د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د شلټر موسسې له لوري ۴۲ بې وزلو مهاجرو کورنیو لپاره کورونه رغاول کیږي.
د ټولنیز خوندیتوب د سکتور غونډه چې نن ( دوشنبه) د ولایت په مقام کې د میدان وردګو ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ جوړه شوې وه،د کډوالو چارو رئیس وویل چې د شلټر د موسسې له لوري هغه بې وزلو مهاجرو کورنیو ته چې د کور جوړولو توان نلري، د کور ودانۍ ورته رغاول کیږي.
همدا راز د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس وویل چې په دغه ولایت کې په بېلابېلو وختونو کې د طبیعو پېښو پرمهال یې زیانمنې شوې څلور پنځوس پروژې چې په کې استنادي دیوالونه،پلچکونه او ویالې شاملي دي د پلي کولو په موخه یې WFP ادارې ته سپارلي .
په غونډه کې د میدانښار د هټیو د منظمولو په اړه هم خبرې وشوې چې د یو ګډ هیئت چې د عامې روغتیا ریاست، چاپیریال ساتنې، ښاروالۍ او امنیتي ارګانونو څخه تشکیل شوی دی د هټۍ والو لپاره د منظمو ځایونو ټاکل او هلته د هغوی انتقالولو دنده به ترسره کړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د غونډې ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه،چې تر راتلوونکې بلې غونډې پورې باید ورسپارل شوي کارونه د پلي کيدو په موخه تعقیب کړي ترڅو په اړوندو برخو کې د دغه ولایت د خلکو شته ستونزې حل شي.
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر