تاند، جمعه، د دلوې ۲۵مه: د قطر له مذاکراتو باخبره سرچیني وايي، طالبانو او امریکايي لوري د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې د تاوتریخوالي د راکمولو او ترې وروسته د سولې دهوکړې د لاسلیک په اړه توافق کړی دی.
د سرچینې په قول د تاوتریخوالي کموالی به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۲۲مې نېټې پيل شي او د همدې میاشتې په ۲۸مه به پای ته ورسېږي.
طالب سرچینې دا هم وايي، که د تشدد د کموالي اووه ورځنۍ موده په بریالیتوب پای ته ورسېده، نو د فبرورۍ په ۲۹مه به امریکا او طالبان په خپلو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړي چې ورسره به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او افغاني مذاکراتو پيل ته لاره خلاصه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار اوبراین هم د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې د سولې د هوکړې د لاسلیک د امکان خبره کړې وه.