Ira

افغانستان کې د رسمي ارقامو له مخې ترافیکي پېښې هر کال همدومره کسانو ته مرګ ژوبله اړوي، څومره چې ترهګرۍ اړوي.

دا به ومنو چې سړکونه واړه او خراب دي، خو دا هم باید ومنو چې موټر چلوونکو بې احتیاطي هغه عمده لامل دی چې د زیاتو خلکو ژوند اخلي.

تاسو به لیدلي او اوریدلي وي چې نږدې هره ورځ د افغانستان ختیځ، شمال، جنوب او لویدیځو سړکونو ترافیکي پېښې کیږي او هره ترافیکي پېښه د د لس په شاخوا کې مرګ ژوبله اړوی.

د سړکونو د سور کموالی، د موټرو خرابوالی، د موټر چلوونکي بې احتیاطي او له سړکونو سره نابلدتیا هغه عمده لاملونه دي چې له کبله یې ترافیکي پېښې رامنځ ته کیږي.

تاسو دوه ورځې وړاندې یانې د پنجشنبې په ورځ ولیدل چې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار مشالې کمر سیمه کې یو مرسډیز موټر له ټیلر موټر سره ټکر کړی و چې مرسیډیز موټر ټوله سپرلۍ پکې مړه وه.

داسې هره ورځ هرات، بدخشان، خوست، بامیان او نورو ولایتونو کې پېښې رامنځ ته کیږي چې زیات قربانیان لري.

هغه څنګه وایي، یوه دقیقه حوصله د کال خرچه ده.

دا د پخوانیو خلکو خبره ده چې پښه خبره ده، ځکه که یوه دقیقه احتیاط وشي، ټول سفر دې امن دی او پرته له ګواښ یې سر ته رسولی شي.

د ترافیکي پېښې رامنځ کیدو یو لامل همدا دی چې دا پېښه په څو ثانیو کې رامنځ ته کیږي، نو که همدا څو ثانیې احتیاط وشي، دا داسې دی لکه ټول عمر چې دې احتیاط کړی وي.

له بده مرغه په دې برخه کې زموږ د ترافیکو ډیر قوانین نه تطبیق کیږي چې له کبله یې ترافیکې پېښې په دوامداره توګه رامنځ ته کیږي او هیڅ ډول مخنیوی یې نه دی شوی.

پر لوی لارو د ترافیکي پېښو رامنځ ته کیدل رسنیز کیږي، هغه پېښې چې په فرعي لارو رامنځ ته کیږي، هغې خو بیخي یادوونه نه کیږي، یا سیمه کې رسنۍ نه وي او یا بل لامل خو تر رسنیو او خلکو نه رسیږي.

نو ویلی شو چې افغانستان کې د ترافیکي پېښو قربانیان زیات دي او د دې د مخنیوي لپاره عمده ګام د موټر چلوونکو احتیاط دی.

دا به ومنو چې سړک خراب دی، دا به ومنو چې سړک یو دی، خو دا لاملونه خو په دې نه ارزي چې موږ ترافیکي پېښه وکړو او خپل ځان او خلک ووژنو.

خو کله چې پوهیږو چې سړک دوه طرفه دی او خراب هم دی، نو بیا ولې احتیاط و نه کړو، ښکاره خبره ده چې دوه طرفه سړک باندې ګواښ زیات وي، نو باید څو چنده احتیاط وشي چې ترافیکي پېښه رامنځ ته نه شي.

تر څو چې احتیاط و نه شي، یا ترافیکي قوانین مراعت نه شي، که سړکونه دوه ـ دوه هم شي او جوړ هم شي، ترافیکې پېښې به لا نورې زیاتې شي، ځکه چې جوړ سړک باندې خو لا ډير چټک تللی شي، خو کله چې احتیاط وي، بیا هر ډول سړک باندې تلل ګواښ نه وي، بلکې خوندي به منزل ته رسیږئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *