نجلۍ موټی د دریاب په غاړه له پرتو ډبرو ډک کړ. دریاب ته یې یوه یوه ورغورځاره کړه. یو، دوه، درې.
پاتې ډبرې یې بیرته په ځمکه واچولې. د نوک رنګ یې په بل نوک وګیراوه. د لمر عینکې یې په سترګو کیښودې. زنه یې وپوړیده. غلی اسویلی یې وکیښ. دستکول یې پرانیست پاک دسمال یې و نه موند. چرموړلی کاغذي دسمال یې راواخیست. پزه یې پاکه کړه. ژوره ساه یې واخیستله. پوزه یې کش کړه. عینکې یې په سر کیښودې اوښکې یې ژر ژر پاکې کړې.
ـ نور نه، نور نه ورپسې ژاړم. اصلا دی باید وژاړي.
د ښي لاس خوا برج ته یې وکتل. یوه ځلمکي خپله ملګرې ښکلوله.
دې عینکې په سترګو کړې. ویې ویل: بې عقله ځوانان…
ساعت ته یې وکتل. د بس راتګ ته درې دقیقې پاتې وې. د چپ لاس خوا ته یې منډه کړه. په ایله ورورسیده.
مخامخ سیټ کې بوډا د بوډۍ لاس ټینګ ونیوه. په غوږ کې یې ورته یو څه وویل. بوډې وخندل. بوډا یې لاس مچه کړ.
دا له خپله ځایه پورته شوه. د دوی د سیټ شا ته ودریده. ویښتان یې پر مخ واچول. د جمپر خولۍ یې په سر کړه. ورو یې سلګۍ شوې. اوښکې یې وڅڅیدې.
پای
پراګ
ښکلی اما ډیره کوچنۍ.