د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۴/حمل/۲۹

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر عبدالمتین بېک، د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې، د شنبې د ورځې ترهګریزې پېښې، چې له امله یې ګڼ شمېر بې دفاع خلکو ته مرګ ژوبله واوښته په سختو ټکو غندلې او دا کار یې یو نه بخښل کېدونکی جنایت بللی دی.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر د ننګرهار ولایتي ادارې ته لارښوونه کړې، چې د پېښې د عاملانو د موندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو په برخه کې، له امنیتي اورګانونو سره په ګډه، کار وکړي.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر عبدالمتین بېک، د قربانیانو له کورنیو سره د ژور تسلیت مراتب شریکوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.

دا او دې ته ورته نورې پېښې، د افغانانو د وژنې لپاره د هغه دښمن د هلو ځلو برخه ده، چې نه غواړي زموږ هېوادوال په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *