بېنزیل کلورایډ
Benzyl chloride
بل نوم یې (α-chlorotoluene) دی، یو عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې C6H5CH2Cl دی. بې رنګه مایع ده. په صنعت کې د (gas-phase photochemical) په ذریعه د (toluene) او (chlorine) له تعامل څخه تولید کیږي. فورمول یې لاندې وګورئ.
C6H5CH3 + Cl2 → C6H5CH2Cl + HCl
په پورته یاده شوې طریقه تقریبا هر کال ۱۰۰۰۰۰ ټنه تولیدیږي. تعامل یې د ازاد راډیکالي بهیر له لارې ترسره کیږي او د کلورین ازاد اټومونه پکې منځګړتوب کوي. د تولید له بهیر څخه یې بېنزال کلورایډ او بېنزو ټریکلورایډ هم ترلاسه کیږي. د بینزیل ایسټر لپاره پرېکرسر دی او په پلاستیک جوړونه، د مزې ورکونکي په توګه او په عطرو کې کاریږي.
 
په هایډرولایزېس تعامل کې له اوبو سره تعامل کوي پایله کې بینزیل الکول او هایډروکلوریک اسید جوړوي. که چېرې د انسان له مخاطي غشاء ګانو سره اړیکه کې شي هایډرولایز کېدنه یې هایډروکلوریک اسید جوړوي او له همدې امله د اوښکو بهونکې وسلې په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي، د پوستکي هم سخت نا ارامه کوونکې ماده ده. په متحده ایالتونو کې د سختو زهري کیمیاوي توکو په نوملړ کې شامله ده.
 
Benzyl chloride
Chemical structure of benzyl chloride. Image by Edgar181

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *