فضل رحیم خروټی

په فاني نړۍ کې  هر انسان ځان سره، هيلې او امېدونه لري چې ځينې يې پوره کيږي او ځينې له ځان سره تورو خارو ته وړي. زموږ په وطن کې که څه پخوا سواد دومره عام نه وه خو په دې يوې نيمې لسيزې کې نوى کهول له ستونزو سره سره زده کړو ته د ارمان په سترګه ګوري او له همدې لارې غواړي خپلې کورنۍ ته د يوې مړۍ په بدله کې ټولنې ته کار وکړي. چې په دې بهير کې دولس کاله ښونځى په لوږه، تنده او حتى د يوه قلم او کتابچې اخيستلو توان ورسره نه وي خو وايي يې. وروسته د کانکور ازموينې په درشل کې شپې په رڼو سبا کوي، تر څو لوړو زده کړو ته لار پيدا کړي، همداسې د پوهنتون څلور کلنه دوره، له اقتصادي، بې سرپنايي، کورني مسٶليت او سل نورو کړاوونو ګاللو سره سره لولي. خو په دې لړلۍ کې زړه يې يو څه ته خوښ وي چې کله فارغ شم، ښه دنده به ولرم او د خپل ژوند تر څنګ کورنۍ سره به هم دې مرستې جوګه شم. همداسې کله چې د فراغت سند تر لاسه کړي په کلنو کلنو دندې پسې لالهاندى ګرځي خو سرخوړلې نه پيدا کيږي.

په يوه مجله کې لوستي وه: بيکاري له انسان ژوند اخلي دا ګواښونه په نارينوو کې 78 سلنه او په ښځينوو کې 37 سلنه ثابت شوي. په دې مانا د نارينوو ژوند دې ښځو په پرتله ډېر تر تهديد لاندې دى او دې مرګ ګواښ يې 63 سلنه زيات دى.

څرګنده خبره ده چې ماشوم نړۍ ته سترګې وغړوي د ځوانۍ تر بهيره ژوند ده ته دې خوندونو ځاله ښکاري خو کله چې دې ځوانۍ پوړۍ يې په بره ځي، يو لړ درانده مسٶليتونه ور  په غاړه کيږي. دې هغو له جملې څخه د خپل ژوند برابرولو تر خوا کورني مسٶليتونه هم ور په غاړه کيږي. چې ددې مسٶليتونو سرته رسولو لپاره پيسو ته اړ کيږي او دې پيسو لاسته راوړلو په پار مثبې لارې پرې بندې شي نو په منفي لارو هم درېغ نه کوي. لکه: غلا، مخدره تکو استمعال او تجارت، انسان تښتونې او سل نورې ناوړه کړنې تر سره کوي چې په پايله کې نه يوازې خپل ژوند يې خراب کړى اوسي د کورنۍ ترڅنګ ټولنې ته يې  هم اور ورته کړى وي.

هغه کسان چې دې لړۍ کې بريالي ښکاري يعنې دنده لري تل خوښ او د خپل ژوند پوهېدنې او دې ژوند له هرې کړۍ نه خوندونه اخلي او تل دې ځوانۍ احساس په کې هڅانده وي او هغه کسان چې په دې کاروان کې پاتې راغلي وي د يو شمېر وژونکو ستونزو او ننګوونو په منځ را ګير وي. پر خپلو کړو زده کړو پښېمانه وي او نورو ته منفي اندونه ورکوي چې د ژوند خوند لا څه د ژوند اره مانا هم ترې ورکه وي.

هره کړۍ د خپل پېچلي راتلونکي په اړه د فکر په بازار کې را ګير وي، ځان او حاکم نظام ملامت بولي چې ملامت هم دى په اخر کې د بدو او شومو اعمالو تر سره کولو لپاره لاس په کار کېږي چې پورته کرښو کې مې يادونه کړې ځکه دوى دې فکر وړي وي چې نور د هيلو او امېدونه ورونه يې پر مخ تړل شوي دي.

نورې خپلې کرښې د شاعر په دې بيت  سره رانغاړم.

د خندا او خوشالۍ وختونه تېر شول

په زړګي مې د خپل يار غمونه ډېر شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *