د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره

خبرپاڼه

۱۳۹۳/قوس/۲۹

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست او د مالي او اداري چارو معین متین بېک، د شنبه ��ر ورځ د بلخ ولایتي شورا له  رییس محمد ابراهیم خېر اندېش او یو شمېر غړو سره په لېدنه کې و ویل، چې ډېر ژر به د افغانستان د ټولو ولایتي شورګانو غړي په دریو پړاوونو کې کابل ته راوغوښتل شي او له نوې د ندې سره پر اړوندو مسایلو به درې ورځني ورکشاپونه ورکړل شي. بېک د بلخ ولایتی شورا غړو ته د نوې دندې د پیلولو مبارکي ورکړه او د خلکو استازیتوب یې دروند مسوولیت وباله. د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سرپرست د بلخ ولایتي شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې په سیمه ییزه اداره کې د چارو د شفافیت، د خدماتو په عرضه کې د خلکو د ګډون او د بیارغونې چارو له کیفیت څخه د څارنې په برخه کې له سیمه ییزې ادارې سره همکاري وکړي.د بلخ ولایتي شورا رییس ابراهیم خېر اندېش د نورو په استازیتوب، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې له ملاتړ او همغږۍ څخه مننه وکړه او خپلې یو شمېر تدارکارتي او مالي ستونزې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې له سرپرست سره شریکې کړې. د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سرپرست اړوندو رییسانو ته د بلخ ولایتي شورا د ستونزو د هواري لارښوونه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *