تاند- د نړۍ ستر ملیاردر وايي چې افغان طالبان د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د محوه کېدو د لارې خنډ دي او له همدې کبله یوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي یو مخ له منځه نه ځي.

بیل ګېټس، چې د بشرپالنې په خاطر په نړۍ کې له ساري او وژونکو ناروغیو سره د مبارزې لپاره سلګونه ملیون ډالره وقف کړي، د دوشنبې په ورځ (مارچ ۲۵) له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې دا ساري ناروغي په درسته نړۍ کې له منځه یووړل شي، خو ویې ویل چې د افغانستان جګړه او د واک پر سر شخړه یې مخه نیسي.

ښاغلي ګېټس وویل«په دې هیواد کې تر ټولو لوی مشکل طالبان دي.»

ګېټس د (بیل انډ میلینډا ګېټس فونډېش) په نوم له ساري ناروغیو سره د مبارزې لپاره د څو ملیارد ډالرو بنسټ جوړ کړی دی.

د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو په هغو ځایونو کې زیات خپرېږي چې د تشناب د نظافت شرایط ښه نه وي. دا ویروس پر عصبي سیستم حمله کوي او په څو ساعتونو کې نه معالجه کېدونکې ناروغي د انسان بدن ته خپروي.

تر ۵ کلونو کشر ماشومان تر ټولو زیات په پولیو اخته کېږي خو د واکسین په ذریعه د دې ناروغۍ په اسانه مخه نیول کېدای شی.

په نوره نړۍ کې دا ناروغي د هیوادونو د خپلو هڅو او د نورو نړیوالو موسسو د وقایوي هڅو په نتیجه کې له منځه تللې ده.

په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ۳۳ پېښې او په ۲۰۱۹ کې تراوسه ۶ پېښې ثبت شوي چې ۱۶ یې په پاکستان او ۲۳ په افغانستان کې وې.

همداراز دوې قضیې نورې په نایجریا کې ثبت شوي دي.

په ۱۹۸۸ کې دا ناروغي د نړۍ په ۱۲۵ هیوادونو کې عامه وه او د ورځې به لږترلږه ۱۰۰۰ ماشومان پرې اخته کېدل.

ښاغلی ګېټس وايي «موږ باید په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغي صفر ته ورسوو. موږ له حکومتونو او مرستندویانو غواړو چې په خپلو ژمنو کلک ودرېږي.»

ګېټس، چې د مایکروسافټ له موسسانو څخه دی، وايي، د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد نړیوال پروګرام په پاکستان کې د پرمختګ په حال کې دی او دا د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ښه ارتباط لري چې د پولیو پرضد مبارزې ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

ده زیاته کړه«په سیمه کې یوازینی منفي عامل په افغانستان کې بې ثباتي ده چې هلته د طالبانو مشران واحده پالیسي نه لري، که یې خوښه وه واکسینران پرېږدي چې ماشومان واکسین کړي او که یې خوښه نه وه نه یې پرېږدي. له همدې کبله موږ اټکل نه شو کولی چې هلته به پر پولیو برلاسي شو او که نه.»

بیل ګېټس د هند یادونه وکړه چې ۱۲ کاله پخوا د نړۍ په سلو کې ۷۰ د پولیو قضیې پکې ثبت کېدې خو روانه اوونۍ په دې هیواد کې د پولیو د بشپړې محوې پنځمه کالیزه ولمانځل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *