له ناټو او امریکا سره د امنیتي تړون تر لاسلیک را وروسته د هېواد په ګڼو سیمو کې ناامنیوو پوره زور اخېستی دی.

پر ناامنۍ سربېره په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو تر ټاکنو له مخه او را وروسته بېکاري په پراخه پیمانه زیاته شوې ده.

دغه ډول ناسم وضعیت چې اوسمهال په هېواد کې جریان لري، د دې وضعیت د پېښېدو ګواښ طالبانو هغه مهال کړی و چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره مشروتي لویه جرګه را وبلله او د جرګي غړو په لوی اکثریت له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره مثبت نظرونه ورکړل، خو وسلوالو د امنیتي تړون تر لاسلیکه خپل بریدونه په عادي ډول وساتل.

کله چې د پخواني ولسمشر کرزي دوره پای ته ورسېده او نوی دوه سری حکومت رامنځته شو، نو دوی د امنیتي تړون په لاسلیک کې ځنډ ونکړ او د لوړې تر مراسمو يې څو ورځې وروسته سم دلاسه له ناټو او امریکا سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

وسلوالو چې  د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته د پراخو او بربادونکو بریدونو لپاره جدي او بشپړ چمتوالی لاره، نو د هېواد په بېلابېلو او په ځانګړې ډول د پلازمېنه کابل کې پراخ برېدونه وکړل چې ګڼ خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله او ډېری نور یې پر تشویش او د ناخونديتوب پر احساس اخته کړي.

د ارواپوهنې د علم عالمان وايي، عام انسانان له هغه جریانه ژر اغېزمنېږي چې مسقیمآ ورسره مخ شي او یا په پنځګونو حواس حس کړي.

د کابل په څېر د ګڼې ګوڼې په یوه ښار کې چې پلي وګرځئ ، نو په یوه ګړۍ کې سلګونه کسان په بېلا بېلو رنګونو لیدلی شئ چې ځینې ېې د ځان سره خبرې کوې، څوک په روانه پر ګرځنده تېلیفون غږېږي او ځینې خو سر پر زنګانه ایښی وي په غرقو چورتونو کې ډوب وي.  د دغو وګړو ژوند اوږدو جګړو، بې کارۍ، اقتصادي کمزروتیا، کورنیو ستونزو او نورو ناخوالو ور ګډوډ کړی دی.

په افغانستان کې د رواني ناروغانو کره شمېر نه دی معلوم خو اټکل کېږي چې د دې هیواد د وګړو له نیمايي هم ډېر په یو نه یو ډول له ارواي پلوه کړېږي.

دلته چې اوسمهال ټولنیزه میډیا په پراخه کچه کارونکي لري او هېواد په ګوډ ګوډ کې خلک کاروي او پکې خپرېدونکي مطالب اوري، لولي او تبصرې پرې کوي، له پېښېدونکو  پېښو ژر خبرېږي او د انسانانو پر روان مستقیمه اغېزه کوي.

د رواني ناروغانو په باور هغه وخت چې انسانان تر کلک روحي فشار لاندې ونیول شي، نو پر نشي توکو، ناوړه اعمالو او د غچ اخېستې پر احساس اخته کېږي، چې بلاخره انسان په بشړ ډول د بدو اعمالو د اجراا قاطع تصمیم نیسي او د ځان پر وړاندي د موجودو افرادو د له منځه وړلو هڅه کوي.

په دې فقر ځپلې ټولنه کې چې پر لویانو سربېره کوچنیان هم د خپلو کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په ښار کې پر لاسي کرچیو توکي پلوري ګڼ شمېر اروايي ناروغان دي. د اروايي ناروغیو متحصصین وايي، د لویانو په پرتله کوچنیان د فشار له امله ډېر ژر او په اسانۍ په اروايي ناروغیو اخته کېږي.

د رواني ناروغیو ډاکټران وايي، رواني ناروغان دغه ستونزې لکه وېره، خپګان، سربدالي، د ځان وژنې فکر، خپل ځان او نورو ته زیان اړول، له ځان او نورو کرکه او له  ځان او ټولنې سره پریکون دي.

کارپوهان وايي، که نوی حکومت په هېواد کې د شته ناسم امنیتي وضعیت او د بېکارۍ د ستونزو د لمنځه وړلو لپاره بنسټیزې حل لارې ونه مومي، نو دا ستونزه به پر روغو کسانو هم اغیزه وکړي او د دې جدي ناروغۍ د مخنیوي لپاره به په ځنډ هڅې بیا هېڅ پایله ورنه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *