پوهندوی آصف بهاند

د ۲۰۱۹ ام کال د نومبر پر لسمه نېته بي بي سي پښتو د یوه رپوټ په ترڅ کې خبر ورکړ چې:

«د افغانستان ښوونیز نصاب تېروتنې لري، عصري نصاب جوړېږي»

د دې رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په اوسني ښوونیز نصاب کې د مضامینو شمېر زیات دی او په یو شمېر کتابونو کې تېروتنې هم شته. چارواکي وايي اوس اړتیا ده چې نوی او عصري ښوونیز نصاب جوړ شي.

ټاکل شوې چې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د اصلاح کولو په موخه له ښوونکو، د زدکوونکو د کورنیو له غړو او ځینو نورو بنسټونو سره ګډه غونډه جوړه کړي…»

زه نه پوهېږم چې د افغانستان په دې وږې او په سلگونو مرضونو اخته ټولنه کې د معارف وزارت مقامات دومره پیسې د څه له پاره هر درې څلور کاله وروسته د تعلیمي نصاب د بدلون په نامه مصرفوي؟ او د بدلون کوم محسوس څه، چې د معارف او د معارف د زده کوونکو په گټه وي، نه تر سترگو کېـږي؟

لرې هم نه د ۲۰۱۷ ام کال په جولای کې همدې بي بي سي کې خبر خپور شو چې د افغانستان د پوهنې وزارت مقاماتو نوې څرگندونې کړې دي چې دوی غواړي اوس بیا پر تعلیمي نصاب باندې له سره کتنه وکړي.

دا د یاد رپوټ لومړی پرگراف دی:

«د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ښوونځیو د نصاب کتابونو ته له سره کتنه کېږي او په پام کې لري چې له ارزونې وروسته به نه یوازې د مضمونونو شمېر راکمېږي بلکې د ځینو کتابونو حجم به هم راکموي.»

دا دی په تعلمیي نصاب کې د هغه بدلون له خبر څخه شا و خوا اته ویشت میاشتې تېرې دي چې د اوسني بدلون خبر خپرېږي. دغه اوسنۍ نیمگړتیاوې یا مشورې د معارف وزارت مسؤلینو هغه وخت ولې نه کولې؟

ما آصف بهاند د ۲۰۱۷ کال د نصاب د بدلون په برخه کې چې کوم څه لیکلي وو، اوس هم په هماغه نظر یم. له درنو لوستونکو او د ویبسایتونو له ښاغلو مسؤلینو څخه د هغو کرښو د بیا خپرولو بښنه غواړم، هغه وخت ما داسې لیکلي وو:

«او اوس دوې خبرې:

لومړی:

اوس چې د افغانستان د ښونې روزنې وزارت اعلان کړی چې:

«د افغانستان ښوونيز نصاب ته له سره کتنه کېږي»

دلته پوښتنې را منځ ته کیږي چې:

رژیم هماغه، خلک هماغه، پالیسي هماغه او په پای کې هر څه هماغه، په تعلیمي نصاب باندې یې په میلیاردونو میلیونونو ډالر لگولې، خو سره له دې چې د نړیوالو مرستې د پخوا په پرتله لږې شوې دي، نو اوس یې بیا بدلوي او چې بدلوي یې، په چا او څنگه یې بدلوي؟

دویم:

په سلگونه او ښايی لا ډیر شخصي ښونځیو کې همدا اوس د پردیو تعلیمي نصاب تدرسیـږي، د دې مخ ولې نه نیول کیږي، دا افغانستان دی که پاکستان؟ دا افغانستان دی که ایران؟

ما په خپلو مقالو او لکچرونو کې د افغانستان په تعلیمي نظام او ښونیز نصاب کې ستونزو ته په تکرار سره اشارې کړي دي او په خپلو لیکنو کې مې په تفصیل، له اسنادو سره خبرې ورباندې کړې دي…»

وروسته له هغه نه ما په یاده مقاله کی خپلې خبرې او وړاندیزونه داسې غځولي وو:

«په کندوزکې مې د څو ښځینه خپلسرو ښونځیو په باب «د افغانستان ښوونیز نظام، جامعة الصالحات، اشرف المدارس یا د نوي نسل… ؟»   تر  سرلیک لاندې مقاله ولیکله او د هغو خپلسرو ښونځیو د کارونو او تعلیمي نصاب د پایلو په باب مې کوتڅنډنې وکړې، هلته ما لیکلي وو:

«… ترهغه ځایه چې زه په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه د باندې د افغان ماشومانو په ښوونه او روزنه باندې خبر یم، د دې ښوونې اوروزنې منفي اړخونه تر مثبتو دا ډیر دي، په تیره په افغانستان کې دننه. د همدې دلیل له مخې ما ټینګار کړی دی او ټینګارکوم چې زموږ ښوونه او روزنه معیوبه ده، باید سمه او جدي پاملرنه ورته وشي…

زه د افغانستان د ښوونې او روزنې په برخه کې ځان مسؤل ګڼم او د دې برخې د یو مسؤل  په توګه په زغرده وایم چې د وطن، خلکو او ښوونیز نظام د لا فاسدیدو او لا بربادیدو په خاطرباید خپل غږ اوچت کړم او و وایم چې:

د ټولنیزژوند په هیڅ برخه کې افراطیت ښه نه دی، په تیره د نوي نسل په ښوونه او روزنه کې. هیله ده چې نور بادرده فرهنګیان، سیاسیون او په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې د ډګر مسؤلین په هر ممکن ډول چې وي، زما د غږ ملتیا وکړي، څو د دغه افراط مخه ونیول شي…»

زما دا خبرې او دا نظر چا نه واوریده نه یې ولوست او نه هم چا ارزښت ورکړ، پایله یې دا شوه چې اوس د همغو افراطي ډلو  د تدریس او تبیلغاتو په نتیجه کې د کندز حال داسې دی چې گورئ یې او اورئ یې.

بیا مې د همدې اوږدې مقالې په پای کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په اتمه نېټه په ټینگار سره ویلي و او لیکلي و چې:

«… په افغانستان کې ښوونیز او روزنیز نظام باید بدل شي، له سره جوړ شي، داسې جوړشي چې د نوې نړۍ د پرمختګ د کاروان ټول اړین مسایل یې په لمن کې موجود وي.»

وروسته له دې چې د افغانستان د تعلیمي سیستم د بدلیدو له پاره زما نظریات خپاره شول، پرته له یو څو منفي توهین ډوله خبرو نه چې زما په آدرس را حواله شوې وې، نور مې له هیڅ رسمي او غیر رسمي آدرس نه کوم غبرگون تر سترگو او غوږو نه شو. کله مې چې پاسنۍ یاده مقاله خپره شوه، د تکفیر حکم را باندې وشو، د دین فروش په نامه یاد شوم او په دغو جملاتو یې و نازولم:

«… د ليکني د محتوياتو څخه داسي معلوميـږي چي يا خو پخپله د مارکس، لينن او سټالين ګوډاکي يي او يا د مسيحيت او ديموکراسي حلقه بګوش او دين فروش غلام…

… که د داسي ديني مدرسي پرخلاف کوم عکس العمل تر سره شي نو بيا به په دي وطن کي د کنړي سيند په څير ويني وبهيږي چي په نتيجه کي به يي بيا ټول مسئوليت ستاسي په شان د دين او وطن پلورونکو پر غاړه وي…»

د دغسې مدرسو او د هغو د مسؤلینو د افکارو د خپرولو پایله وه چې کندوز یې درته په سره تناره بدل کړ او بهرنیانو په همدې مدرسو کې د روزل شوو ځوانانو په کارولو سره و غوښتل او غواړي په خپلې نیابتي جگړې کې دغه ځوانان د سون د موادو په څیر وکاروي او تر هغه وخته دې کار ته دوام ورکوي چې یا موږ افغانان د جهالت له خره څخه، د پوهې سیمې ته ور ښکته شو او یا دوی خپلې موخې تر لاسه کړي.

د افغانستان د معارف د تعلیمي نصاب د بدلون د ډمامو په دې گرما گرم کې زه وایم چې دوی دا کار نه کوي، هسې پر یخ یې لیکي او تاوده لمر ته یې ږدي او که په رښتیا سره دا کار کوي، نو د اوس له پاره دې دا څو ټکي نه هیروي:

په لومړي گام کې دې دولت د معارف د وزارت او د معارف د ټولو مهمو ادارو په رأس کې غیر سیاسي، غیر گوندي او غیر تنظیمي، مسلکي او تجربه لرونکي اشخاص پیدا او و گوماري.

دغه نوي نا پیلي مسؤلین دې په خورا زیار او زغم نور مسلکي، با تجربه او با تحصیله افراد پیدا او د معارف په نصاب دې داسې کتنه وکړي چې د ملي مسایلو تر څنګ، د نوي عصر ټولې غوښتنې او پوښتنې په کې په پام ونیول شي.»

