ښوونځی، پوهنتون او بله هره علمي موسسه مو بېسوادي نه شي محوه کولای. په افغانستان کې د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې د کميت په لحاظ پاموړ کار وشو.
دا وخت لسګونه زره محصلين، تر څلورو لکو د کانکور ګډونوال او له لس ميليونه زيات زده کوونکي په افغانستان کې د زده کړې د بهير د لوړ کميت څرګندويي کوي. همدارنګه په بېلابېلو برخو کې علمي سيمينارونه، ورکشاپونه او د ځوانانو د روزنې په موخه بېلابېل پروګرامونه تر سره شوي دي، چې د ښوونځيو او پوهنتونونو تر څنګ يې د ځوانانو په روزنه کې ګټور بللای شو، خو د کيفيت په لحاظ لا هم موږ ستونزې لرو.
د کيفيت په لحاظ په نورو سيمو کې يو څه کار شوی، خو په پښتني سيمو کې د بېلابېلو دلايلو له امله ځينې جدي نيمګړتياوې شته. له يوه لوري يې دښمن پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي، پښتون بچی لوسته شي، له بل لوري د مسوولينو او کورنيو بېغوري، دغه برخه ټکنۍ کړې ده.
پښتانه ډېری وخت ستونزو ته حل لارې بل ځای لټوي، هغه ستونزې چې خپله يې موږ حل لرو، ولې ورته بې ځوابه يو؟!
يوه ستونزه دا هم ده، چې موږ هر وخت راتلونکي وخت ته انتظار يو، چې نهايي استفاده به ترې کوو. نن ته مو چې پرون انتظار کاوه، استفاده نه ترې کوو، همدارنګه سبا ته چې نن انتظار کوو، هسې عبث تېرو.
په نوره نړۍ کې چې د ټولنيزو ستونزو د محوې لپاره ملي او نړيوالې ورځې معلومې دي او اوس يې په افغانستان کې هم يو شمېر ورځې نماځل کېږي، هغه شان چې بايد خلکو ته پيغام ورکړل شوی وای، نه وي.
د بېلګې په توګه د اکتوبر پنځمه د ښوونکي ورځ ده، چې په افغانستان کې د بېسوادۍ د محوې، د ښوونکو د درناوي، د زده کړې د اهميت ګڼ پيغامونه پکې ټولنې ته ورکول کېدای شي، خو دلته لکه څرنګه چې اړينه ده هسې نه وي.
همدارنګه د کتاب نړيواله ورځ، په خپله ژبه د زده کړې نړيواله ورځ او نورې ورځې چې موږ ته د پيغام رسولو ښه موقع راکوي، خو بدمرغي ده، چې موږ له دې ورځو تر اوسه پورې سمه استفاده نه ده کړې.
زموږ هغه دوستان چې بايد د علم و فرهنګ لپاره يې ځوانان هڅولي وای او تمه ترې کېږي، دا کار نه کوي. زه خو د استاد اسدالله غضنفر پروګرامونه تر سلګونو هغو شاعرانو بهتره ګڼم، چې اوس هم پښتانه جنګ ته هڅوي، د درمل صاحب مشورو ډېر ځوانان مطالعې ته هڅولي، د محمديار صاحب هلو ځلو دا نتيجه ورکړې، چې يو شمېر ځوانان دې د علم و فرهنګ لپاره تبليغ وکړي، همدارنګه يو شمېر نور دوستان شته، چې په دې برخه کې يې يو څه کار هم کړی، خو له يو لاسه ټک نه خېژي. که ټول د يوې ټولنيزې پدېدې په اړه غور او کار ونه کړو، ټولنه به مو همداسې وروسته پاتې وي.
فرهنګيان او د ادب مينه وال د ټولنې په سمون کې مهم رول لري، که وغواړي، چې خپله ټولنه له بدبختيو وژغوري نو ډېر څه کولای شي، مثلا د جهل د ورکولو په اړه ليکنې وکړي، له خلکو سره په ناسته ولاړه کې د کتاب ستاينه وکړي، يوازې په شعرونو کې مسوليت نه ادا کېږي.
په سړو سيمو کې ښوونځي او پوهنتونونه ژمني رخصتۍ لري، نو له دې وخت څخه په استفادې زموږ هغه استادان چې په ليسو کې دنده لري او يا په پوهنتونونو کې استادي لري، له دې موقع څخه دې استفاده وکړي او په خپل کلي، کور او جومات کې دې يو څوک په ځان راټول کړي، د ورځې په اوږدو کې دې يوازې دوه ساعته بې له کوم امتيازه تدريس وکړي، نو خپل مسوليت به يې ادا کړی وي. همدا يې وخت دی، ژمی دی، پښتانه زده کوونکي، محصلين، استادان او مدني فعالان ډېر وخت لري، خلکو ته د بېسوادۍ د محوې پيغام ورسوئ او عمل وکړئ.
ځينې کسان دې خپلې خبرې يوازې تر شعار پورې نه محدودوي، عملي، کوټيل او ريښتيني ګامونه پکار دي، چې پورته شي، پرمختګ وشي او په پای کې يوه لاسته راوړنه واوسيږي، هغه که زما له لوري وي او که ستا، خو چې د ټولنې لپاره وي.
که موږ د معارف او يا هم د لوړو زده کړو ادارو مسوولين ملامتوو، په ولس کې هم بايد دا وړتيا پيا شي، چې د خپل کلي او مالت ښوونځی وساتي، خپل بچی د يو ساعت لپاره ور واستوي، تر څو هغه دروازه د ده په وسيله پرانستې پاتې شي.
د مدني ټولنو فعالين او ولس کولای شي، د خپلو سيمو د پانګوالو په مټ علمي مراکز اجاد کړي، چې ځوانان پکې راټول شي، يوڅه زده کړي او يوڅه تر نورو ورسوي.
کورونه مو په علم رڼا شه!