تاند- په بریتانیا کې یوه مسافر، چې د پېلوټۍ هیڅ تجربه یې نه لرله، مخکې تر دې چې پېلوټ ومري، له هغه سره مرسته وکړه چې الوتکه بې مشکله پر هوايي ډګر کښېنوي او نوره سپرلي وژغوري.
د یورونیوز تلویزیون د راپور له مخې د الوتکې پېلوټ ته ناببره داسي ناروغ شو چې الوتکه یې کنټرولولی نه شوای، په دې منځ کې یوې سپرلۍ له پېلوټ سره مرسته وکړه.
الوتکه د سې شنبې په شپه د بریتانیا په شمال کې د همبرسایډ په هوايي ډګر کې کښېناسته. پېلوټ د الوتکې له کوزېدو وروسته ساه ورکړه.
د پېلوټ د ناروغۍ او مړینې په اړه د عدلي طب تحقیقات روان دي.
مسافر د هوايي ډګر د څارنې برج په لارښونه الوتکه کښته کړه.