تاند نیوز ډېسک: د مصر د اخوان المسلمین مشر او پخوانی ولسمشر چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د واک له چپه کیدو وروسته زنداني و، نن په ناڅاپي ډول په محکمه کې مړ شوی دی.

نوموړی نن د جاسوسۍ په تور محکمې ته راوړل شوی و، چې د محکمې د غونډې په جریان کې ولوېد او وروسته یې په روغتون کې مړینه تایید شوه.

ویره ده چې د مصر پوځي حکومت به د مرسي تر مرګ وروسته له چیلنجونو سره مخ شي.

۶۷ کلن مُرسي د مصر لومړنی ولسمشر و چې په ۲۰۱۲ م کال د ازادو انتخاباتو له لارې غوره شو.

دی په ۲۰۱۳ م کال له پراخو اعتراضونو وروسته د پوځ له لوري له واکه وپرزول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *