بیات بنسټ د هېواد له ګڼ شمېر پوهنتونونو سره د زرګونو کتابونو مرسته وکړه. د کندهار چاپ ګرداب ورځپاڼې له رپورټ سره سم،  بیات بنسټ د محصلانو د علمي سویې د لوړولو په مقصد د کابل پوهنتون، د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، د بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا، بدخشان، کندز، البیروني ، پروان او حربي پوهنتون  له کتابتونونو سره د اووه ویشت زره ټوکو کتابونو مرسته کړې ده. د بیات بنسټ یوه مسوول احسان الله ارینزي رسنیو ته ویلي دي چې په دغو کتابونو کې مختلف علمي، ادبي او هنري آثار شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *