وَ مَا تَوْفِیقِي اِلّا بِالله عَلَیْهِ تَوَّکَّلْتُ وَ اِلَیهِ اُنِیْب. د تاریخ په اوږدو کې دا لمړی ځل دی، چې د افغانستان حکومت له خپل وسله وال مخالف سره د خپل منځي “بین الافغاني” خبرو اترو وروسته په داسې حال کې جوړ جاړي ته رسېږي، چې مکّار دښمن له هر ډول نمامیت او رذالت څخه کار واخیست؛ خو بیا یې هم د سولې مخه و نشوای نیولی. هغه کسان او ډلګۍ چې په نفاق او شقاق کې یې ژرندې ښه اوړه کوي؛ کله غواړي خپل ګوډي د بل په مېچن اوړه کړي. دوی په دې ډول سیاست کې ښه ځلېدلي او ځورېدلی ولس یې د پولۍ ټک ته کېنولی.

لوی ربّ ج خپلو بندګانو ته په مختلفو الفاظو ارشادات فرمایلي، چې تاسې په کار کې پر لوی څښتن ج توکَّل وکړئ، تاسو به سوکاله او کامیابه وئ؛ نو د همدغو ارشاداتو په رڼا او سپین نیت د سولې پروسه په ریښتینولۍ سره سرته و رسېده او نن یې موږ د اسلامي ګوند رهبر ښاغلي “ګلبُدین حکمتیار” ظهور د افغانستان په یوه فرهنګي او سمسور ولایت “لغمان” کې شاهدان یو، که چېرته د سولې د دې پروسې واک هم د بهرنیانو او یا هم کورني کرکجنو څېرو په لاس کې وی؛ نو د دې لړۍ موفقیت به خیال و مهال او جنون وای

. اوس چې ورځ تر بلې د ځورېدلو افغانانو زړونو کې یو نسبي امېد واري پیدا شوې؛ بیا یو څو کرغېړنې ډلګۍ، چې د ولسونو پر اوږو یې تر پړاوونو مزل وهلی، ناولي او له تعفُن څخه ډک تبلیغات او نا وړه کړنو لکه د مشر رهبر هغه انځورونه چې د استقبالیې “ښه راغلاست” کمېټې لخوا د کابل پر ځینو څنډو او واټونو نښلولي څیرې کړي، ښاغلی حکمتیار چې د دولت سره د یوه ګډ پرېکړه لیک تر لاسلیک کولو وروسته خپل فزیکي شتون په افغانستان او کابل کې په علني توګه ښیي او د حکومت په ټینګښت کې پوره ونډه اخلي، د ځینو متخاصمو او متناقضو ډلګیو نبض انومال کړی، چې هېڅ طبیب یې در ملنه نشي کولای.

اوس بیا غواړي چې د ۱۳۷۱ کال د غوایي “ثور” ۸ وروسته تپل شوې جګړې ته ورته منازعه را منځته کړي او د افغانستان مجاهد او سر ښیندونکی حزب “اسلامي ګوند” ملګري او ځوانان حساسو ټکو ته متوجه، تر څو متقابل غبرګون و ښیي؛ خو د اسلامي ګوند غړي او هوښیار ځوانان به دا ځل له ډېر حِلم، تدبُّر او ځیرکتیا څخه کار اخلي. خپلو خلکو ته په پوره تمکین او توقیر سره هېچا ته به اجازه نه ورکوي تر څو د وګړو د ځورولو سبب وګرځي

. دښمن به خپلو شومو موخو ته د رسېدلو لپاره ډول ډول توطیې جوړې کړي، ځانګړې کړۍ به په عامه اذهانو کې د تنفُّر زړي وکري او د وضعیت د ګډ وډولو لپاره به په هېڅ کار او عمل صرفه ونکړي؛ خو متعهد، مبارز او با شهامته زلمیان باید تر وروستي حده تلاش وکړي او د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي. د وخت د مجبوریت له امله به تر ټولو ښه دوستان او ملګري ولرو؛ اما با خبر! چې ګړنګونه ډېر خطرناک دي

. هسې نه چې لکه د کابل د اویاومې لسیزې عامه وژنې او چپاول، چې د “جبل سراج” متهعدینو لخوا تر سره شول او په “چهار آسیاب” یې وتړل، دا هم هغې ته ورته بحران را منځته نکړي. هسې نه چې افغانستان د “سرو او شنو” بلواګرو د ښکېلاک او زبېښاک بهانه وګرځوي او ګرم بیا هم ملي رهبر او ستر علمي شخصیت “حکمتیار” صیب وي، دا بهانې او کانې له امکانه لرې نه دي هر راز بهانې او کرایي افراد به صفونو ته داخل شي په جزئي خبر به خدای ناخواسته حالت بدل کړي. نن وي که سبا مشر او ملي رهبر د جهادونو قائد به د لوی ربّ ج په مرسته په هسکه غاړه؛ خو در دېدلي وضعیت چې هره ورځ یې له ملت څخه په مختلفو نومونو سره د تنکیو زلمیانو جنازې روانې دي کابل ته راشي او د روان بُحران د حل لپاره به له حکومت سره اوږه پر اوږه مبارزه کوي. اسلامي ګوند، چې د افغانستان په سپېڅلي جهاد کې یې د شمزۍ “ملاتیر” حیثیت درلود او نور جهادي ګوندونه یې تر خپلې شعاع لاندې راوستي ول، د افغانستان د سلحشور او مجاهد ولس تر ملاتړ پرته د کوم بهرني کفري هېواد سلاکارانو ورته تګ راتګ نه کاوه؛ نو ځکه د مطروحه پلان له مخې خلاف د اصولو، توافقاتو او تعهداتو یوه ځانګړې ډلګۍ یې د واک تر لاسه کولو لپاره په ۸ ثور پر کابل د تسلط لپاره د جبل سراج له لارې قومانده کړل، کابل د مظلوم ولس لپاره دوزخ بدل شو. بهرنیانو نه غوښتل لکه د جهاد مدیریت په افغانستان کې یو ټینګ اسلامي او سیاسي نظام منځ ته راشي؛ نو له همدې امله یې خپل منځي جګړه توده وساتله، چې تر نن یې موږ د خونړیو پایلو شاهدان یو. تر ۲۵ کلونو را په دېخوا حکمتیار صیب منزوي کول او منزوي کېدل د افغانستان لپاره په لوړ قیمت تمام شوي، چې پایلې اوسنی سیاسي او نظامي بحران دی. که چېرته بیا هم دښمن ته مجال ورکړل شي، د افغانستان د ستر غیرتي ولس د شهیدانو آرمانونه به له خاورو سره خاورې شي. ان شاءالله حکمتیار صیب، چې له لوړ سیاسي او فکري نبوغ څخه برخه من دی، د میلیونونو شهیدانو، یتیمانو او مهاجرو د آرزوګانو د پوره کېدو لپاره به له پوره صلابت او متانت څخه کار اخلي. د آباد، پرمختللي، خپلواک، سوکاله او لوی افغانستان په هیله!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *