تاند- د نړۍ تر ټولو شتمن، د مایکروسافټ خاوند بېل ګېټس د دې لپاره چې خپله ویبپاڼه یې مشهوره شي، د ځان عجیب و غریب عکسونه او ویدیو خپره کړې ده.
بیل ګېټس ظاهراً دروند او جدي شخصیت لري خو په دې ویدیو او عکسونو کې، چې ده په خپله ویبپاڼه کې خپرې کړي دي، د خپل عادي کرکتر خلاف له ځانه کله چرګ جوړ کړی او کله د افریقا یو تورپوستی.
د ده دا ویدیو په ۳ ورځو کې تر ۸ لکو زیاتو خلکو لیدلې ده.
بیل ګېټس، چې د نړۍ تر ټولو لوی شتمن ګڼل کېږي، په خیریه چارو تر ټولو زیاتې پیسې لګوي.
په وروستیو ورځو کې د بریتانیا د یوې ورځپاڼې په نظرپوښتنه کې بیل ګېټس د خیریه کارونو په خاطر د نړۍ تر ټولو غوره شخصیت بلل شوی و.