یو چا کیسه کوله چې پخواني ملکان ډیر زړور یا د هغه په اصطلاح نر خلک وو، په هره ښه او بده کې به قام او ولس سره ولاړ وو، په حق ویلو کې به له چا نه ډاریده، خو اوسني ټول د خپلو ګټو غله دي، چیرته چې یی سود نه وي نو قدم نه اخلي، دا خو لا څه چې د ولس درد نه درملي، بلکې لا دوه سره جنګوي او ځان ته د ګټې وټې لار جوړوي.

د سړي دې خبرو خپل ملک رایاد کړ، کټ مټ لکه چې زموږ د ملک سکنی ورور وي. دا یوازې د دوی یا زموږ د کلي د میر او ملک خبره نه ده، ډیرو نورو ځایونو کې هم همدا حال دی، هیڅ داسې کلیوال به ونه ګورې چې ودې وايي کور یی له غنمو ډک چې ملک مو راته دا توره کړې.

دغه د میر او ملک شتوالی هغه پخوانی دود دی چې لا هم د هیواد په اکثرو سیمو کې ژوندی دی، دا ملکان که په ځینو ځایونو کې د خلکو او ولس په خوښه انتخابیږي، خو ډیرې سیمې داسې هم دي چې د زر او زور پر مټ راج چلوي. له مشرانو مو اوریدلي چې پخوا به ملکان د سیمې محبوب او مخلص اشخاص وو، دوی به پر قام دومره مین وو چې ځان به یی هرې بلا ته مخ کاوه، خو ولس به یی ترې ژغوره، د ولس غږ او غوښتنه یی په ډیر جرت غبرګاوه او له حقه به نه تیریده، خو اوسني هغه بیا بالکل د هغو اپوټه کارونه کوي. له نورو سیمو ډیر نه یم خبر، خو د ننګرهار په ډیرو کلیو او بانډو کې مې له هیڅ یوه کلیواله دا نه دي اوریدلي چې له خپل میر او ملکه راضي اوسي، دوی پر خپلو ملکانو هومره بې باوره دي څومره چې پر نورو دولتي مشرانو دي، حتی ډیر خو یی لا دا هم وايي چې ملکان یی د ولایتي او سیمیزو چارواکو لاسپوڅي او غوړه مالان دي، له ولس سره د هرې مرستې ډيره برخه د همدوې تر منځه ویشل کیږي او یوه ناڅیزه حصه یی خلکو ته رسیږي یا نه.

خبره اصلا له دې ده چې کله بیا د ځینو رسنیو له لارې د ولس غږ تر چارواکو رسیږي، نو د پړې ګوته هم همدې بیچاره ولس ته نیول کیږي. مسولین وایی ملکان د ولس انتخاب وي، دوی په کې هیڅ دخل او رول نه لري، که ولس ترې خوښ نه وي نو خپله یی چاره وکړي.

سمه ده چې د سیمیزو یا ولایتي چارواکو دا خبره یو منطق لري، خو ښايي له دې به ناخبره نه وي چې په ډیرو ځایونو کې دا ملکان ډیر زورور وي او بیوزله ولس مخې ته یی د دریدلو جرت نه شي کولای. زه وایم که په رښتیا هم اوسني عصر کې د میر او ملک اړتیا وي او په ډيرو مسایلو کې له سمیزو چارواکو سره د ولس په نمایندګۍ دریږي، نو باید مسولین له دې ځان ډاډمن کړي چې ورغلی ملک د ولس رښتینی استاز دی، او که نه نو سیمیزې ادارې ولې نیغ په نیغه د ولس له حاله ځان نه خبروي چې د ملکۍ دا سولیدلی هم ختم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *