تاند، چهارشنبه، د قوس ۲۰ مه: د پروان امنیتي تاییدوي چې، نن سهار بګرام کې په بهرنیو ځواکونو دوه موټر بم بریدونه شوي، خو سرچینې وايي، د برید له کبله، یوه مېرمن وژل شوې، تر ۶۰ زیات ملکیان ټپیان شوي خو بهرنیانو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

په  افغانستان کې ناټو چارواکو هم ویلي، چې برید له بګرام هوايي اډې  بهر برید شوی دی او ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وايي په دغه برید کې یو ولسي طبي مرکز سخت زیانمن شوی دی.

د پروان امنیه قومندان محفوظ ولیزاده پېښه تاییدوي او وایي، یو موټربم نن سهار نږدې شپږ بجې د بګرام هوايي اډې دېوال سره وهل شوی دی، خو له دغه برید وروسته د دویم موټر بم او نښتې راپورونه هم ورکول شوي دي.

قومندان ولي زاده وايي، د پېښې ځای بهرنیو ځواکونو کلابند کړی دی، خو د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي بیا وایي برید په بهرنیو ځواکونو شوی، خو مرګ ژوبله ولس ته اوښتې ده،.

نوموړی وايي د پېښې ځای ته نږدې د ولسي کورونو اوسېدونکي زیانمن شوي او دوی لږ تر لږه د ۶۰ کسانو د ژوبلیدو راپور ترلاسه کړی دی.

تراوسه د دې برید په هکله کومې ډلې څه نه دي ویلي.

One thought on “د بګرام موټر بم بریدونو کې له ۶۰ زیات ملکیان ټپیان دي”
  1. جناب مسول تاند!
    در بگرام هوا سرد است کسی با پیراهن و‌تنبان گشته نمیتواند و معلوم می‌شود که عکس از پولیس پاکستانی است لطفا متوجه شوید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *