هغه نن ټوله ورځ ونه لوبيد. د لوبيدلو به نه و ګنې نن خو يې د لوبو ورځ وه د ښوونځي د رخصتيو لومړنۍ ورځ، داسې ورځ چې ټول کال يې ورته سترګې نيولې وې او د خپل تنکي فکر نيلى يې ټول کال په دې ستړى کړى و چې کومې لوبې به کوي او چېرته به يې کوي ولې ددې ستړى نه خلاص و چې لوبې به له چا سره کوي ځکه چې لوبو له لکشمي وه لکشمي، د دوى د هندو ګاونډي لور وه چې لا لسم کال به يې هم نه و پوره شوى. غريبه وه ډيره غريبه، ولى دولس کلن آدم خان غريب نه و، د مومن خان زوى و. پلار په نيکه په وطن کې هم خانان وو او هندوستان ته يې هم د خانۍ زور او نوم دواړه وړي وو.

د آدم خان نيکونه چېرته ډير پخوا له غزني نه تللي او په رامپور کې يې اړولي وو او يو دوه پيړۍ خو يې هلته هم نيکونو ښه سوره خاني چلوله دا بيله خبره وه چې اوس يې پلار له شومتوبه پيسې چيچلې او ځان يې د رامپور ګڼلو.
د آدم خان په وړو غوږونو به د غزني نوم اوس هم خوږ لګيده.

هسې هم د هغوى په کورنۍ کې د غزني نوم ډير نه ياديده چېرته کال نيم وروسته به کومه خبره داسې وشوه چې غزنى به ياد شو او دا خبرې به يې پلار ډيرې کولې، خو آدم خان د مور له مرګه وروسته د تره کره ښار ته ولاړ او تره يې په دې ستړو سر نه خوږولو. د آدم خان پلار په کلي کې ميشته و، کور او ځمکې به يې ساتلې او هغه لوى باغ به يې ساته چې د ګورو څانګو، ونو په روغ منځ کې يې د سپينو اوبو وياله داسې تيره شوې وه لکه چا څڼورې هندوې چې په ويښتو کې لار کړې وي او آدم خان به ټوله ورځ د همدې ګورو څانګورو ونو سيوري ته د اوبو د ويالې په غاړه له لکشمي سره لوبې کولې. دواړو به پټ پټونى کاوۀ د شګو کوټنۍ به يې جوړولې، شنې ميوې به يي شکولې، په اوبو کې به يې مخونه مينځل…
څه نه وو چې نه ييې کول، او چې ماښام به شو نو د سبانۍ لوبو په خوشحالۍ به ويده شول.

کلونه واوښتل چې دوى دا لوبې کولې او بيا کلونه واوښتل چې دا لوبې ونه شوې. خو نن يې ورځ وه، د آدم خان د ښوونځي د رخصتيو لومړنۍ ورځ. آدم خان چې سهار له کوره ووت نو د ګاونډي سيتارام کور ته ولاړ چې لکشمي وګوري خو لکشمي هلته نه وه، مور يې هم نه وه د هغې نه خو آدم خان خبر و چې شپږ مياشتې وړاندې مړه وه، اوريدلي يې و چې په مرۍ کې يې دانې وې. ځيلى به يي وى يا به ناسور و، چې څه وو، وو به، آدم خان پرې څه پوهېده هغه خو د سيتارام په ستړى مشو هم سم پوه نه شو، ايله دومره پوه شو چې لکشمي د کلي د شتمن چوهدري کره ده او هلته مزدوري کوي.
((نو، نه راځي)) آدام خان پوښتنه وکړه.
((نه چېرته راتلى شي))
((لوبو له، لوبو له خو، به راشي که نه؟؟))
((لوبو ته يې د چوهدري ښځه نه پريږدي)) سيتارام ځواب ورکړو. آدم خان ته د چوهدري ژبه وره ښځه ور ياده شوه او د چوهدري په شام له ويرې ورپيد.

((ماښام له خو به راشي؟؟)) آدم خان په تادۍ وپوښته.
(( نه شپه او ورځ هلته وي، هم هلته کار کوي او هلته پاتي کيږي)) سيتارام لږ غلى شو لکه په خپلو خبرو چې فکر کوي او بيا يي وويل:
کار څه خو بيګار کوي. او د بيګار د ټکى سره يوه خوږمنه موسکا د سيتارام چاودلو وښکو ته کوزه شوه. ((نو هيڅ کله نه شي راتلى)) آدم خان جوړى د لوبو نه، نه شو صبريدلى.

((رابه شي، خو چې کله د چوهدري د شپيتو روپو، پور پرې کړو)) ((شپيته روپى؟؟)) د آدم خان وروځي له حيرته ورپيدى. تر شپيتو خو به، په تشو شميرلو هم، د واړه آدم خان ساه سووله. دا ځکه ورته شپيته روپى ډيرى شکاره شوى او داسى يي وګڼله لکه سيتارام چې په ٦٠ کالو کې هم ددې پور د پرې کولو نه وي. دې تصور د لکشممي سره د آدم خان د لوبو ليونۍ تنده سړه کړه او وړوکي آدم خان بې لوبو ستړى شو هغه ټوله ورځ په کور تيره کړه او کرى شپه ناکراره و خو په يوه خبره پوه و او هغه دا چې پور، پور دى پرې کول به غواړي چې کله سحر شو نو آدم خان نيغ ولاړ، د کلي د کولال نه يي د پيسو منگوټى واخيست داسى منگوټى چې خوله يي بنده وه او د اړخ په تنګ سوري کې يې پيې غورزيدى خو پيسې ترې نه راوتې. د آدم خان په زړه کې اوس د لوبو د ماشومو آرزوگانو ځاى د خلاصون کلکو ارادو نيولى وو، د يوې ماشومې خلاصول و چې په ييسو کيدل او يو وروکې و چې پيسى ورسره نه وې. خو پيسى يي ټولولى شوى ډا ځکه يي د کولال نه د بندى خولې هغه منگوټى واخيست چې د ارخ له سورى به يې ورته پيسى غورزيدلى او آدم خان هم هغه منگوټى ته شل پيسى ور غوزارى کړې، د پيسو د غونډولو په لومړي ورځ په همدومره کيدى شول، د آدم خان رخصتى اوږده وه، لا ورځى ډيرې وې او هره ورځ منگوټي ته د اړخ د سورى په تنګه خوله يو څو ټنګى ور غورزيدلى. داسى ورځ به نه وه چې آدم خان په د منگوټى پيسى نه شرنګولې او د پيسو شرنګ ته به نه خوشحاليده کله نا کله خو به ور سره پيسى لږى ډيرى وى او ډيرى پيسى به يي په تادى کې د منگوټي د سورى اړخ په تنگه خوله منډلى نو وبه نښتى او بيا به آدم خان د نرو ډګو په څوکو په زوره تيل وهلى.

آدم خان په دورځى دا منگوټي د خپل کټ لاندى پټ کړى و او چې په کومه ورځ به ورته لږ دروند ښکاره شو نو په هغه شپه به يي د غلو له ويرى په کټ کې خپل اړخ ته کيښود. پلار يې څو ځله دا د پيسو منگوټي ليدلې و او په دى خوشحاله و چې ځه زوى يي هم د ده غوندى د پيسو په ټولولو خوشحاليږي. که د پلار دا شومتوب يې نه وې نو آدم خان ته شپيته روپې څه وې، په هم هغه ورځ به د سيتارام سره ورغلى وې، شپيته روپې به يې ورکړى وې او لکشمى به يې د چوهدرى له کوره دخپلو لوبو چم ته راوستى وه. خو داسى نه و، او نه د آدم خان مور ژوندى وه چې د پلو د سپړوډلى غوټې ټولې روپې يې د سورى منگوټي چونګ نس ته ور غورزولى وائ او د منگوټي ډکولو مياشتى نه غوښتى. آدم خان څو ځله په تصور کې دا منگوټي ډک کړى هم و خو چې وبه يي شرنګولو نو زړه به ي�� اوبه ونه څښلې. نيمګړى به و. آدم خان له چې به چا هر څومره پيسى ورکړى د منگوټي د سورى اړخ له تنګى خولى په د منگوټى وړوکى نس ته پريوتى وى. خو شپيته روپى بيا هم ډيرى وى کله هر ورځ د يوه وروکى په ټولو کړو پيسو پوره کيدلى آخر د رخصتيو يوه مياشت واوښته په دې موده کې نه آدم خان د چوهدرى کور ته ورغى او نه چوهدرى لکشمي پريښوده چې د خپل پلار سيتارام کاله له ورشي.

آدم خان به هره ورځ منگوټيي کتلو او يو څه به يي ورغورځول. د منگوټي اړخ د تنګ سوري مورګي د ماتو پيسو غورځولو داسى کړولي وې لکه د چا د خولې وښکى چې خور شي. خو بيا به هم پيسى منگوټي ته غورځيدلى. دا اوس د آدم خان د رخصتيو د هر ورځى خبره وه. خو يوه ورځ داسى هم راغله چې د آدم خان تره آدم خان خبر کړو چې رخصتى يي په خلاصيدو ده او دوه ورځى وروسته په بيرته ښار ته ځي.

آدم خان په هغه شپه ډيرى دعاګانې وکړى او چې څومره کليمى يې يادى وى نو ټولې يې په منگوټي پوُ کړې چې د منګوټي پيسى ډيرى شي. آخر يي زړه وکړو چې د منگوټي ويخ يې مات کړو او ټولې کړې پيسى يې په خپله ځولې کې توى کړى چې ويي شميرى ويې شميرلې پنځوس… يو پنځوس… دو پنځوس … او بيا …. پنځه پنځوس او شپږ پنځوس… او په شپږ پنځوسو ټولى پيسى ختمى شوى. د شپيتو نه څلور روپى کمى وى، آدم خان داسى وګڼله لکه پيسى چې يې سمى نه وى شميرلې. بيا يې را واخيستى او بيا يې وشميرلې… ورو، ورو يوه يوه پيسه يې وشميرله خو روپې شپږ پنځوس وى د شپږ پنځوسو نه زياتې نه شوى او آدم خان شپيته روپې غوښتلى اوس به يې څلور نورى له کومه کړې وې، هيڅ نه پوهيده چې څه وکړى ځکه چې په تيرو دوو مياشتو کې يې شپيته روپې نه وې پوره کړې نو په پاتې يوه ورځ کې به يې څه پوره کړى. سوچ يې کولو چې څنگه به ښه شي که سبا سهار له پيسى پوره وي. پيران يې ورته وغورځوي يا کومه وړه ښاپيرى راشي او څلور روپى د ده د بالښت سرته ته کيږدي او يا يې ورله څوک په خوب کې ورکړي او چې دى راپاڅيږي نو څلور روپۍ يې په موټو کې پرتې وى. دى خبرو د آدم خان تنکې ټغړيدلى ذهت ته د داد داسى ساړه ور وبښل لکه څوک چې د اوړى لمر ته پرته تيږه را واخلى او د يخى چينى شګلن ويخ ته يې کيږدي. هغه د همدى داد په اسره ويده شو او چې ويده شو نو خوب يې وليد چې د وريښمين روميال يوه ټوټه په هوا راغله، ټيټه شوه او د ده لږه لري وغورځيده خو چې دى ورلنډ شو نو د سيلى را الوتې څپى دا ټوټه بيا پورته کړه دومره پورته چې آدم خان سمه ليدلى هم نه شوه خو خوايزده ولى د ده زړه له ورغلل چې دا ټوټه وګوري چې د څه ټوټه ده، ټوټه په هوا الوتله او آدم خان ورپسى په خوب خوب کې په ځمکه منډى وهلې، د پټو په پولو د ويالو په غاړو او بيا په هغه سړک چې د کلي د بازار په لور ورته، ځکه چې ټوټه، په هم هغه لورى سيلۍ وړله. اخر ټوټه د کلي د بازار سرته ورسده او آدم خان د کلي بازار ته، په دې کې ټوټه لاندى راوغورځيده د يوه دکان مخې ته او چې آدم خان ورغى او راپورته يې کړه نو ټوټه بل څه نه و هم هغه وريښمن رومال و چې مور يې ده ته پرې ايښى و دى هک پک شو چې دا روميال خو ده په خپل وړوکې بکس کې خوندى کړى و، داڅنګه والوت او د کلى بازار ته ورسيد خير آدم خان په تادى روميال راپورته کړو، ښکل يې کړو او کلک يې په سترګو پورى ونيو سترګو ته يې په هوا د الوتى روميال يخنى کوزه شوه او د يخنى همدى حساس آدم خان له خوبه راپورته کړو په کوټه کې د بيرته کړکۍ پردې د کهيځ يخى سيلۍ رپولې، آدم خان له کټه پاخيد، له کوټي ووت، په مخ يې يخى اوبه وغورځولې او چې بيرته راستون شو نو وروکې بکس يې پرانيست او هغه وريښمين روميال يې را واخيست چې د مور د لاس يواځينى نښه يې وه. او چې د راختلى لمر وړانګى توديدلى نو آدم خان له پلاره پټ د کور نه وتى و او د کلى په لور روا�� و. دى پوهيده چې بيګانې خوب ورته څه ويلى. آدم خان چې د کلى بازار ته ورسيد نو ايله يو څو وختى ويښو شو هټى والو خپل دکانونه پرانيستى وو. د کلى بازار هم وړوکې و آدم خان د همدى واړه بازار په يو څو بيرته شوو دوکانونو سره شو او هر يوه ته يې روميال تر څلورو روپو ډير ارزيده خو په ډيرو ليونې خوشحاليږي آدم خان له څلور روپۍ هم بس وې. دکاندار روميال واخيست او ديوې پښتنى مور د لاسه په بل وطن کې هم خپل بچې ته پاتې شوى يواځينى نښه د چا موشومې د آزادى دپاره خرڅه شوه. دى روميال تر دې ښه بيه نه شوه کولى. آدم خان په منډو منډو کور ته ورغى نيغ خپلى کوټي ته ننوت او دخپل بالښت لاندى پرتى ٥٦ روپۍ يې را واخيستى. د جيب څلور روپۍ يې ورسره يوځاى کړې او په يوه ساه يې ټولې وشميرلې دا ځل يې ساه تر شپيتو پوى په شميرلو و نه سوه.

او چې د چوهدرى په کور کې يې پوره شپيته روپې حساب کړى، هغه ته يې ورکړى نو چوهدرى هک پک شو چې د مومن خان زوى په شپيتو روپو کې له ده نه څه غواړي. خو آدم خان چوهدري پوښتنى ته پرې نه ښود نيغ ولاړ لکشمي يي دلاسه ونيوه او د چوهدري له کوره داسى ووت لکه د لښکر مشر چې توغ په لاس په سوبى پسى وتى وى او بيا ټوله ورځ، لکشمي او آدم خان لوبى وکړې، پټ پټونې وشول د ونو سيورو ته کښيناستل، څانگو ته وختل او دهغې ويالې په غاړه يې د شګو کوټنى جوړې کړې چې آدم خان د پلار د ګورو ونو د باغ په روغ منځ کې داسي بهيدله لکه د چا څڼورى هندى په څڼو کې چې لار وشي.

لکشمى او آدم خان په هغه ورځ تر ماښامه پورى لوبې کولې نه په لوږه خبروو او نه په ستړيا پوهيدل، هسى هم هغه ورځ د آدم خان د ښوونځي د رخصتيو وروستى ورځ وه او دهغه زړه غوښتل چې د تيرو دوو مياشتو د رخصتيو ټولى لوبى همدا نن وکړى ولى يوه ورځ خو د يوى ورځى هومره اوږده وى او د يوى ورځى هومره لوبې په کې کيږى.

د دوو مياشتو لوبې چا په يوه ورځ کې کړى؟ او بيا په هغه ورځ لا د ماښام تروږمې هم نه وه خوره، چې آدم خان لکشمي بيرته کورونو ته ستانه شول سبا له به سهار وختى آدم خان د خپل تره سره ښار له تلو، او په کار و چې په هغه شپه وختى پر يوتى وى. دا ځکهخو چې کله کور ته ورسيد نو د تره بوټ وچولى ته يې ونه کتل، کپ مړى يي وخوړه کټ ته وخوت او ويده شو.

سبا سهار چې آدم خان او تره يې له کوره ووتل چې د کلى بازار له ورشي او ښار ته د تګ سورلى پيدا کړي نو سيتارام يې وليد. چې لکشمى ورسره وه، آدم خان ورلنډ شو سيتارام د هغه په سر لاس راښکل ويل يي: (( لوى شې بچيه، چې د چوهدري (٦٠) روپۍ دى ورکړى)) خو لکشمى ځمکى ته کتل او چې د آدم خان تره سيتارام وپوښته چې چرته روان دى نو د هغه د ځوړندو اوښکو ويخ ته، يو وار بيا دردمنده موسکا کوزه شوه، وويل يې د چوهدري کړه… څه وکړو خانه، غريب خلک يوو زموږ سره نور څه دي، ورځم چې که چرته چوهدري د لکشمي په سر بيا يو څو روپۍ راکړي، ښه سړى دى دا ځل به روپۍ ډيرى راکوى له شپيتو خو په ډيرى وې))

آدم خان لکشمي ته وکتل د هغې د سترګو کونج ته راغلى اوښکى په ژيړبخونو اننګو توى شوى او ده داسى وگڼله لکه د خپل باغ د څانگورو ونو د روغ منځ ويالى چې ډوب کړى وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *