دې خبر د رد او تایید په تړاو څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر ادعا کړې چې پېښه کې د ناټو ۲ ټانکونه له منځه تللي او ۷ سرتېري یې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ناټو په افغانستان کې د خپلو دوه امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر تایید کړی او هویتونه یې په ډاګه کړي وو.