غفور لېوال:

1راپور مې ولوست ، چې دافغانستان په یوه سیمه کې په زرګونو لغړزني زلمکي او واړه هلکان چې تښتول شوي ، یا هم دبېوزلۍ او بېکسۍ له امله دې ته اړایستل شوي ، چې نڅا زده کړي ، او بیا دلیوانو او دوپایه ځناورو (بچه بازانو، لواطت کارانو ) مخ ته وناڅي ، ان داچې دا ځناور بیا ورسره ولوبیږي …

خو هیچا ، هیڅ مسلمان، هېڅ افغان ، هېڅ انسان ددې شرموونکي سپکاوي په وړاندې مظاهره ونه کړه ، هیچا دقوماندانانو او زورورو مېلیونرانو ددې وحشي هوس په وړاندې غږ پورته نه کړ.

دودان افغانستان دفکري نهضت مبارزینو !

هرکله مو که مظاهره او لاریون راایسته ، لومړۍ هغه به مو دهمداسې یوې ناانساني او نااسلامي ښکارندې ( بچه بازۍ ) یا دې ته ورته بل جنایت او بداخلاقۍپرضد لاریون وي .

تاریخ به داشرم ، دا جنایت ، دا تورداغ څنګه هېر وي ؟

بهیج عثماني

ښايسته ډېر کالونه کېږي چې د بهرنيو چارو وزارت په مخه کې تېر شوی سرک د شامحمود خان واټ په نامه يادېږي. نن ګهيځ يې په مخ کې نوې لوحه درېدلې او نوم يې په “جادهٔ غازيان” اوښتی دی. څوک شته چې له کابل ښاروال څخه پوښتنه وکړي چې ولې؟

1نادر خان کټوازی

کانه دې ته به مثبت بدلون ويل کېږي !!!
يو وخت موږ بد کارونه ښه ګڼل او هغه به مو ستايل, د دروغو او ړندو باورونو بازار ډېر تود وو, ځينو د خپلو شخصي ګټو د خوندي توب لپاره, له پوهيدلو سره سره په حق سترګي پټولې .
داسي وخت راغی , چي کله به د هغه تېر وخت کيسې ېادي سوې, نو د هغو دروغو او بې ځايه ستاينو په يادولو به وشرمېدو او چپ به سو .
نن موږ د وخت بدلون دې ته اړکړو چي تور ته تور او سپين سپين وايو, که نن هم د ولس د تېراستلو هڅي کوو, هسي به خپل مخونه توروو. نور مو خوښه !!

One thought on “بې تبصرې یې ولولئ”
  1. لیوال صاحب افرین په تا سه
    همداسی ده خو څوک سته چی پوښتنه يي وکړی
    د حقوق بشر ټیکداران هم د دی څخه سترګی پټه وی او ګرویږنه يي نه کوی. حتی که يو څوک خپله وجدانی دنده سر ته ورسوی چی هی د حقوق بشر ټیکداره چی جنسی تیری خو کیږي نو په رسنۍ کی یی ولی د عکس خپرولو جرات کیږي؟؟!!! د دی پر ځای چی د مجرم عکس خپور سی بلکي سر چپه د هغه چا عکس خپریږي چی هم جنسی تیری پر سوی وی او هم يی په رسنۍ کی عکس خپور او په ټولنه کي یی نور هم عزت له سوال سره مخامخ سی
    د یوه پرمختللی او ودان افغانستان په هیله
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *