د سیاسي هوکړې او موافقی نه وروسته خلک په دریو عمده برخو وویشل شول،
لومړني هغه يي نا خوښي دي د اشرف غنی د ټیم غړي وایي چي زمونږ سره وعده شوي وه چی داکتر اشرف غني به ایتلاف نه کوي او سهامي شرکت به نه جوړوي او وروسته بیا دغه سهامي شرکت د ملي یو والي د حکومت په بڼه کی ومنل شو او اشرف غنی خپله ژمنه ماته کړه ها خوا د عبد الله عبد الله پلویان وایي چی زمونږ سره عبد الله داسی ژمنه کړې وه چی تقلب کارانو سره به نه یوځای کیږي او د تقلب او درغلیو په پایله کی جوړشوی حکومت به د یوی ورځی لپاره هم ونه مني، داسې ښکاری چی داکټر عبد الله لږتر لږه د پنځو کالو لپاره ددغی تقلبی نظام د لوړ پوړو چارواکو څخه وشمیرل شو او له خپلو شعارونو او پلویانو ظاهرآ بل لور ته کوږ شو.
په دویمه کچه کې هغه خلک دی چی وایی د وخت او زمان شرایطو ته په کتو د اعلان شوي ملی یو والي حکومت یوازینی لاره وه او د حامد کرزی د فاسدی ادارې څخه د راټوکیدلی نظام د سل په سلو کی سوچه والی تمه یوه له واقعیته لیری تمه وه چی تحقق یی ناشونی و او ددی کټګورۍ خلک د عامو خلکو ټولنیزاو اقتصادي حالت یادوي او ددغی لانجی هواری ته د رضایت او خوښی په سترګو ګوری په دې مانا چې له ټاکنیز جنجال غځیدو جوړجاړی غوره دی.
دریمه ډله خلک بیا هغه دي چي د پردې شاته د حالاتو نه پوره خبر دي او د نوي نظام سره د خپلوۍ تارونه غزوي تر څو له امتیازاتو محروم نشی دا هغه خلک دی چي په دواړو انتخاباتی ټیمونو کي د اور د لمبي په شان ګرم او مست وو دوی چي په انتخاباتی هلوځلو کې ټولې پولې ونړولې او د مقابل لوري د تخریب لپاره یي له هري حربي مخ نه اړولو داسی ښکاري چي د ملي یو والي په حکومت کي د خپلو ګټو د څرنګوالي په اړه فکر کوي.
په ټوله کي داسي انګیرنه شته چي د ملي یو والي اداره او حکومت عمره به ډیر نه شي او سیاسي رشد ته به د اختلافاتو او لانجو له امله ونه رسیږی ، د حامد کرزي د دورې په څیر به یوه ناکامه اداره وي او په ټولیز ډول به د کرزي دهغه حکومت امتداد وي چې دافغانانو په ګډون نړیوال ترې هم په زړه خوښ نه و واک ویشلی درهبرۍ مرکزیت بې ثباته او ولږه اونا امني يې په کې یاد کړاونه و.
اوس نو دخلکوپه فکرکې دې خبرې ځای نیولی چې د ملي یو والي حکومت یو تپل شوی حکومت دی چي کمزوری او ناتوانه به وساتل شی تر څو بهرنیو لاسوهنو ته پکې اسانې لارې جوړې وي او که چیرته بهرنیان هر وخت وغواړي افغانستان وګواښي نو د نظام مختل کول به ورته آسانه ويڅه ډول چې امریکا د امنیتي تړون دنه لاسلیک په غبرګون کې څو ورځې دافغان پوځي په ټولیو دتیلو اکمالات بند کړل.
دا هغه اندیښنې دي چي د افغانستان خلک یي محسوسوي او تري ویره لري چی د وطن د لا کمزورۍ سبب به شی.
له بحرانه وتل او بیاځل دباورجوړیده څنګه کیږي؟
دنوي جکومت دغه دواړه شریکان ،ډاکتران اشرف غني او عبد الله له ښه سیاسي بصیرت نه برخمن ديخو له یوبل سره د لاس او ګریوان کیدو لاملونه یې تر ډیري بریده د هغوی د ټيمونو له کبله را منځ ته شوي، معلومه خبره ده چی هر یو په خپل ټیم کي رقیبان هم لري او غواړي خپل نظر په دواړو تحمیل کړي که دغه دواړه مشران د واک د لیږد نه وروسته ځیني کوټلي ګامونه پورته کړي هغه بایللي اعتماد چي ولس د دوی د ژمنو ماتولو په دلیل په دوئ له لاسه ورکړی وو بیرته راژوندی کیدای شي او د وطن د پرمختګ لپاره لاره هوارولای شي:
– که د ملي یو والي حکومت ثابته کړه چي د فساد او مافیایي نظام له مینځه وړلو ته ژمن دی نو سره له دې چی د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو ددسیسو سره به مخ شي خو د عامو خلکو موجوده ناهیلي به بیرته په نويو امید ونو بدله او د بایللي اعتماد د دوباره احیا لپاره به لوي ګام وي.
– که د ملي یو والي حکومت د حامد کرزي د اداري ټول لوړ رتبه مامورین معزز او مکرم خپلو کورونو ته واستول او په ځایونو یي د نوی نسل سپيڅلي کدرونه په دندو وګمارل د ملت په تاریخ کي به یو نوي باب پرانیزي او ټول ملت به یي ترشا ودریږي.
– که له ځینو د واک د ټیکه دارانو نه احترامانه غوښتنه وشي چي د منفي مداخلو او لاسوهنو څخه ډډه او خپل بزنس او تجارت ته مخه کړي او د نفوذ له اعمالولو په شاشي او د سیاست له صحني ګوښه شي دا به د ملت د خوښئ سبب وګرځي او دبیاځل اعتماد او باور فضا به یقیني کړي.
– جګړه دې نوره یوه لوري ته شي هغوئ چې دلته دجګړې دوام غواړي دمخنیوي په برخه کې دې په متبادله لاره کار وشي که د سولي او ثبات لپاره مخلصانه هلي ځلي شروع او یو طرفه اوربند اعلان شي د ښه نیت د اظهار په موخه سیاسي بندیان خوشي کړاي شي دا به نه یوازي د هغو جنګ ځپلو سیمو لپاره د خوښئ زیري وي بلکه د طالبانو د پخلایني لاره به هواره او تګ به یي ګړندی کړي.
– که د وطن د جوړیدو او پرمختګ لپاره مدونه استیراتیژي اعلان او په شفاف ډول پلي شي دا به د بیکارئ مخه ونیسي او ملت به خپل زعامت ته په درنه سترګه وګوري.
– که په امنیتي سکتور کي ملت پالنه د عقیدې په دود رواج او تدریس شي، بیابه ملي اردو ملي پولیس ملي امنیت واقعا ملي او د خپلو خلکو خدمت به کوي دا به د هغو ځورونو مخه ډب کړي چی ځیني کړئ یي د شخصي او تنظیمي موخو په وجه د بیګناه وګړیو سره د قانون تر چترئ لاندي تر سره کوي.
– که تعلیم د ټولو اولویتونه په سر کي د توجه محراق جوړ شي له یوي خوا به د لوی ناورین مخه نیول شوي وي له بلې خوا به د سیالانو په کتار کي افغانان هم خپل ځای بیا مومي.
هغه کسان چې په ځانګړو نومونو دامتیازاتو اخستونکي دي ورسره دې دا حساب وشي چې دامتیاز دڅه په بدل کې؟ ، او هغه دسیسې چې دولسمشرکرزي په نظام کې د ملت دویش، جغرافيي تجزيي انګازې او یاهم دنوروهیوادونو په لمسون او ملاتړ دافغاني ارزښتونو سپکاوی و او یا روانی دی دافغانستان ګټو ته یې ګواښ پیښ کړی که دنوې نظام له وسه پورته وي ملت ته دې لږترلږه سپیناوی ورکړي.-
په آخر کي اشرف غني منفي دهغه د ټیم ځینی خلک، عبد الله منفي د هغه د ټیم ځينی ځیني منفي کرزي او دهغه د سیاست تداوم دا ټول به ددي لامل شي چي حکومت به د ملت په چوپړ کي واوسي او بایللئ باور به یوځل بیا راژوندی شي.