تاند نیوز ډیسک: مالیې وزارت وايي، دولتي کارمندانو ته د ولسمشر لخوا اعلان شوې عیدي ۱،۷ ملیارده افغانۍ کېږي چې ۲۱ میلیونه ۴۲۴ زره ډالر ترې جوړېږي، خو دوی تر اوسه ایله د ۱۱ وزارتونو کارمندانو ته دا پيسې استولې دي.
دغه وزارت په نورو پاتې بنسټونو هم غږ کړی دی چې د خپلو کارمندانو د پنځلس ورځو د عیدي په اړه اسناد ورته ژر تر ژره واستوي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، تر اوسه عامې روغتیا وزارت، حج اوقافو وزارت، ټرانسپورټ وزارت، د قومونو او قبایلو وزارت، د ښځو چارو وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، اقتصاد وزارت، کرنې وزارت او لویې څارنوالۍ ورته د کارمندانو د تشویقي یا عیدي معاش په اړه اسناد استولي او دوی یې هم د ۱۵ ورځو معاشات اجرا کړي دي.
مسجدي دغه راز ویلي، دولتي ادارې کولی شي د ۱۵ ورځو معاش له خپلې ځانګړې بودیجې اجرا کړي، او مالیې وزارت به یې بیا د مالي کال په نیمايي کې بودیجه ورکړي.
د ولسمشر لخوا دولتي کارمندانو ته د دومره ډېرې عیدي ورکړه، بې سارې بلل شوې ده.