همدا اوس هم د ښوونې روزنې په وزارت کې په ډېر لوړ معاش سره، په لسگونو غیر مسلکي کسان مقرر شوي دي. زه دا خبره هوايي نه کوم، دا د پوهنتون د یو استاد، د کوچنیانو د ادبیاتو د یو پیاوړي مسلکي لیکوال، د لسگونو آثارو لیکوال او ژباړن او پر معارف باندې د یو زړه سواندي استاد محمود مرهون، د مستند شکایت متن دی:

«#نو وای معارف ولي نه جوړېږي؟

زموږ یو ملګری دئ د طب ‌‌‌‌‌‌ډاکټر دئ

په معارف وزارت کي د پښتو ژبي د ارشد متخصص په توګه ټاکل سوی د ورځي معاش یې سل ‌‌‌‌‌‌ډالره دئ.
شینواری صاحب مو یار دئ په دې موضوع خبر دئ.

دا کار د پښتو متخصصینو او د افغانستان د ولس پر حقوقو تیری دئ او دا کسان ځان روشن فکران او حق پلوي هم شماري.

دا یو مثال دئ په دغه څېر لسګونه مشاورین او متخصصین په وزارتو کي دي چي اصلاً یې نه مسلک دئ نه کار.»

ما آصف بهاند تر یو بریده:

ــ د نوي نسل د روزلو په پار،

ــ په خلکو کې د سواد زدکړې د عامېدو په هیله،

ــ د تعلیم د عامېدو په غرض،

ــ لوړو زدکړو ته د ځوانانو د تشویق په خاطر،

ــ او د همدې تعلیمي نصاب د نیمگړتیاوو د رفع کېدو په موخه؛

په لسكونو مقالې لیکلې او خپرې کړې دي. د ځينو سر لیکونه او برېښنايي پتې دا دي:

ــ د ښونیز نصاب بدلون که تـشې خبرې ـ تاند،

ــ تعلیمي نصاب پښتو کتابونه ـ تاند،

ــ نوی تعلیمي نصاب، نوې ستونزې او د چارواکو دریځ ــ تاند،

ــ د سواد زدکړه، تعلمي نصاب، امکانات او زموږ دریځ ـ تاند،

ــ تعلیم او نوی نسل ـ تاند،

ــ بیا یو څو ترخې خبرې؛ تعلیم او نوی نسل ـ تاند،

ــ د تعلیم ارزښت ـ تاند،

ــ د تعلیمي نصاب پښتو کتابونه ـ افغان جرمن آنلاین پورتال،

ــ یوه بله نیکنامي؟

»افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد» ـ افغان جرمن آنلاین پورتال،

ــ د چارواکو ځانغوښتنه او د معارف د کوچنیانو چکچکې ـ افغان جرمن آنلاین پورتال،

ــ تعلیم، کتاب ویشنه، مطالعه او قلملار ټولنه ـ افغان جرمن آنلاین پورتال،

ــ دغه راز «د تعلیم ډیوه او د نوي نسل روزنه» تر سر لیک لاندې مې د مقالو یوه ټولگه چې په تعلیم پورې اړوند مقالې او د تعلیم د مخکښانو پېژندنه په کې راغلې دي، د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې په انلاین ډول خپره کړې ده.

نور زه څه کولای شم، دغومره مې له دې لرې ـ لرې وطنو نه له لاسه کېږي.

په بېلابیلو هېوادونو کې مې، موضوع پورې اړوند په جوړو شوو ځانگړو سیمینارونو کې د گډون په موقع، د یادو هېلو د مهموالي او تر سره کېدو غوښتنه او وړاندیز کړی دی، د معارف له لوړ پوړو چارواکو سره مې د لیدو په وخت کې د نوي نسل د سمې روزنې او تعلیمي نصاب د اصلاح په پار د خپلو هیلو او پروگرامونو یادونه او وړاندیزونه کړي دي او…

خو له لومړي ورځې، بیا تر نن پورې له هېڅ یو رسمي او غیر رسمي آدرس نه غږ نه دی شوی او کوم ځواب مې نه دی اورېدلی. د ښوونې او روزنې وزارت له ښاغلي معین ډاکتر شینواري او د اطلاعاتو او فرهنگ له درانه معین پوهاند رسول باوري سره مې، د دوی په خپله غوښتنه د ملاقاتونو په ترڅ کې د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل، وړاندیزونه مې ورته مخکې کېښودل او… دې دواړو ښاغلو زما د تیلیفون شمیره او ایمل آدرس ولیکه، خو تر نن پورې یوه هم بیا غږ نه دی کړی.

په افغانستان کې د معارف په نامه چې کوم کپـړی موټر شته، لومړی باید د هغه ډریوري یو مسلکي شخص ته وسپارل شي، بیا دې د هغه موټر د رنگولو او ترمیم د مصارفو له پاره ملا وتړي.

«د مینې کور یې زموږ

وطـنه مـور یې زموږ»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *