وایي چې یو وخت په شوروي اتحاد کې، یو ډګروال ډېره هیله درلوده چې ژر له خیره جنرال شي او یوه ورځ په ښایسته جنرالۍ یونیفورم کې د ګاونډیانو، خپلوانو او همزولو په مخکې هسکه غاړه ټټر مخکې وباسي، په ویاړ خپلو پلیټونو او شعاع ته وګوري او په سترګو یې وپوهوي چې دا دی زه هم جنرال شوم!

راوي وایي چې کلونه تیر شول؛ خو چا ډګروال ته جنرالي ور نه کړه. مشرانو به ویل چې جنرالي د کار او وړتیا خبره نه ده، دا په (صوابدید) پورې اړه لري چې وزیر یې په چا پیرزو کړي، بس جنرال شي!

د خدای کړه و، د بنده ورته کاته و. له څو کلونو ترخه انتظار وروسته، ډګروال د اعصابو په ناروغی اخته او په روغتون کې بستر شو. له اکسرې او معایناتو وروسته د ډاکټرانو پرېکړه داسې وه چې دا ناروغ باید ژر تر ژره عملیات شي؛ ځکه چې د مغز پنځمه برخه یې ورسته شوې او له کاره لوېدلې ده.

خیر د عملیات ورځ ورسېده، د ډګروال په سر یې چاړه ووهله، ټولې تیاریانې ونیول شوې، ناروغ یې په میز څملاوه، انستیزي والا راغلل او عملیات پیل شول. ډاکټرانو د سر کوپړۍ پرانسته، تاوده ماغزه یې ویستل او څنګ ته یې په لوښي کې کېښودل ورو – ورو یې د مغز هغه ژوبله او ورسته برخه لیری کړه، روغ مغز یې بېرته په کوپړۍ کې ځای په ځای کړ او د ډګروال سر یې وګانډه.

راوي وايي هغه وخت چې ډاکټران د ډګروال د مغز په کتلو بوخت وو او څه برخې یې ځینې پرې کولې، ناڅاپه د خونې دروازه بېرته شوه، یو ځوان ضابط چې په منډه راغلی و او سا یې بنده – بنده کېده، د پوځي سلام له پاره پښې وټقولې او په جګه یې وویل چې ډګروال صاحب جنرالي دې مبارک شه!!

او بیا یې لږ توضیحات ورکړل چې د ستر درستیز دومره نمر مکتوب راغلی او ته له خیره سر له ننه جنرال شوی یې!

وايي کله چې ډګروال دا خبره واورېده، سمدلاسه د عملیاتو له میز څخه پاڅېده، بوټونه یې وتړل او په تشه کوپړۍ یې د دروازې خوا ته وځغستل!

راوي وايي ډاکټرانو او نرسانو چې دا حالت ولید، په ډګروال پسې وځغستل چې بېرته یې ستون کړي، یو ډاکټر د مغز ډکه کاسه جګه نیولې وه او په ډګروال یې چیغې وهلې چې چیرته ځې او ظالمه، مغز دې دلته پاته شو!!

راوي وایي چې ډګروال په داسې حال کې چې له خونې څخه ووت، شا ته وکتل او ډاکټرانو ته یې وویل چې زه لاړم، زه جنرال شوی یم او تاسو په دې پوهېږئ چې شوروي جنرال مغز ته اړتیا نه لري!! تاسو پوهېږئ او دا یوه کاسه تاوده ماغزه!!!

کله چې سړی داسې یوه کیسه واوري او د افغانستان اوسني خونړي حالت  ته ځیر شي، یقین وکړئ چې دا زموږ تش په نامه تنظیمي او سیاسي مشران، اقتصادي مافیا، حکومتي چارواکي، د پردیو استخباراتو افغاني مامورین، د پارلمان غړي او نور د همدې ډګروال په شان، په داسې حال کې له روغتونونو څخه وتلي چې ماغزه یې هلته پاته دي!!

که داسې نه وي، نورمال انسانان خو خپل هېواد او خپلو ارمانونو ته که هغه کور، کالي، ډوډی وي یا جهاد افغانستان دفاع پاکستان، یا اگر مقاومت نمیبود، حالا افغانستان صوبه پنجم پاکستان میشد یا بل هر څه، هومره خاین کېدلای نه شي لکه موږ چې په سترګو ولیدل!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *