تاند- د کابل – کندهار پر لویه لار نن /شنبه/ سهار په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۶ تنه مړه شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل دي.

دا ترافیکي پېښه د احمدشاه ابدالي د ترانسپورتي شرکت د یوه ۳۰۳ بس او د یوه مازدا باري موټر ترمنځ د ټکر له کبله شوې ده.

د کابل- کندهار پر لویه لار د اکثرو لویو ترافیکي پېښو یو لوری د احمدشاه ابدالي ترانسپورتي شرکت وي.

د کندهار ولایتي اداره وايي چې پېښه د کندهار ولایت په اړوند په حوض مدد سیمه کې شوې ده.

د کندهار ولایتي اداره تاییدوي چې په پېښه کې ۱۶ تنه مړه شوي او تر شلو ډېر نور ژوبل دي.

ویل کېږي چې د ځینو ټپیانو حال نازک دی او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۲ کلونو راهیسې هر کال په متوسط ډول ۵ زره افغانان په ترافیکي پېښو کې مړه یا ټپیان کېږي.

ترافیکي پېښې له تروریزمه وروسته د افغانانو د مړینې دوهم لوی عامل بلل کېږي.

پر لویو لارو له یوې خوا د امنیتي ستونزو له کبله ترافیک پولیس په ازاد ډول فعالیت نه شي کولی او له بلې خوا د ترافیکي نخښو نشتوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او یا هم په ډېرو مواردو کې له نشه يي موادو کار اخیستلو ترافیکي پېښې زیاتې کړي دي.

One thought on “بیا هم احمدشاه ابدالي ترانسپورت د خونړۍ ترافیکي پېښې یو لوری دی”
  1. د کندهاریانو اول قاتل که طالب جان دی نو دویم یې احمد شاه ابدالي ترانسپورت دی. دا د کوم زورور دی چې هر وخت خلک وژني او بیا هم چلیږي. ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *