په جلال اباد کې تښتول شوې استرالیايۍ

تاند- د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره جولیا بیشوپ وايي، دیپلوماتان هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې برمته شوې استرالیايي مرستندویه ومومي.

کیري ویلسن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شوه.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تجربه کاره دیپلوماتان شته چې له دا ډول شرایطو سره مقابله کولی شي.

دې په عین حال کې وویل چې د استرالیا د حکومت پالیسي دا ده چې د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره تښتونکو ته پیسې نه ورکوي.

د مېرمن ویلسن پلار
د مېرمن ویلسن پلار

ویل شوي چې شپېته کلنې مېرمن ویلسن ته تښتونکو ویلي و چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې کارکوونکي دي.

هغې د زردوزي په نوم د لاسي صنایعو په موسسه کې له افغان ښځو سره مرسته کوله.

 د زردوزي موسسې ريیسه ډي انجیلو وايي، ویلسن د دوو سړو له لوري ونیول شوه، هغوی ادعا کوله چې د ملي امنیت د ریاست کارکوونکي دي. یو کس دباندې ولاړ و.

مېرمن ویلسن په افغانستان او پاکستان کې ۲۰ کاله کار کړی دی.

د ویلسن ۹۰کلن پلار براین ویلسن اې بي سي تلویزیون ته ویلي چې د خپلې لور په اړه سخت اندېښمن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *