بیلیدل
توماس چې کله په مخ راغلی نو له خندا یې غاښونه بریښيدلي، خو نن یې تندی تریو و. ورته ومې ویل:
– په څه چرت کې یې؟
– د مور و پلار
– ښه دي؟
توماس عینکي پر سترګو سمې کړې:
– پلار و مور مې له موږ جلا کیږي کلي ته کډه کیږي
– خوا مو سره بده شوې؟
– نه هسې خو د خوشالي خبره ده د اونۍ په اخره کې به په رخصتي کې ورځو سودا به وروړو دوی به موږ ته خوشاله وي او موږ ته به چکر وي
– نو څرنګه دې چرت خراب دی؟
– ژمی رانژدې دی په ژمي به دوی ډير په عذاب شي خو نه مني وایي چې ژوند په تیریدو دی او اوس د کلي په وسایلو پسې ګرځم چې چیرته یې پیدا کړم، هلته برق نشته
– برق څرنګه نشته؟
– مور مې وایي چې برق نه غواړو ټول عمر مو برق ته تیر شو اوس طبیعي ژوند کوو
– چې برق نه وي بیا خو به ژمی ډیر سخت وی
توماس خپل سر په لاسونو ټینګ کړ:
– د لرګیو مرکز ګرمي پکار ده، لمپه پکار ده، مور مې غواړي چې چرګان او اوزې وساتي نو ډیر شیان باید واخلم.
پراګ