د امنیتي تړون د جنجالي موضوع تازه اړخ دادی چې اوس امریکا پدې هڅه کې ده، چې د ولسمشر کرزي لخوا بې ارزښته شوي تړون ته بېرته اهمیت ورکړي.

ولسمشر کرزي درې ورځې وړاندې په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې وویل چې که امریکا د افغان لوري شرایط ونه مني، نو ددې تړون لاسلیکول به زما لپاره دا معنی ولري لکه امیر یعقوب خان چې د کندمګ تړون لاسلیک کړ.

د کندمګ تړون په اساس افغانستان هغه ختیځې سیمې له لاسه ورکړې چې یوه پېړۍ د افغانستان امپراطورۍ پورې تړلې وې او انګرېزانو په چل دغه تړون په امیر لاسلیک کړ، خو کله یې هم هغه وعدې چې ددې تړون په اړه یې له امیر سره کړې وې عملي نه کړې.
افغان ولس په تازه کې دادی څلور لسیزې پرلپسې ددې تړون بیه پرې کوي، خو لا یې هم کومه مثبته نتیجه نده ترلاسه کړې او ولسمشر کرزی هم له امریکا سره د امنیتي او دفاعي دوه اړخیزه تړون په اړه په همدې نظر شوی دی.

ولسمشر کرزی همدې اندېښنې اخستی او پخپلو شرایطو له ټولو فشارونو سره، سره ټینګ ولاړ دی. وروستي معلومات ښيي، چې ولسمشر کرزي په زغرده ویلي چې امریکا دومره ددې تړون لاسلیک ته اهمیت ورکوي، نو له راتلونکي ولسمشر سره دې لاسلیک کړي او پدې اړه یې امریکایي چارواکو سره پخپلو لیدونو کې ویلي دي.

دا بېله موضوع ده چې تر ټاکنو وروسته ددې تړون د لاسلیک امکان څومره دی او امریکا ولې غواړي چې زر تر زره دغه تړون له اوسني ولسمشر (کرزي) سره لاسلیک کړي.

د افغان لوري لپاره د خپلو شرایطو له منلو پرته دا تړون په کلي ډول بې معنی شوی او هېڅ ارزښت نه لري، په همدې اساس اوس امریکا بېرته د جوړجاړي په لټه کې دی، څو په افغان لوري خو حد اقل همدومره ومنلی شي چې که تړون ځنډېږي، نو پروا نه لري، خو چې بې ارزښته نشي.

د تړون له بې ارزښته کېدو سره معلومه ده چې ولسي اعتبار ته زیان اوړي، هغه ولسي اعتبار چې د روانو حالاتو له ټول تاوتریخوالي او حقیقتونو سره، سره ولس له امریکا سره ددې تړون د لاسلیک غږ پورته کوي او پدې اړه د اوسني حکومت د شرایطو ننګه کوي.

د ولسي اعتبار بله بېلګه داده چې د غرب پرضد د ولسمشر کرزي وینا، د بګرام زندان په اړه حقیقت او د سولې په اړه د ولسمشر قاطع دریځ په افغان ځوانانو کې د هغه ملاتړي ډېر کړي او کله چې ولسمشر ددې تړون له لاسلیک په شا کېږي، نو ولس ته ددې تړون په مثبتو ټکو کې نور څه نه پاتې کېږي.

په ورته وخت کې د ولسمشر د وروستي دریځ په غبرګون کې د نا امنۍ څپه هم له همدې حالت سره تړل کېږي، چې ځینې پکې ان مستقیماً بهرنۍ کړۍ ښکیلې بولي.

ددې خبرې لپار وروستی دلیل د هغه امریکایي چارواکي څرګندونې دي، چې له بګرام زندان څخه یې د ۳۷ بندیانو د خوشي کولو په اړه کړې دي.

نوموړي ویلي چې که افغان حکومت ددې خطرناکو بندیانو د خوشي کولو لړۍ ونه دروي، نو ددې کسانو په خوشي کېدو سره به یو ځل بیا نا امنۍ ډېرې شي.

د نوموړي دغه اندېښنه په غیر مستقیم ډول افغان حکومت ته هغه اخطار دی چې له امنیتي تړون سره تړل کېږي، خو پخوانیو فشارونو ته په کتو نه ښکاري چې دا فشار دې هم د امریکا لپاره مثبته نتیجه ولري.

په ورته وخت کې ولس ته د بارک اوباما په خطاب سره هغه تصمیم هم یوازې د اوازو تر زاویې محدود پاتې کېدای شي چې امریکا غواړي په افغانستان کې د صفر انتخاب غوره کړي او دا کار په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالو ګټو خلاف دی.

هغه اوږدمهاله تګلاره چې ولس ترې خبر ندی، خو ښکاري چې ولسمشر ترې خبر وي او په همدې اساس په پوره اطمینان وایي، چې امریکا کله هم له افغانستانه نه وځي.

هلته چې امریکا په اوږدمهال کې د خپلو پروګرامونو لپاره د معلوم شمېر ځواکونو پاتې کېدو ته په افغانستان کې اړتیا لري، نو بیا د صفر انتخاب هم د فشار یوه بله برخه جوړوي، چې د امنیتي تړون په اړه یې د افغان حکومت پرضد څرګندوي.

اوس افغان ولس د فشارونو له یوې تازه سمندري څپې سره مخ دی، چې په هره امنیتي سړه څپه کې په اوسط ډول پېنځو کسان ددې ولس لپاره قرباني ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *