تاند، پنجشنبه د چنګاښ ۲۷ مه: څو شیبې وړاندې د کندهار د امنیه قوماندانۍ په دروازه کې موټر بم برید شوی دی.
سرچینو تاند ته تایید کړه چې برید د امنیه قومندانۍ شمالي ډډې ته د لومړي قرول سره شوی او له چاودنې وروسته وسله وال له پولیسو سره نښتي دي.
د برید ځای د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت ته نږدې دی.
جګړه لا روانه ده او د تلفاتو په اړه یې څه معلومات نشته.
خو څو ورځې وړاندې طالبانو همدغسې برید کې د بادغیس ولایت امنیه قومندانۍ تر مخه پولیسو سره جګړه کړې وه.