محمد نعمان دوست

ښوونکی: د لاس تڼاکه ملغلره ده.
زده کوونکی: معلم صیب، ملغلره څه شی وي!؟
– ملغلره یو ډیر قیمتي شی وي، ډير ارزښت لري.
– نو زما د پلار لپې خو له ملغلرو ډکې دي او کور کې مو ډوډۍ نشته.

محمد نعمان دوست، جلال اباد

غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *