بېدل مې ډېر خوښېده. دا کوم امتیاز نه و. بېدل د هر چا خوښېږي. د سرآهنګ له سندرو به مې کله یو نیمګړی غزل یا کوم شاه فرد په کتابچه کې ولیکه. کله کله به چې د بېدل کوم غزل په مجله کې په لاس راغی نو سم اختر به و.

پلار مې ادبي جایزه وګټله. په جایزه کې یې د بېدل د کلیاتو یوه دوره چې هغه مهال په کابل کې نوي چاپ شوې وه، ورکړه. په خپل کور کې د دغو کتابونو لیدل راته زما د ژوند تر ټولو خوندوره حادثه وه. غوښتل مې چې د کتاب پر لومړي مخ خپله د ملکیت ادعا ولیکم خو زړه مې و نه کړ چې دا ښکلی کتاب پر خپل کوږ ووږ خط بدرنګ کړم. د لومړي ټوک د داخلي عنوان او متن تر منځ د سپينې پاڼې په یو کونج کې مې په ډېر کوچني لیک «ن.م» ولیکل. پر سبا چې له ښوونځي راغلم نو کلکه اراده مې کړې وه چې ټول وخت به له بېدل سره تېروم. خو کتاب له کوره کډه کړې وه. ماښام خبر شوم چې پلار مې هغه کتاب په نولس سوه افغانیو پلورلی و. هغه خوښ و چې د کور یو دېوال به پوره شي او زما له زړه یو الله خبر و.

پينځه ویشت کاله وروسته، د پېښور په ارباب روډ کې مې په یوه کتاب پلورنځي کې د بېدل کلیات وموندل. يوه دوره مې په شپږ زره کلدارې و پېرله. کټ مټ هماغه د پلار جایزې ته ورته و. چې کور ته راغلم په ډېره اسره مې د لومړي ټوک د داخلي عنوان او متن تر منځ سپینه پاڼه راواړوله.

هغه کونج چې ما په نخښه کړی و، موږک خوړلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *